د بغدادي خلافت او جهادي تنظیمونه

صلاح الدین (ثاني)

 

لومړۍ برخه:

د وخت مغرورې امریکا او د هغو متحدینو د اسلام مبارک دین د له منځه وړلو لپاره سره لاسونه یو کړل، په میلیاردونو او کروړونو پیسې یې مصرف کړي، په مکر مهارت او دُنیاوي خواهشاتو سره یې په %١٠٠کې %٦٠ مسلمانان یې خطا باسل او خپل غُلامان یې وګرځول. په پاتې مُسلمه اُمت یې د وحشت او دهشت داستانونه او تاریخونه جوړ کړل.

همدا وه چې د اُمت ستورو او د محمدي مصطفی (ص) وارثانو (علماؤ) د کفارو په وړاندې د جهاد او قِتال انګیزه د مُسلمه اُمت د ځوانو نسلونو تر غوږو ورسوله. په اسلام مین ځوانانو په جهاد او قتال شروع وکړه.

لکه: افغانستان، عراق، سوریه او همداسې په نوره اسلامي نړۍ کې اُمت د بیدارۍ او د تللي برم د بیا اعادې په لورې ګړندي ګامونه اخیستي ول او نادرکه بیړۍ یې منزل ته نژدي وه؛ چې دې حالت غرب او امریکا او د هغوی متحدین ډېر وارخطا کړل.

په غرب او امریکا کې سیاسي ستراجیستیانو او تورسنیانو دا درک کړه او خبر داری یي ورکړ، چې اسلام له غرب سره ښکیلیدونکی دی. امریکا د دې دُښمني څخه د خلاصون او د را ټولو شویو مؤمنانو د انتشار لپاره داسې یو پلان طرحه کړ، چې اُمت مُسلمه یې ورباندې یو ځل بیا تیکه تیکه او وپاشه. دا پلان د داعش ایجادول وو.

 

د امریکایانو له خوا په عراق کې د داعش رامنځته کول د مُسلمه اُمت د برم او بیا اعادې لپاره یوه سمندري څپه وه، چې د اُمت د هیلو بیړۍ یې نسکوره کړه. ابوبکر البغدادي او داعش جنګیالیو یې د غربي امریکا او د یهودي اسرائيلي دولت په اشاره د عراق او سوریې په خاوره کې د جهاد او خلافت په نوم هغه ناروا کړنې ترسره کړي، چې بشریت ترینه کرکه کوله د عراق، سوریې، افغانستان، او د نړۍ له لر او بر څخه د راغلیو مهاجرو مجاهدینو ترمنځ یې د نفاق زړي وشیندل.

د شیخ اسامه بن لادن، ابو مصعب الزرقاوي او همداسې نورو مشرانو د شهادتونو څخه وروسته یې د واک، قدرت، او اُمت مُسلمه د وینو تویولو لپاره له ټولو جهادي تنظیمونو څخه د بیعت او یوځای کیدو غوښتنه وکړه، ترڅو د امریکا ګټې خوندي او د یهودو امرونه او پلانونه په سمه توګه پلي شي.

دا چي ابوبکر البغدادي څنګه خپل ځان د دولت او خلافت امیر اعلان کړ؟ څه وخت یې اعلان کړ؟ او وروسته تر اعلانیدو یې څه وکړل؟ دا به په دویمه برخه کې وړاندې شي.

نور بیا…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version