د انساني نفسیاتو یو منل شوی اصل دا دی چې کله یو انسان د خپلې کمزورۍ یا ناکامۍ له منلو یا زغملو څخه عاجز وي، نو خپل غوسه او مایوسي د داسې لوري پر وړاندې اړوي چې هغه یې د مقابلې وړ نه ګڼي. د نفسیاتو په اصطلاح کې دې ته د «احساساتو انتقال» (Displacement) ویل کېږي، او په عامه ژبه کې یې د « د سپي وهل» (Kick the Dog) مثال ورکول کېږي؛ داسې چې په دفتر کې له مشر څخه رټل شوی کارکوونکی کور ته راشي او خپله غوسه پر بېګناه ماشومانو وباسي.
افسوس دا چې کله همدا نفسیاتي حالت د ریاستي امنیتي جوړښتونو او بهرني سیاست برخه وګرځي، نو دا یوازې اخلاقي سقوط نه پاتې کېږي، بلکې دا داسې ستراتیژیکه ګډوډي/کړکېچ جوړوي چې ټولې سیمې ته خپرېږي او ټول سیمه پخپل اغېز کې راولي. نن د پاکستان پوځي بیانیه او له ګاونډیو هېوادونو سره د هغې چلند د همدې ناپوهه نفسیاتي او سیاسي تضاد یوه کلاسیکه او ویرونکې بېلګه ګرځېدلې ده.
په وروستیو ورځو کې د کراچۍ په زړه کې د رېنجرز پر مرکزي دفتر د یوې وسلوالې ډلې «جماعت الاحرار» د ادعا شوې حملې او له هغې وروسته رامنځته شوي ټول وضعیت د پاکستان د پوځ دا تضاد په بشپړ ډول څرګند کړ. د راپورونو له مخې، یوازې اووه تر نهو پورې بریدګرو دغه ستر مرکز په نښه کړی، چې د آزادو سرچینو په وینا پکې له څلورویشت څخه زیات رېنجرز وژل شوي دي.
اوس یو عادي او منطقي ذهن به دا پوښتنه کوي چې دا بریدګر له کومه راغلل؟ د هغوی تګلاره څه وه؟
خو د پاکستان دولت او پوځ د دې داخلي استخباراتي ناکامۍ د څېړلو پر ځای په څو ساعتونو کې داسې روایت جوړ کړ چې ګواکې په بریدګرو کې یو افغان وګړی هم شامل و، چې څو ورځې مخکې له فرصي کرښې اوښتی و. پوځ د دې نیول شوي کس یوه ویډیو هم خپره کړه، خو دلته د روایت لومړۍ خښته له ځایه ووتله.
په ویډیو کې د هغه د خبرو لهجې، طرز او ژبني جوړښت دا ښودله چې هغه د پېښور او شاوخوا سیمو د پښتو سره تړاو لري، نه د افغانستان د کوم ولایت له لهجې سره. دا ژبنی تضاد په خپله دا څرګندوي چې پوځ خپل روایت د واقعي حقایقو پر ځای د ځانګړو ستراتیژیکو موخو له مخې جوړوي. د دې ټولې کیسې تر ټولو حیرانوونکی اړخ د پاکستاني استخباراتو هغه «انتخابي فعالیت» دی چې عقل ورته حیران پاتې کېږي.
له یوې خوا د پاکستان دولت او پوځ ادعا کوي چې د چترال څخه تر کندهار پورې په ټوله کرښه میلیاردونه روپۍ مصرف شوي، اغزن سیم لګول شوی او د بایومیټریک او حرارتي ټیکنالوژۍ عصري سیستمونه نصب دي. خو بیا هم کله چې وسله وال د باجوړ څخه تر خیبر پښتونخوا، پنجاب یا بلوچستان پورې د شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره واټن په اوږدو کې د وسلو سره رسېږي، نو استخباراتي نظام په خوب ویده وي.
