زه د پاکستاني پوځ ویاندې ادارې (ISPR) او د تحریک طالبان پاکستان ویاندې ادارې (عمر میډیا) خپرونې، د یو آزاد پاکستاني وګړي په توګه، له ډېر وخت راهیسې تعقیبوم، وينم او اورم يې، بیا د دوی خبرونه، په ځانګړې توګه هغه چې د ترهګریزو پېښو پورې اړوند وي، د آزادو سرچینو له لارې د تصدیق کولو هڅه هم کوم.
له دې له امله، په لاندې لیکنه کې به زه د حقایقو په رڼا کې هڅه وکړم چې ثابته کړم، دا جګړه د دولتي ادارو او بلې کومې ډلې تر منځ ده؟ او آیا دولتي ادارې به دا جګړه د “عزمِ استحکام” په څېر د نویو عملياتو په پلي کولو سره وګټي؟
(( شاید چې زما خبرې ستاسو زړه ته کښته شي))
په وروستیو څو ورځو کې، ما د ISPR دوه پرلهپسې پریس کانفرنسونه هم واورېدل، چې په کې د پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف ځینې انکشافات وکړل. یو انکشاف یې دا و، چې په دې کال کې امنیتي ادارو ۲۳ زره ۶۲۲ عملیات ترسره کړي، چې په ورځني ډول ۱۱۲ عملیات کېږي، چې په کې یوازې ۱۳۹ پاکستاني پوځيان وژل شوي، په داسې حال کې چې ۳۹۸ ترهګر وژل شوي او زرګونه نور نیول شوي دي.
له بلې خوا، د تحریک طالبان پاکستان ویاندې ادارې (عمر میډیا) هم د (۲۰۲۴ء) کال د لومړیو شپږو میاشتو راپور خپور کړ. د دوی د ادعا له مخې، د جنورۍ څخه تر جون پورې، پاکستاني امنیتي ادارو باندې د TTP حملې په لاندې ډول دي:
ټولې حملې: ۴۹۷
جنوري: ۷۵
فبروري: ۶۵
مارچ: ۶۶
اپرېل: ۹۶
مۍ: ۹۹
جون: ۹۶
د دښمن ځاني تلفات:
د وژل شویو دښمنانو شمير : ۴۸۳
د ژوبل شویو دښمنانو شمير: ۶۴۹
ټول وژل ښوي او ژوبل شوي: ۱۱۳۲
نیول شوي: ۳
د شپږ مياشتني راپور سره که د جولايي مياشتې عمليات هم شامل کړو چې د ټي ټي پي په تاريخ کې تر ټولو زيات عمليات دي، نو په راپور کې به د پام وړ زياتوالی راغلی وای:
جولايي 2024 ء
وژل شوي: ۹۱
ژوبل شوي: ۱۲۴
ټول وژل شوي او ژوبل شوي: ۲۱۵
په دې حساب سره د پاکستان د حکومت په تيرو اوو مياشتو کې د ځاني زیانونو تناسب په لاندې ډول دی:
ټول وژل شوي: ۵۷۴
ټول ژوبل شوي: ۷۷۳
ټول وژل شوي او ژوبل شوي: ۱۳۴۷
د پورته مضمون په رڼا کې، موږ د دې خبرې د ثابتولو هڅه کوو چې په دې جګړه کې چې د انساني زیانونو کوم تناسب مخې ته راغلی دی، د دواړو خواوو څخه هیڅ یو اړخ هم د هغه منلو لپاره چمتو نه دی. نو پوښتنه راپورته کېږي چې بالاخره دا زیانونه څوک زغمي؟
که چیرې تحریک طالبان پاکستان (TTP) خپل زیانونه لږ ښيي، نو دا خبره تر یو حده د پوهیدو وړ ده، ځکه چې د دوی د جګړې بڼه چريکي عملیات دي، په کوم کې چې د جنګياليو د زیانونو کچه ډېره ټيټه وي او مقابل لوري ته ډېر زیات زیان اوړي. البتّه د پاکستان د دولت له خوا چې د زیانونو کومه اندازه څرګنده شوې، او تحریک طالبان پاکستان یې نه مني، نو سوال دلته پيدا کيږي چې دا زیانونه کوم مخلوق زغمي؟
دا څوک دي چې د دومره ځاني زیانونو د زغمولو سره سره بيا هم خاموش دي؟
د دې پېچلې پوښتنې د ځواب موندلو لپاره، او د دې چوپتیا د ماتولو لپاره موږ په ډاګه دا ادعا کولای شو چې کوم زیانونه تحریک طالبان پاکستان نه مني، حتماً د هغو زغمونکی کوم فضائي مخلوق نه دی، بلکې پاکستاني مظلوم عوام دي چې دا زیانونه زغمي.
