شل کاله وړاندې اسلامي امارت په ټول افغانستان له حاکمیت وروسته، د پنجشیر ولسوالۍ نیولو ته نږدې وو؛ چې د مسعود، رباني او نورو ډالر غوښتکونو امریکا او ناټو د خپلې مرستې لپاره را وبلله.
د امریکا اصلې موخه د اسلامي نظام له منځه وړل و؛ چې د اُمت د یووالي لامل ګرځېده او په راتلونکې کې د یهودو د حاکمیت لپاره خطر ګڼل کېده، مجاهدین له یوه سخت حالت سره مخ وه، امریکا د بې ګناه وګړو او عامو ځایونو بمبار کاوه او بې ګناه خلګ یې په شهادت رسول.
د همدې بمباریو په دوګ کې د بُن په غونډه کې انتخاب شوې؛ د غرب ګټو ته ژمنه کابینه تر کابل راورسیده، د کابینې اکثریت غړي هغه څوک و؛ چې کلونه کلونه غرب په ډېره ښه توګه د جمهوریت اداره کې د فساد او خیانت لپاره روزلي وو.
دا کابینه د موقت حکومت د اعلان په نوم؛ د واک په ګدۍ کښېناسته، امریکا او یادې ادارې د وحشتونو پړاو ته ننوتل او لا زور یې ور کړ، اولس ارام غوښت؛ خو د دوی له خوا یا ورک کېدل او یا په ظلم او وحشت سره په شهادت رسېدل.
دې حالاتو د ا.ا د ځواکونو د سپېڅلي جهاد احساسات بیا ځلې را ويښ او تاوده کړل، د شاهي کوټ په معرکه کې د دښمن خلاف جګړې ته یو ځل بیا د هیواد دیني قشر؛ چې ټولو انقلابونو کې د قربانۍ په اول صف کې وو؛ رامخته شو، هر ځای په ممکنه بڼه جنګ زور اخیست او تلفات ورځ تر بلې زیاتیدل، خو ټول ملت په دوه برخو ویشل شوی و؛ یو خوا سپېڅلی طالب بل خوا د حکومت په نوم اشغالګر او داخلي ملاتړي.
طالب امن غوښت، د شریعت تطبیق یې هدف وو، هيڅ ډول بهرنی یې نه مانه، په دې لاره کې حتی د کورنیو د غړو له خوا به یې هم کله ناکله همکاري نه کیده، خو بیا هم اولس له توانه ډېره مرسته ور سره کول، د ټول انقلاب مالي تمویل یې اولس وکړ، د زخم، زندان ، تکالیفو او شهادت سره به یې لا عظمونه پیاوړې کېدل.
بلې خوا ته اشغالګرو د اسلام د له منځه وړلو هڅې کولې، د ۵۲ هیوادونو ملاتړ او درنېاسلحې یې درلودې، خو ورځ تر بلهې یې مورال کمزوری کیده، د ولس په داړلو یې د مېړانې مډال له یهودو اخیسته، مړینه یې د شهادت او جنت لپاره نه؛ بلکې د غرب څخه د راغلو لپاره وه، د مادیاتو په شوق کې دومره غرق و؛ چې پوره شل کاله کې یې حق او ناحق درک نه کړ.
شل کاله د حق او باطل معرکې ونیول، بلاخره مجهزه، قوي او په کمیت ډېره؛ خو باطله ډله ناکامه شوه، بلې خوا ته د تجهیز له پلوه کمزورې، په کمیت کمه؛ خو د ایمان په وسله سمباله او پیاوړې پرګنه واک ته ورسیدل، واک ته له رسیدو سره سم یې د غچ او انتقام پر ځای عمومي عفوه وکړه، قاتل یې وباښه، د هیواد ابادۍ ته یې کار ووایه، اوس الحَمْدُ ِلله له درې کلن مزل وروسته؛ دا ایمانداره خلګ دې حد ته رسیدلي، چې د اُمت د مړاو هیلو د را ژوندي کېدو سبب شي.