خو کله چې په کراچۍ کې چاودنه وشي، همدغه نظام په څو ساعتونو کې ناڅاپه بیدار شي او نه یوازې دا چې د برید سرچینې معلومې کړي، بلکې د شپې په اوږدو کې د افغانستان په کنړ، پکتیا او پکتیکا کې د ادعا شویو مرکزونو په نښه کولو او بمبارۍ ته هم رسېږي. پوښتنه دا ده چې هغه نظام چې د خپلې خاورې دننه د ۱۵۰۰ کیلومتره سفر پر مهال له وسله والو بېخبره وي، څنګه د بل هېواد په غرنیو سیمو کې ناڅاپه دومره دقیق او چټک شي؟
د پاکستان د پوځ دا تضاد په حقیقت کې دا ښيي چې له کرښې هاخوا عملیات کوم ناڅاپي استخباراتي اقدام نه و، بلکې د خپلې ناکامۍ د پټولو هڅه وه؛ څو د خلکو غوسه بل لوري ته واړول شي او پړه پر ګاونډي واچول شي. په دې ټوله سناریو کې پاکستاني رسنیو او ځینو تش په نوم فکري مرکزونو هم هماغه دودیز رول ادا کړ، چې له پوځي روایت سره سم وي. دوی د رسمي خبري غونډو روایت بې له پوښتنې ومنه او د افغانستان پر ضد یې یو مصنوعي جنګي فضا جوړه کړه، او هېڅ داسې جرات ونه شو چې د سرحدي مدیریت، د لارې څارنې او استخباراتي همغږۍ په اړه بنسټیزې پوښتنې راپورته کړي. بلکې که څوک دا ډول پوښتنې وکړي، نو هغه یا خاین بلل کېږي یا د «ترهګرو ملاتړی»، او یا له منځه وړل کېږي. د پاکستان په دې ظالمانه چلند کې بل ژور تضاد د «قدرت عدم توازن» (Power Asymmetry) دی.
پاکستان تل دا ادعا کوي چې په بلوچستان کې د بلوچ لبریشن آرمي (BLA) د عملیاتو تر شا د هند لاس دی او مشران یې په ایران کې پټ دي. خو عجیبه دا ده چې دا هېواد هېڅکله د هند یا ایران په خاوره کې د ورته ډول هوایي بریدونو جرأت نه کوي، لکه څنګه چې یې په افغانستان کې کوي. د دې علت واضح دی: د متقابلې وېرې توازن.
پاکستاني پوځ ته معلومه ده چې هند او ایران عصري هوایي ځواکونه او پرمختللي میزایل سیستمونه لري، او هر ډول برید به یې سمدستي او سخت ځواب وویني. برعکس افغانستان په دې وخت کې نه عصري هوایي دفاع لري او نه جنګي الوتکې، نو ځکه پاکستاني پوځ دلته ځان «زمرۍ» ښيي او د اسرائیل رژیم په څېر د ملکي خلکو پر کورونو بمبارۍ کوي.
اصلي حقیقت دا دی چې په پاکستان کې ټولې وسله والې او سیاسي خوځښتونه د دولت د خپلو خلکو پر وړاندې د ظلم، اقتصادي او سیاسي حقونو د ضایع کېدو او جبري ورکېدو طبیعي غبرګون دی. تاریخ شاهدي ورکوي چې کله پر خپلو خلکو ټوپک ونیول شي، هلته مقاومت خامخا زېږي. که نیت رښتینی وي، نو حل یې سیاسي خبرې، پرمختګ او د حقونو ورکړه ده، څو وسله والې ډلې بې وسلې او په ملي بهیر کې شاملې شي.
خو دا کار ځکه نه کېږي چې پوځ دا داخلي ناارامي یوازې امنیتي مسئله نه، بلکې یوه «جنګي اقتصاد» ګرځولې ده.
تر څو چې دا ډول فرضي یا واقعي خطر موجود وي، تر هغه پورې د دفاعي بودیجې زیاتوالی، د اشرافو امتیازات او پر سیاست او اقتصاد کنټرول مشروع ګڼل کېږي. خو د تاریخ یو درس دا هم دی چې ظلم او تضادونه یوه ټاکلې موده لري. افغانستان هغه خاوره ده چې د مادي وسایلو له کمښت سره سره یې د الله تعالی پر توکل سره د شوروي اتحاد او امریکا په څېر نړیوالو زبرځواکونه تسلیمۍ ته اړ کړي دي.
که د پاکستان امنیتي اشرافیه خپلې ناکامۍ تل پر افغان ولس ور اچوي او د دلته بېګناه انسانانو وینه تویول خپل عادت ګرځوي، نو دوی د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته د داسې دایمي کرکې او غبرګون تخم شیندي، چې یوه ورځ به د پاکستان د پوځ ټول داخلي امنیتي جوړښت هغه کړکېچ او پېچلتیا ته ورټېل وهي، چې له هغې څخه د وتلو هېڅ لاره به پاتې نه وي. د وخت غوښتنه دا ده چې د ګاونډي پر دېوال د کاڼو غورځولو او د قرباني د بزو لټولو پر ځای انسان خپل ځان ته وګوري او خپلې داخلي نیمګړتیاوې سمې کړي.










































