ګرانو لوستونکو د پورتنی موضوع د وضاحت او تشریح لپاره غواړم چې پر یو څو عنواناتو بحث وکړو، ترڅو زمونږ د بحث موضوع ښه څرګنده شي:
١- د اسلامي نظام تعریف (پيژندنه)
٢- د اسلامي نظام نومونه
٣- د اسلامي نظام لپاره د امارت لزوم
٤- د اسلامي امارت لپاره د اسلامي نظام شرطونه
٥- د اسلامي امارت په خلاف شبهات او د هغوی جوابونه
لومړی راځو د اسلامي نظام تعریف او پېژندنې ته:
اسلامي نظام یوه داسي نظام ته ويل کېږي چې جوړښت، موخه، قانون او تطبيق یې په اصولو او فرعو کې د اسلامي شریعت موافق وي، يا په بل عبارت؛ د الله جل جلاله احکام د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په طريقه، د الله جل جلاله په مځکه نافذول اسلامي نظام بلل کيږي.
مطلب دا چې نظام به خپله مسلمانان جوړوي، خپل تر وسه به سل سلنه شریعت نافذوي، نظام به د کلمة الله د لوړولو په موخه جوړوي، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په کړنلارو به تطبيق کيږي او ورسره به هغه اصول هم په پام کې نيول کيږي پر کومو چې اسلامي نظام ولاړ وي، هغه اصول په لاندي ډول دي.
١- اول اصل دا دی چې د اسلامي نظام مشر به مسلمان وي او د مشرۍ شرعي اهليت به لري، ځکه که مشر مسلمان نه وي يا هم شرعي اهلیت ونه لري بيا ور څخه د اسلامي نظام د پلي کولو توقع نشي کېدای.
٢- دوهم اصل د اسلامي شريعت حاکميت دی، د اسلامي نظام د ټولو چارو لومړنی اساسي مصدر او مرجع اسلامي شريعت ګڼل کيږي، بناءً قانون به اصلاً او مقصداً اسلامي وي.
٣-دريم اصل تمرکز دی، یعنې اسلامي نظام به یو واحد نظام وي، پاشلی، ائتلافي؛ پر قومي، فکري، حزبي او ديني ويشونو به بناء نه وي، هر څوک چې دې نظام کې وي د اهليت پر بناء به وي، اسلامي نظام هیواد او مسلمان ملت به ژمن وي.
۴- څلورم اصل شوری ده، چي د خپلو ځانګړنو لرونکي خلګ به پکې وي او يوازي په نا منصوصو، غير اجتهادي مسايلو کې بحث او نظر ور کولی شي، که موضوع منصوصه وه شوری به پکې کار نه لري، او که په اجتهاد پورې یې تړاو و، علماء کرامو ته به سپارل کيږي.
۵- پنځم اصل دا دی چې اسلامي نظام به د شريعت د پنځو مقاصدو سرماتی ساتونکی وي: د دين ساتنه، د انساني ژوند ساتنه، د انساني عقل ساتنه، د انساني کرامت ساتنه، د مال ساتنه.