ھري (Harry)

حفيظ الدين پيرزاده

د برتانیې شھزادہ دی. په افغانستان کې یې دوہ ځل فوځي ماموریت تر سرہ کړ‎ی.
لومړ‎ی ځل په 2007/8 م کال په ھلمند کې او دویم ځل په 2013 م کې.
دواړ‎ہ ځل یې د خلکو پر وژلو مستند اعتراف کړ‎ی.
د لومړ‎ي ځل په اړ‎ہ وایي: ما ۲۵ افغانان وژلي او بیا وایي “ زہ به د خپل خوب بستر ته بې د کوم تشویش څخه په ارامو اعصابو تلم، ځکه ماته وژل شوي کسان انسانان نه بلکې د شطرنج د دانو پڅیر ښکاریدل”
زہ د شھزادہ ھري غندنه نه کوم، بلکې د ھغه ھمدا جمله د ھغو افغانانو د وجدانونو مخې ته ږ‎دم چې د اشغال پر مھال یې غربي ځناورو سرہ، د ترجمان، مامور، راہ بلد، قراردادي، سلاکار او نورو په توگه دندہ اجراء کړ‎ې.
آیا رښتیني ترورستان یې وپیژندل او که نه لا تر اوسه “ فِي طُغْيَانِهِمْ يَعْمَهُونَ” گرځي؟!

بیا ھمدا جمله د بشر د حقوقو نړ‎یوالې اکاړ‎ې ته ور اچوم او ترې پوښتم: آیا تاسې افغان ھم بشر بولئ؟
تاسې چې د ښځو د تعلیم پر بندیز د تمساح اوښکې تویوئ، آیا دا جرئت لرئ چې د ھري په شمول او د ھغه پڅیر په زرونو نور خپل وحشي قاتلین د جرمونو د نړ‎یوالې محکمې میدان ته د را کش کولو لپارہ غږ‎ پورته کړ‎ئ؟!
ھري د خپل لومړ‎ي ځل فوځي ماموریت په اړ‎ہ ھم وایې چې ډیر خلک یې وژلي، ھغه پخپل لیک کې ورته “ lots of people” اصطلاح کاروي، چې إطلاق یې منطقاً پر نر، ښځه، ماشوم، ناروغ، زړ‎و او نورو کیږ‎ي!
دا خو د پیښې یو اړ‎خ دی، بل اړ‎خ یې دا دی چې غربي احمقانو څخه د مولانا ظفر علي د ھغه شعر پر مصداق چې وایي:
نکل جاتی ہے سچی بات جس کے منہ سے مستی میں
‏ فقیہ مصلحت بیں سے وہ رند بادہ خوار اچھا
کله کله داسې یوہ چیغه ووھل شي چې د غربي نړ‎ۍ له رښتینې څیرې څخه پردہ پورته کړ‎ي.
کلونه وړ‎اندې کوچني بش پر افغانستان حمله د صلیبې جگړ‎ې یوہ برخه بللې وہ او شھزادہ ھري پخپله مرکه کې وایي: موږ‎ ته د برتانیې په فوځ کې داسې روزنه راکول شوې چې زموږ‎ پر لاسونو وژل شویو ته د انسان په نظر و نه گورو، که نه بیا یې د وژلو پر مھال له روحي ستونزو سرہ مخ کیږ‎و.
دا ھماغه د یھودو پخوانۍ تیوري دہ چې ځانونه ورته د الله عزوجل لخوا غورہ شوي خلک ښکاري ( نحن شعب الله المختار ) او نور ورته انسان نُما حیوانات!!!
د قاتل ھري فکري لیدلوري ته پر کتلو، دا حقیقت لا نور ھم د لمر پڅیر روښانه شو چې د غربي نړ‎ۍ لخوا زموږ‎ د ښځو او ماشومانو د حقوقو داعیه را اوچتول، د ھغوی سرہ د ھمدردۍ په منظور نه دہ بلکې موخه یې له دې لیارې د طالبانو د تحریک بدنامول او د افغان حکومت کمزوری کول دي.
مرحوم غني خان به ویل:
واورہ له لندن نه د انصاف خوږ‎ې خبرې
واورہ مږې، واورہ د پیشو بي بي میاو میاو

څه باید وشي؟
افغان حکومت لا نړ‎یوال رسمیت نه لري نو د جرمونو نړ‎یوالې محکمې ته د ھري او د غرب د نورو ھریانو پخلاف عارض کیدای نشي، خو داسې اعلامیه صادرولای شي چې د ھري عمل پکې وغندي!
دا کار باید د ارگ ویاند او یا د بھرنیو چارو وزارت کوم لوړ‎ پوړ‎ی چارواکی رسماً وکړ‎ي!
رښتیني مدني فعالان، ټولنیز بنسټونه، د بشر د حقوقو مدافعین و امثالھم باید په رسنیو کې د
دې بشر ضد جنایت په اړ‎ہ تود غبرگون وښیي او له نړ‎یوالې ټولنې څخه یې د مجازاتو غوښتنه وکړ‎ي!
ھمداراز د اسلامي ھیوادونو سازمان او د مسلمانانو نور نړ‎یوال بنسټونه باید د خپلو مظلومو افغان ورونو په حق کې اواز اوچت کړ‎ي!
ھسې ھم د نړ‎ۍ مسلمانانو د تیر شل کلن اشغال پر مھال خپله دیني فریضه ھیرہ کړ‎ې وہ او د کفري نړ‎ۍ اتحاد ته یې خپل کمزوری افغان ورور په سپین میدان یواځې پرې ایښی و.
اوس یې ھم که ملتیا وکړ‎ي نو په حقیقت کې به یې د خپل ھغه مجرمانه غفلت د کفارې یوہ برخه اداء کړ‎ې وي!
و الله المستعان
__________

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوري ۶/ ۲۰۲۳ م
لندن

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version