له لسیزو جګړو او ناخوالو وروسته، افغانان د امن او سوکالۍ احساس کوي؛ خو ازلي دښمنان د افغانانو د امن او سوکالۍ په وړاندې خپلې وروستۍ حربې ازمويي. افغانان په ګاونډیتوب کې د خپلې عقیدې پر اساس تر ټولو ژمن، مخلص، مېلمهپال او مشفق خلک دي. د همدې صفاتو له امله پاکستان او رژیم یې تل د افغانانو له صداقت او اخلاص څخه ناسمه استفاده کړې ده.
په اوس وخت کې د پاکستان د رژیم له لوري د افغانانو په وړاندې د ناامنۍ او تخریب د ډلو ملاتړ، انسجام او روزنه هغه څه په ګوته کوي چې د افغانانو په وړاندې د پاکستاني رژیم ښه نیت نه شته. ښه نیت خو یې له لسیزو راهیسې نه درلود، خو د افغانانو حوصلهازمایښت یې تل د افغانانو کمزوري او ناپوهي حساب کړې ده.
وروستیو څېړنو او عملیاتو، چې د پاکستان په قلمرو او سرحدي سیمو کې ترسره شول، ثابته کړه چې د شر، فساد او فتنې اچوونې جبهې د یاد رژیم له لوري د مالي، فکري او خپلو موخو لپاره روزل او کارول کېږي، چې په مقابل کې یې د پاکستان رژیم له نړیوالو استخباراتي کړیو څخه کریډیټ ترلاسه کوي او خپل شته اقتصادي بحران رفع کوي؛ خو وروستیو عملیاتو د پاکستان د رژیم دغه ناولې او شرمنده کړۍ داسې وځپلې چې شته او پر لاره اچول شوي شوم اهداف یې د ګټې پر ځای د زیان په منبع بدل شول.
د تاریخ په پاڼو کې د مسلمانانو حقیقي نظام هېڅ شریر عنصر ته د غځېدو او پایښت موقع نه ورکوي. نن موږ هم د فساد، تخریب او ناامنۍ د ایجاد پروژهيي ډلو، ټپلو او بادارانو ته دا موقع نه ورکوو چې زموږ په خاوره کې د ناامنۍ او تخریب په نیت هر څه پایښت او دوام ته ورسوي؛ بلکې نن موږ دا مسؤولیت او ځواک لرو چې د فساد، تخریب او شرارت اډې او کمپونه، مخکې له دې چې پښې یې ټینګې شي، د خپل قاطعیت او ځیرکتیا په وسیله له ریښو وباسو.
د پاکستان مسلمان ولس او سیاستوالو ته بیا هم د عقیدوي او فرهنګي ورورولۍ په خطاب غږ کوو چې افغانستان او افغانان د دېرشو کالو پخوا د ولس او نظام په څېر مه درک کوئ، چې تاسې به د یوه مکار، بلواک او اجیر رژیم د شومو اهدافو ښکار وګرځئ. نن د افغانستان اسلامي امارت، په خپل ځیرک او مدبر سیاست او نظام سره، د دې جوګه شوی چې د خپل ولس او نظام په وړاندې تخریبي عناصر او اهداف، د داخل سربېره، په بهر کې هم په مدبرانه، ځیرک او غاښماتوونکي عمل وځپي. همدا یې په لنډ وخت کې ستاسو او نړۍ په حضور کې ثابت کړي هم دي.
د هر شر، فساد او تخریبي جهت په وړاندې قاطعیت او جدیت د اسلامي امارت د استخباراتي نظام پالیسي ده، چې هېڅکله باطل او تخریبي عناصرو ته د انسجام، دوام، جریان او تکرار اجازه نه ورکوي. همدا پالیسي یې د دفاع پر ځای تهاجم او د تکرار د مخنیوي په برخه کې د اسلامي امارت قاطعیت وبولئ.












































