د اسلامي هېوادونو تجزیه؛ د اوسني عصر داعشي خوارجو اصلي رسالت!
یوه له تر ټولو خطرناکو پدیدو څخه چې په وروستیو کلونو کې یې اسلامي امت ته سخت ګواښ جوړ کړی، د «داعش» په نوم د یوې ډلې راڅرګندېدل دي، یوه کرکجنه ډله چې د اسلامي خلافت او د مسلمانانو د یووالي په شعار سره میدان ته راووته، خو په عمل کې یې د اسلامي هېوادونو لپاره د ورانۍ، تفرقې او تجزیې پرته یې بل حاصل نه درلود.
د تېرو څو کلونو تحولاتو ته په کتلو سره په واضح ډول لیدل کېږي چې داعش، که په هوښیارۍ او که په نا هوښیارۍ سره، د اسلام د دښمنانو د اهدافو په لاره کې ګامونه پورته کړي او د اسلامي هېوادونو د سیاسي، ټولنیز او مذهبي جوړښت د ړنګولو لپاره په یوه اغېزمنه وسیله بدله شوې ده.
لوېدیځ هېوادونه له ډېرو کلونو راهیسې د اسلامي هېوادونو له یووالي، نفوس او شتمنیو څخه په وېره کې دي، ځکه دوی ښه پوهېږي چې که اسلامي امت متحد شي، نه یوازې دا چې لویې سرچینې به په اختیار کې ولري، بلکې کولای شي په نړیوالو معادلاتو کې د یوه خپلواک او اغېزمن ځواک په توګه راڅرګند شي.
له همدې امله، د اسلامي هېوادونو د تجزیې لپاره یوه پېچلې او ژوره پروژه طرحه شوه؛ یوه پروژه چې په هغې کې داعشي خوارجو د اجراییوي ځواک او د هغې د پلي کولو نقش ولوباوه، په عراق کې، داعش د سني مېشتو سیمو په نیولو او د خودخوانده خلافت بیرغ په پورته کولو سره، د قومي او مذهبي درزونو د لا زیات ژوروالي لپاره زمینه برابره کړه.
د دې په پایله کې کردانو په شمال کې د لا زیات خپلواکۍ په لور حرکت وکړ، شیعه ګانو په جنوب کې لا زیات خپلواک سیاسي جوړښتونه رامنځته کړل، او اهل سنت هم د داعش او ملیشو تر منځ په اور کې راګیر شول، په رښتیا د داعش حضور څه پایله درلوده؟ پایله یې دا وه چې یو واحد هېواد په درېیو جلا سیمو بدل شو، چې هر یوه یې د یوه بهرني ځواک تر نفوذ او اغېز لاندې راغله.
په سوریه کې هم داعش ډله د هېواد د یو شمېر برخو په نیولو سره، د بشار الاسد په مشرۍ د مرکزي دولت د پیاوړتیا، د اسد د حکومت مخالفې ډلې د قرباني کېدو، او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په پلمه هېواد ته د بهرنیو ځواکونو د ننوتلو لامل شوه.
په پایله کې، سوریه عملاً په څو سیمو ووېشل شوه: ځینې د رژیم په لاس کې پاتې شوې، ځینې د کردانو په کنټرول کې راغلې، یوه ساحه د انقلابیانو په اختیار کې وه، ځینې نورې د ترکیې او امریکا تر نفوذ لاندې راغلې، او هغه سیمې چې په موقتي ډول د داعش په لاس کې وې، ورانې او ړنګې پاتې شوې.
داعش په لیبیا کې د مرکزي دولت له ړنګېدو وروسته هم دې هېواد ته ننوت او په سرت په څېر په مهمو ښارونو کې د اډو په جوړولو سره، د ګډوډۍ شدت لا پسې زیات کړ.
لیبیا چې له قذافي څخه وروسته یې د وحدت او پرمختګ هیله درلوده، اوس په څو سیمهییزو حکومتونو او وسله والو ډلو وېشل شوې وه، په دې ترڅ کې داعش د اختلافاتو په زیاتولو او د بې هدفه ځوانانو خپل صفونو ته په جذبولو سره، د دې هېواد د تجزیې بهیر نور هم ګړندی کړ.
په لږ فکر کولو سره به پوه شو چې داعش ډله د اسلام د دښمنانو لخوا د «نوي منځني ختیځ» تر عنوان لاندې د یوې زړې او شومې نقشې اصلي اجرا کوونکې ده؛ یوه ناوړه نقشه چې هدف یې د لویو اسلامي هېوادونو په کوچنیو او کمزورو قومي او مذهبي دولتونو بدلول دي.
داعشي خوارجو د دې زهرجنې نقشې د پلي کولو په لاره کې، د فرقه ایزو شخړو په راپارولو، د پولو په له منځه وړلو، او د بهرنیو مداخلو له امله د اسلامي هېوادونو په کمزوري کولو سره، د تجزیې لاره هواره کړې او فرصت یې د بهرنیو ځواکونو د نفوذ او واکمنۍ لپاره مهیا کړی دی.
که څه هم داعش په ظاهر کې د خلافت او د امت د یووالي شعار ورکاوه، خو په باطن کې یې د اسلامي امت یووالي او پیاوړتیا ته تر ټولو لوی او ویجاړونکی ګوزار ورکړ، هغه هېوادونه چې له دې وړاندې یې د یووالي او ثبات هیله درلوده، اوس له جغرافیایي ټوټه کېدو، مذهبي نفرتونو او ړنګېدو سره مخ دي.
هغه څه چې یادونه یې اړینه ده، دا ده چې اسلامي امت باید ډېر هوښیار وي او په دې حقیقت پوه شي چې هر حرکت چې اختلاف، تفرقې او تجزیې ته لار هواروي، که څه هم د دین په نوم او یا د ښکلو لقبونو تر پردې لاندې ترسره کېږي، په حقیقت کې د اسلام د دښمنانو په خدمت کې دی او بس.