ستر ابوبکر رضی الله عنه راپاڅېد، مسلمانان هم ورسره راپاڅیدل، د مرتدینو ریښې یې له بیخه وویستې، د پیغمبرۍ د دعوه کوونکو سرونه یې له تنو جدا کړل، یو ځلې بیا یې نړۍ د الله تعالی په نور روښانه او عربي جزیرة یې مسلمانه کړه.
په همدې وخت کې ابوبکر رضی الله عنه له مدینې څخه د فارس او روم د فتحې په تکل؛ اسلامي لښکرې ولیږلې، چې دا د تاریخ تر ټولو حیرانونکی هوډ ګنل کیږي، د ستر ایمان حیرانوونکې انګېزه، داسې پوځ چې له کورنۍ جګړې تازه راستون شوی و؛ د فارس او روم د امپراطوریو د نړولو هوډ وکړ او وه یې نړولې، زموږ د بریا راز؛ هغه ایمان او عقیده وه، چې غرونه یې ویلې کول او بحرونه یې څیرل.
اموي او عباسي خلافت د نړۍ 2/3 برخه د اسلام په قلمرو کې شامله کړه، په علمي، اقتصادي او صنعتي میدانونو کې د نړۍ سرلاري وه، په اته سوه کلن اسلامي اندلس کې یې یو داسې تمدن تر شا پرېښود؛ چې تر ننه فکرونه ورته ګوته په غاښ دي.
هغه وخت چې په ټوله اروپا کې پر علم او صنعت بندیز و؛ زموږ په اسلامي اندلس کې ستر – ستر جراحي عملیات اجراء کیدل، په ټوله اروپا کې تر زرو زیاتو کتابونو شتون نه درلود؛ مګر یوازې زموږ د قرطبې په یوه کتابتون کې، په لسګونو زره کتابونو شتون درلود، په رغنیزه برخه کې د اشبیلې، طلیطلې او بغداد ښارونه اوس هم د حال په ژبه د خپل میراث کیسې کوي.
مګر حکامو او رعیت یې چې څه وخت د اسلام مبارک دین د ژوند له چارو وویست؛ د دنیا په عیش او عشرت مبتلا شول، هم هغه و چې له شرق څخه مغلو او له غرب څخه صلیبي نړۍ پرې هجوم راوړ او ستر عباسي خلافت یې ونړاوه، دې لړۍ پیړۍ په بر کې ونیولې، تر څو چې مؤمنانو بیرته خپل دین ته مخه کړه او ناصر رب هم یو ځلې بیا په یو ستر نعمت؛ عثماني خلافت ونازول.
د اروپا دریمه برخه یې فتحه کړه، تر شلمې میلادي پېړۍ پر نړۍ د اسلام راج چلیده، هره برخه کې سرلاري و، مګر کله چې بیا را څخه خپل مسیر خطا شو؛ بیا مو د زوال بدبختي په نصیب شوه، هغه خلافت چې تر 1924 مېلادي کال پورې د اسلامي امت پر سر سایه غوړولې وه او د یووالي سمبول و؛ ونړېد، متحده اسلامي نړۍ په ۵۷ ټوټو وویشل شوه.