هغوی چې کله به هم اصلاح نه شي

#image_title

طالب العلم صفت الله “سیاح”

 

دا یوه ثابته خبره ده چې هدایت د الله جل جلاله په لاس کې دی، که چاته یې خوښه شوه هدایت ورته کوي او کنه نه یې کوي.

 

خو بیا هم الله جل جلاله په قران کریم کې بعضې استثنآت کړي دي، مثلاً؛ په وار وار یې ویلي چې الله جل جلاله ظالمانو ته هدایت نه کوي.

 

ستاسو په فکر تر دې به لوی ظُلم چېرته وي چې د کفارو په حق کې نازل آیاتونه په مسلمانانو تطبیق شي؟

 

•ستاسو په فکر تر دې به لوی ظُلم چېرته وي چې د مسلمانانو د تضعیف او بې قوته کولو لپاره دې په خارجي فکر د خلافت کاذبه داعیه وکول شي؟

 

•ستاسو په فکر تر دې به لوی ظُلم چېرته وي چې له باطل منهج سره د بیعت او د هغوی تر تسلط لاندې خاورې ته د هجرت نه کولو په جرم دې د یو چا وینه هدر، مال غنیمت، نکاح ماته او واجب القتل وګڼل شي؟

 

•ستاسو په فکر تر دې به لوی ظُلم چېرته وي چې د کفارو او مسلمانانو په معرکه کې دې یو څوک په مسلمانانو د شا له خوا حمله(وار) وکړي؟

 

•ستاسو په فکر تر دې به لوی ظُلم چېرته وي چې یو څوک د اسلامي نظام په خِلاف په دې خاطر جګړه کوي چې ولې یې تګ لاره او سیاست د دوی د خارجي فکر سره سمون نه خوري ولو که د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیاست یې روان کړی وي؟

 

په دې نړۍ کې داسې خلک هم وو او شته او بیا به هم راځي چې پورتني ټول موارد پکې شتون لري، په هره زمانه کې یې د یو خاص نوم لاندې ظهور کړی چې زمونږ په زمانه کې یې نوم خوارج (داعش) دی.

 

که تاریخ ته مراجعه وکړو تاسو به د پخوانیو خوارجو ډېر کم خلک پیدا کړئ چې بېرته یې فرقة الناجیة( اهل سُنت والجماعت) ته رجوع کړې وي او په اوسنیو دواعشو کې هم ډېر کم خلک مونږ وینو چې بېرته یې د اهل سُنت فکر خپل کړی، د دوی د نه هدایت وجه همدا ده چې دا خلک له حق مسلک منحرف او ظالمان دي او د ظالمانو باره کې قران کریم کې بار بار الله جل جلاله ویلي: چې ورته هدایت نه کوي.

 

د دې سره هماغه یوه لار پکار راځي؛ کومه چې رحمت للعالمین ورته خوښه کړې ده. (لَئِنْ أَدْرَكْتُهُمْ لَأَقْتُلَنَّهُمْ قَتْلَ عَادٍ):

که ما وموندل خامخا به یې د عادیانو پشان ووژنم!

هرماس الافغاني
Exit mobile version