د جنوبي او منځنۍ اسیا د نښلېدونکې پټې په سیمه کې اوس دودیزه ډیپلوماسي خپل اغېز له لاسه ورکوي او پر ځای یې داسې استخباراتي او جیوپولیټیکه شطرنج رامنځته شوې ده، چې په هغه کې سیاسي او امنیتي مهرې په چټکۍ سره بدلېږي. د اوږدې مودې راهیسې پاکستاني پوځ تل دا دريځ درلود او ادعا يي کوله چې وسلهوال فعالیتونه له افغانستان څخه تنظیمېږي او د هرې امنیتي پېښې پړه یې پر اسلامي امارت اچوله. خو اوس د اسلامي امارت روایت نوي پړاو ته داخل شوی دی؛ هغه پړاو چې یوازې پر متقابلو تورونو ولاړ نه دی، بلکې خپل دریځ د ځمکنیو شواهدو، استخباراتي معلوماتو او تخنیکي امکاناتو پر بنسټ وړاندې کوي او د مقابل لوري ادعاوې په عملي ډول ننګوي.
په دې ټول انځور کې تر ټولو مهم بدلون د کابل هغه نوی «د ترهګرۍ ضد روایت» دی، چې د راولپنډۍ دودیز موقف یې له جدي ستراتېژیک بنبست سره مخ کړی دی. پاکستان له کلونو راهیسې دا ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او نورو وسلهوالو ډلو مرکزونه په افغانستان کې دي او له همدې ځایه پر پاکستان بریدونه ترسره کوي. خو وروستیو جیوپولیټیک بدلونونو اسلامي امارت له دفاعي حالت څخه ایستلی او د یو متقابل او فعال روایت د وړاندې کولو زمینه یې ورته برابره کړې ده.
اوس کابل یوازې دا نه ردوي چې د افغانستان خاوره دې د چا پر ضد کارېږي، بلکې دا هم ادعا کوي چې د سیمې لپاره تر ټولو لوی ګواښ، یعنې داعش خراسان (ISIS-KP) اصلي مرکزونه د افغانستان پر ځای د پاکستان په داخل کې موجود دي او د هغوی د پراخېدو تر شا ځینې داخلي ملاتړونه هم رول لري. دا نوی افغان روایت نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول چین، روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یوازې د سیاسي بیان په توګه نه ښکاري، بلکې د ځینو داخلي امنیتي پېښو او شواهدو له امله یې اغېز نور هم زیات شوی دی.
کله چې د پاکستان له بېلابېلو داخلي سیمو څخه د ۲۰۲۵ کال د مې په ۱۶مه د داعش د رسنیز ویاند عزیز عزام د نیولو راپورونه او د همدې کال د ډسمبر په ۲۳مه د ترکیې د ملي استخباراتو ادارې (MIT) په یوه پټ عملیات کې د «محمد ګوران» په څېر د لوړپوړو سیمهییزو او نړیوالو قوماندانانو د نیولو خبرونه خپرېږي، نو د کابل ادعاوې په نړیواله کچه لا زیات مستند بڼه خپلوي.
همدارنګه د داعش له لوري د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې د شیعه وګړو پر یوه عبادتځای د جمعې د ورځې ځانمرګی برید او پر یوې مشهورې مذهبي څېرې مولانا محمد ادریس باندې برید دا څرګندوي چې داعش نور یوازې د لرې پرتو قبایلي غرونو پورې محدود نه دی پاتې، بلکې د پاکستان په ښارونو او حساسو مرکزونو کې هم یو فعال لوژستیکي او عملیاتي شبکه لري، چې د هر وخت د برید وړتیا لري.
د دې جیوپولیټیکې معادلې تر ټولو په زړه پورې او پېچلی اړخ هغه تضاد دی چې د «کرښې د مدیریت کړکېچ» بلل کېدای شي. پاکستاني پوځ په تېرو کلونو کې د افغانستان سره پر کرښه په ټریلیونونو روپۍ لګولې، اوږده اغزن سیمي یې غځولي، عصري برېښنایي څارنیز سیستمونه یې نصب کړي او لسګونه زره امنیتي ځواکونه یې ځای پر ځای کړي دي. د دې سخت امنیتي کنټرول په رڼا کې اوس سیمهییزو او نړیوالو لوبغاړو ته یو ستر ستراتېژیک تضاد مخې ته راغلی دی.