دا ادعا زه بې دلیله نه کوم، بلکې د ډېرو قوي دلایلو او مضبوطو شواهدو پر بناء د پاکستان د یو آزاد اوسېدونکي په حیث دا خبره کوم. د دولتي ادارو له خوا چې د کومو زیانونه ادعا کېږي، هغه پاکستاني عوام زغمي.
خپله دغه ادعا زه د عوامو محکمې ته وروړم او د دې خبرې د روښانه کولو هڅه کوم چې د پاکستان اولسونه د دې زیانونو مسئول په دې دوو اړخونو کې کوم اړخ بولي؟
د ځينو عوامي مثالونو پر بنسټ لوستونکي په اسانۍ سره اندازه کولای شي چې په دې جګړه کې د عمومي تباهۍ کوم اړخ ذمه وار دی.
لومړۍ بيلګه:
کله چې د پاکستان اولسونه د لادرکه کسانو مسئله راپورته کړي، نو د لسیزو راهیسې د زرګونو پاکستانیانو د لادرکه کولو ذمه وار د پاکستان حکومت ګڼي او د هغوی د بیا راخوشي کولو غوښتنې له دولتي ادارو څخه کوي. عوامو هغه ادارې هم پېژندلي دي چې دا لادرکه خلک پورته کوي.
له کومه ځایه، په کومه نیټه چې څوک پورته کېږي، میندې، خویندې، زاړه او ځوانان له شاهدانو سره په محکمو او ادارو باندې ګرځي، په څلور لارو او سړکونو باندې له ډیرو چیغو وهلو وروسته نا امید شوي دي.
د سږ کال په مې میاشت کې احمد شریف په خبرې کانفرنس کې د لس زره لادرکه کسانو اعتراف وکړ چې دا خلک د ادارو سره شته، خو سره له دې هم دوی ته د قانوني چارې موقع نه ورکول کېږي.
همدارنګه دولتي ادارې چې کوم بې ګناه عوام نیسي، هغوی د ډېر وخت لپاره په کوټو کې اچوي او هېروي يې. والدین، میرمنې، ماشومانو او خپلوانو ته د خپل بچي د ژوند او مرګ هېڅ علم نه وي. د اړتیا په وخت کې یې وږي تږي ساتي، زهر ورکوي، یا په جعلي مقابلو کې دا بې یار او مددګار خلک له ژوند محروموي او په بد حالت کې وژل کیږي.
او که د یو بندي خوشې کول دوی ته مطلوب وي، نو د هغه بې چاره له خپلوانو سره اړیکه نیسي او د ډيرو پیسو غوښتنه ور څخه کوي. چې په دې سره د بندي او د هغه د خپلوانو څخه د ژوند ټولې پیسې اخلي. فالی الله المشتکی، دا خبرې هوايي نه دي، بلکې داسې حقیقت دی چې لیکونکی یې د سترګو لیدلی ګواه هم دی.
دا کار په واضحه توګه دا معنا لري چې ضرب عضب، رد الفساد یا عزم استحکام په نوم عملیاتو کې دولتي ادارو هدف زیاتره هغه عوام او سیاسي طبقې دي چې د دولتي ادارو ګټو ته خنډ وي.
دوهمه بيلګه:
د ګلګت بلتستان د غرونو څخه د بلوچستان تر ریګستانونو پورې، دا ۲۷۰۰ کیلومتره سرحدي سیمه له بېلابېلو کانونو، زېرمو او قیمتي ځنګلونو څخه ډکه ده. په دې سیمو کې د ترهګرۍ په نامه د جګړې په مسلط کولو سره دولتي ادارې په منظم پلان او منصوبه بندۍ سره دا زېرمي او قیمتي معدنیات په دواړو لاسونو لوټي. د جګړې په پیل کې بیچاره عوام په دې لوبه او منصوبه نه پوهېدل، خو د وخت په تېرېدو سره عوام په دې پوه شول چې د دې جګړې تر شا د دولتي ادارو مکروه عزایم څه وو؟
اوس د سرحدي او قبایلي سیمو عوام په دې ښه پوهېږي چې د دې ټولو منصوبو تر شا خامخا د کوم پوځي جرنیل یا افسر لاس وي.
په بله وینا، په دولتي ادارو کې که له یوې خوا لوړ پوړي جرنیلان د ترهګرۍ په نوم له امریکا څخه ډالر لوټي، نو له بلې خوا د درېمې درجې پوځي افسران د هېواد د زېرمو او عوامي حقونو په لوټولو بوخت دي.
دا وضعیت د دې خبرې ښکاره دلیل دی چې د ترهګرۍ په نوم د مسلط شوې جګړې موخه د عوامو ځپل او د دوی زېرمې قبضه کول دي.
