د اسلامي نظام د مزایاوو په تداوم، نن د یاد نظام څو نورې مزایاوې هم ستاسو مخته ږدو:
۵:- اسلامي نظام اخلاقي نظام دی؛
اسلام تل خپلو اتباعو ته په نېکو اخلاقو او د یو بل د حقوقو په رعایت کولو امر کوي، متعال رب د نېکو خلګو په توصیف کې داسې فرمایي: وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا. [سورة الانسان: ۷]
ژباړه: او دوی (نېکان خلګ) مسكين، يتيم او بندي ته خواړه ور كوي، سره له دې چې دوی خپله هم مینه ورسره لري، همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: “سباب المسلم فسق و قتاله کفر” رواه البخاري ومسلم
ژباړه: د مسلمان ښکنځل فسق دی او قتلول یې کفر دی.
اسلام د ټولنیز ژوندانه په څېر د جنګ په ډګر کې هم ځانګړي اخلاقي اصول لري، چې نور هیڅ نظامونه یې نه لري، مثلاً مجاهدینو ته امر کوي چې ماشومان او ښځې ونه وژني، په دې تړاو له عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روایت دی، دی وایي: کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګ په ډګر کې یوه وژل شوې ښځه ولیدله “فنهی رسول الله عن قتل النساء والصبیان” نو یې د ماشومانو او ښځو له قتلولو څخه نهی وکړه، رواه البخاري ومسلم.
همدا اسلامي نظام دی چې د ټولو حقونو ته درناوی لري، کنه هغه چا چې د ډیموکراسي لباس یې په تن دی له کوم وحشته یې درېغ وکړ؟
ډیموکراتیک نظامونو له یوه پلوه د وحشت او ظلم لارویان دي، په غزه کې د شاوخوا (۵۰۰۰۰) زره معصومو ماشومانو او سپین سرو قاتلین همدا ډیموکراتیک نظامونه دي، چې ځانونه د بشری حقوقو، تمدن او انساني اخلاقو سرلاري هم ګڼي.
دا یو داسې صفت دی، چې د اسلام د خپراوي او پراخي یو لوی لامل هم شوی دی، دېر ځله همدغه اخلاق ددې لامل ګرځېدلي، چې د یو چا تاریک زړه ته د اسلام رڼا لاره وکړي، په اوسني عصر کې یې زه دوه بیلګې دلته ذکر کوم.
لومړی: تيموتي ویکس چې د اسټرالیا اوسېدونکی و، نوموړی د امریکایي اشغال پر مهال د طالبانو لاسته ولوېد، خو دا چې د امارت هر فرد له تأسیسه تر دې دمه د اسلام په اخلاقو پوښلي دي، تيموتي ویکس یې له اخلاقو زیات اغېزمن شو، کله چې د تبادلې په ترڅ کې خپل هیواد ته لاړ، بیرته له هغه ځایه د امارت غیږې ته راغی او د اسلام هغه رڼا یې زړه ته داخله شوې وه، چې تمام عمر یې اروا په لټون کې وه او بیا جبرائیل عمر شو.
دوهم: په غزه کې د بندیانو د تبادلې خبرې روانې دي، دواړو لوریو د بندیانو په ازادولو لاس پوري کړی، خو هغه اسیران چې د مسلمانانو په بندونو کې و، هیڅ د اسارت نښې پکې نشته، دوی لکه د څه مودې په مخه چې قصدا خلوت غوره کړی وي او اوس بیرته ټولنیز ژوندانه ته راوتلي وي، دا ځکه چې له دوی سره هغه تېري نه دي شوي، کوم چې د کفارو په زندانو کې په مسلمانانو باندي په ورځني ډول ترسره کیږي، زه باور لرم چې د قسام د شازلمیو دغه اخلاق به ډېر له خپلې کږې تګلارې او تاریک مذهب څخه عدول ته اړ کړي.
حتی اسلام له حیواناتو سره لا د ظلم او وحشت اجازه خپلو اتباعو ته نه ورکوي، پدې اړوند رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: “في کل ذات کبد رطبة أجر ” رواه البخاري
ژباړه: د هر لانده جیګر له خاوند سره په احسان کولو کې اجر شته.
نو اسلام اخلاقو، تمدن، تهذیب او انساني کرامتونو ته ژمن دین دی، چې په دې تولو برخو یې مثبت رول خورا واضح دی، نو طبعا په دغه دین متکي نظام به هم انساني اخلاقو ته ژمن او ټولو بشري حقونو ته متعهد نظام وي.