که د پاکستان دا ادعا ومنل شي چې داعش لا هم له افغانستانه فعالیت کوي او په دومره لویه کچه بریدونه ترسره کوي، نو دا په خپله د اغزن سیم، د کرښې کنټرول او د پوځ د امنیتي وړتیاوو پر اغېزمنتیا جدي پوښتنې راپورته کوي. ځکه د دومره سختې څارنې او بندیزونو باوجود که داعش وسلهوال د ډیورنډ کرښې له لارې تګ راتګ کوي، نو دا نه یوازې د امنیتي مدیریت یوه ناکامي بلل کېدای شي، بلکې دا احتمال هم مطرح کوي چې د سیمې استخباراتي فضا د داسې تشو رامنځته کولو سبب شوې وي چې د تورونو او بیانیو د جوړولو لپاره ترې استفاده کېږي.
برعکس، که د پاکستاني پوځ له لوري د پولو مدیریت «نه ماتېدونکی او بشپړ اغېزمن» وبلل شي، نو په خپله د اسلامي امارت هغه دریځ لا پیاوړی کېږي چې داعش د فکري، مالي او عملیاتي مرکزونو په توګه د پاکستان په داخلي سیمو — په ځانګړي ډول د خیبر پښتونخوا قبایلي ولسوالیو او د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې — فعال حضور لري. په دې صورت کې دا انځور هم رامنځته کېږي چې داعش ته له کرښې هاخوا کومه اړتیا نشته، بلکې د هغوی د فعالیت لپاره زمینه په خپله د پاکستاني پوځ دننه د ممکنه ملاتړ له امله برابره شوې ده.
یادونه کېږي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دې روایتونو او بیانیو جګړه له نږدې د بیجینګ او مسکو له لوري څارل کېږي. د چین لپاره سیمهییز امنیت یوازې یو فکري یا سیاسي موضوع نه ده، بلکې یو عملي او نتیجهمحور ضرورت دی، څو د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) او په افغانستان کې د کانونو د استخراج لویې پانګونې خوندي پاتې شي. کله چې کابل دا ښيي چې په خپل هېواد کې یې د داعش شبکې تر ډېره مهار کړي دي، او په عین حال کې د پاکستان دننه احتمالي امنیتي تشې ته اشاره کوي، نو د بیجینګ په محاسبو کې دا فکر پیاوړی کېږي چې پاکستان باید د کرښې هاخوا د تورونو پر ځای خپلې داخلي امنیتي تشې (Security Vacuum) خپله ډکې کړي.
په دې توګه د اسلامي امارت د معلوماتي او استخباراتي تګلارې له مخې، د پاکستان دودیز امنیتي روایت له یو داسې حالت سره مخ کېږي چېرته چې د راولپنډۍ تر اغېز لاندې اسلامآباد لپاره د ځان د ژغورنې لارې خورا محدودې شوې دي. که پاکستان ټینګار کوي چې داعش د افغانستان له خاورې فعالیت کوي، نو باید د خپلې سرحدي مدیریت د ځواکمنۍ او ادعاوو وضاحت وکړي؛ او که برعکس د داعش داخلي حضور ومني، نو د خپل امنیتي نظام پر کمزورتیا اعتراف ته نږدې کېږي.
په همدې توګه داعش داسې موضوع ګرځي چې نه په اسانه رد کېدای شي او نه په بشپړ ډول منل، او د همدې تضاد له امله دا موضوع د پاکستان لپاره یو پېچلی ستراتېژیک فشار جوړوي. په ټولیز ډول دا وضعیت ښيي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته روانه پټه سیالي نور یوازې د سرحدي نښتو یا دودیزو تورونو تر کچې محدوده نه ده پاتې شوې، بلکې د ټکنالوژۍ، استخباراتو او سیاسي روایتونو په یوه پېچلي او ژور جال بدله شوې ده، چې د سیمې جیوپولیټیک راتلونکی له جدي بدلونونو سره مخ کوي.
او د دې ټولو تر شا د پاکستاني پوځ هغه بېکفایتي ده، چې د اسلامي امارت له لاسه ماتې خوړلې داعش ډلې ته یې د افغانستان پر ضد د یوې آلې په توګه په خپل هېواد کې پناه ورکړې وه. تاریخ ته وګورئ، څومره عادلانه انتقام دی؛ هغه مهره چې پاکستاني پوځ د اسلامي امارت پر ضد پاللې وه، نن هماغه مهره خپله د همدې پوځ د غاړې طوق ګرځېدلې ده.












































