المرصاد ته امنیتي سرچینو ویلي چې په اورکزیو کې د دوو قومندانانو په شمول نهه داعشیان په یوه برید کې وژل شوي دي.

سرچینې وایي، تېره شپه د اورکزیو د غلجو په تورکاڼي او نریک سیمه کې له داعشیانو سره نښته رامنځته شوه، چې په نتیجه کې یې د دوو مهمو قومندانانو په شمول نهه داعشيان له منځه ولاړل.

د سرچینو له قوله، د تیرې شپې په نښته کې وژل شوي قومندانان (حاجي عبدالرحمن، چې په ابو ناصر مشهور و، او ملا فاروقي) په اورکزیو کې د داعشیانو له مهمو کسانو ګڼل کېدل. دوی کوښښ کاوه چې په یاده سیمه کې خپل مرکزونه او موجودیت پیاوړی کړي.

المرصاد تر قتلېدو وروسته د وژل شویو داعشیانو عکسونه هم له خپلو منابعو ترلاسه کړي دي.

د یادونې وړ ده، وړمه شپه هم د تیرا په توردره سیمه کې د داعشیانو پر یوه ډله عملیات ترسره شوي وو، چې المرصاد یې ویډیوګانې هم خپرې کړې.

Exit mobile version