‎د مجاهدينو پر بدن د خوارجو زهرجن خنجرونه!

#image_title

‎د مجاهدينو پر بدن د خوارجو زهرجن خنجرون

ابو هاجر الکردي

‎هغه کسان چې د داعش په اړه یې مطالعه کړې وي، په دې پوهېږي چې دې د نا اهلو زامنو د نړۍ په هر ګوټ کې له مجاهدینو سره څه روان کړي دي؟

‎په عراق کې د جهادي ډلو له انحلال څخه نیولې د سوریې د مجاهدینو تر منځ د فتنې او د زرګونو کسانو تر شهادت پورې د اوس عصر د خوارجو هغه تور او شرموونکی ریکارډ دی چې کله به هم هېر نه شي.

‎که موږ وغواړو چې د دې موضوع ریښه روښانه کړو، دا ممکن کلونه وخت ونیسي او زما په څېر د یو کس له وس او توان څخه بهر دي.

‎خو د الله تعالی جل جلاله په مرسته به د «داعش په نامه طاعون» په سریزه کې د ابن ملجم له مکتب د فارغو کسانو جنایتونه او انحرافات بیان کړم.

‎هغه څه چې زه یې دې ته اړ کړم چې د نن ورځې د یوې مهمې موضوع په اړه چې له داعش سره تړاو لري ولیکم؛ هغه په آفریقا کې د خوارجو او په هغه وچه کې د مجاهدینو په وړاندې وروستي خوځښتونه دي.

‎د الشباب مجاهدینو او د هغې فرعي ډلې چې په دې وروستیو کې یې په شنه قاره کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي، په دې وروستیو کې د داعش له خوا په نښه کېږي او د ترلاسه شویو احصایو له مخې د الشباب مجاهدینو په پوستو د داعش له خوا ګڼ بریدونه په سومالیا کې ثبت شوي دي.

‎که تاسو د داعش رسمي خبري آژانس (وکالة الأعماق) وڅارئ، خصوصاً د افریقا اړوند خبرونه یې، نو وبه وینو چې د دې فرقې ټول عملیات د مجاهدینو په وړاندې ثبت شوي او زهرجن خنجرونه یې تل د جهادي ډلو په بدنونو کې خښیږي.

‎د داعش اصلي موخه د لویدیځ (غرب) د هیلو پرمخ وړل دي، ځکه هغه موخې چې نړیوالو استخباراتو په لسیزو کې ترلاسه نه کړې، داعش وو چې د صلیبیانو ټوله پروژه یې په ډېره بې شرمي سره بشپړه کړه.

‎که چیرې د آفریقا علماء او مجاهدین دې مسئلې ته پام ونکړي او د افغانستان د اسلامي امارت په څېر دغه سرطاني دانه په نطفه کې لمنځه یو نسي، نه جبرانېدونکي پایلې به ولري.

ابو جلال
Exit mobile version