درېمه بيلګه:
په قبایلي پټۍ باندې پاکستاني پوځ د ترهګرۍ په نوم عمومي تباهي رامنځته کړه او میلیونونه خلک یې هجرت ته اړ کړل. د جنګي الوتکو، هلیکوپټرو، امریکايي ډرونونو او توپونو په بې حسابه استعمال سره يې په سلګونه زره آبادۍ ویجاړې کړې، سلګونه جوماتونه، مدرسې او ښوونځي او روغتونونه یې خالي کړل او پوځي اډې یې ور څخه جوړې کړې او په خپل هېواد کې يې میلیونونه خلک مهاجر کړل او په کمپونو کې یې له ذلت څخه ډک ژوند تېرولو ته اړ کړل، په دې سر بېره ظلم خو لا دا و چې د دې متاثرینو په نوم دولتي ادارې نړیوالو خیریه ادارو څخه ډالر او زېرمي جمع کړل او خپل جیبونه يې پرې ډک کړل.
څلورمه بيلګه:
د پوځي ادارې “ISPR” پخواني ویاند بابر افتخار په جنوري ۲۰۱۸ کې په یوه خبرې کانفرنس کې دا انکشاف وکړ چې د رد الفساد عملیاتو تر سیوري لاندې دولتي ادارو له يو نيم لکو زیات عملیات کړي دي، حال دا چې دا هغه زمانه وه چې پوځ په ښکاره دا اعلان کړی و چې د ترهګرو ملا ماته شوې ده. او تازه د پوځ ویاند احمد شریف د ۲۳ زره څخه د زیاتو عملیاتو اعتراف وکړ او د عزم استحکام په نوم یو بل پوځي عملیات يې هم اعلان کړ. د دې عملیاتو شمېر چې وکتل شي، نو په ورځ کې ۱۱۲ عملیات کېږي. د عزم استحکام له اعلان وروسته د ټول پاکستاني ملت په شمول د ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو په بشپړ ډول دا عمليات رد کړل، ځکه چې اوس عوام په دې پوه شوي چې د دې عملیاتو هدف بې دفاع عوام وي.
اوس د غور وړ خبره دا ده چې که په هر درېم عملیات کې یو کس نیول شوی وي او د یو فرد وژل ومنل شي ((ځکه چې په دې عملیاتو کې خو یې خوږې نه وېشلې، بلکې بې هدفه ډزې، بمبارۍ او توپونه او ټانکونه په پوره توګه کارول کېږي)) نو په دې يو نيم لکو عملیاتو کې به له ۵۰ زرو څخه د زیاتو کسانو نیول او له ۵۰ زرو څخه د زیاتو کسانو وژل، تخمين کيږي.
دلته یوه بله پوښتنه هم راپورته کېږي چې که د پاکستان حکومتي ادارې د پاکستان په دننه کې په سلګونه زره عملیات کوي، نو څنګه په دومره بې شرمۍ د افغانستان څخه د ترهګرو د راتګ تورونه لګوي؟
ما ته د دولتي ادارو دا بې اساسه ادعاګانې مسخرې ښکاري، کله چې دوی وايي چې ترهګر د افغانستان خاوره کاروي.
لوستونکي دي لږ غور وکړي چې د پاکستان حکومت دا ادعا کوي چې موږ په ۲۷۰۰ کیلومتره اوږده پوله باندې له ۵۵۰ میلیونه څخه زیات امریکایي ډالر لګولي او د خاردار سيم په لګولو سره مو پوله په بشپړ ډول سیل کړې ده. اوس له چمن او تورخم څخه پرته نه څوک افغانستان ته تلای شي او نه هم له افغانستان څخه پاکستان ته راتلای شي. د دې ټولې پولې د څارنې لپاره ۸۰۰ کوچني او لوی ډرون الوتکې ګمارل شوي دي، په کومو کې چې وخت په وخت امریکایي ډرون الوتکې هم برخه اخلي. او همدارنګه په ټوله پوله کې قدم قدم پوستې، عصري تودوخې کیمرې او څراغونه او په لکونو پوځ او ایف سي ځواکونه ځای پر ځای شوي دي. نو د دې ټولو انتظاماتو سره سره څنګه ممکنه ده چې ترهګر تر پولې را تير شي؟
زما په نظر، د دې تورونو مقصد یوازې خپله ناکامي د اسلامي امارت په غاړه اچول، عوام غولول، او له امریکا څخه نور ډالر ترلاسه کول دي.
د دې شواهدو د ذکر کولو اصلي هدف مې دا دی:
هغه پوځ چې د دښمن له مقابلې څخه عاجز وي او د دولتي طاقت استعمال پر خپلو عوامو باندې پیل کړي، او جګړه یو کاروبار وګڼي، نو د هغوی شکست او ذلت ته ډېر وخت نه پاتې کېږي. اوس هم وخت شته چې دولتي ادارې هوښیاري وکړي او د عوامو پر ضد د جګړې څخه ووځي، که نه نو هغه ورځ لرې نه ده چې دا سیاسي اشرافیه او پوځي ټولۍ هم د بنګلهدېش د وزیر اعظمې حسینه واجد په څېر د عوامي مقاومت سره مخامخ شي او له تېښتې پرته بله لار به ونه لري.