داعش او پاکستان له رواني او فکري جګړې څنګه استفاده کوي؟
دا چې د فکري او رواني جګړې په بېلابېلو اړخونو تر یوې اندازې بحث وشو، اوس غواړو د موضوع پر بله برخه تر یوې اندازې رڼا واچوو. موږ په مخکنیو معلوماتو کې پر دې بحث وکړ چې کفري ملکونه هڅه کوي چې د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو او د رواني جګړې د پرمخ وړلو لپاره، تش په نوم اسلامي هېوادونه خپلو اهدافو ته د رسېدو ابزار جوړوي او همدارنګه په کې تش په نوم د کمزورې عقیدې او فکر اشخاص د خپلو ځانونو په ګټه جوړوي.
په همدې هېوادونو کې ځینې نړیوال قدرتونه د خپلو سیاسي او ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو سیمهییزو لوبغاړو، رسنیو او استخباراتي شبکو او په ځانګړې توګه له داعش او پاکستان فوځي رژیم څخه ګټه اخلي او د فکري او رواني جګړې ډګر پراخوي.
په همدې تړاو، د داعش په څېر ډلې د بهرنیو قدرتونو د ستراتیژیو له پایلو یا پروژو څخه دي. امریکا او یو شمېر نور کفري هېوادونه د خپلو سیمهییزو موخو د پرمخ وړلو لپاره د پاکستان فوځي رژیم په ګډون له ځینو سیمهییزو لارو او شبکو څخه استفاده کوي. د اسلامي امت د کمزوري کولو، د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې خپرولو او د ناامنۍ د دوام سبب ګرځي.
پاکستان هڅه کوي چې له رواني او فکري جګړې څخه په استفادې خپلو شومو موخو «چې د کفر غلامي او د ځان بقا ده» ته ورسېږي؛ دوی په سیمه کې د ناامنۍ رامنځته کولو په موخه د بېلابېلو تروریستي ډلو او ګروپونو د رامنځته کولو لوبغاړي دي، چې له تروریستي ډلو له جملې څخه یو هم داعش ده.
دوی په ګډه (د پاکستان فوځي رژیم + داعش) په سیمه کې د تروریستي کړنو د پرمخ وړلو پروژې په لاره اچوي او وروسته د تبلیغاتو پر مټ ځان بېطرفه او یا هم خپل ځان د دې کړنو قرباني معرفي کوي.
* د جیدو علماوو او شیوخو کرامو شهیدانول؛
* د قومي سپینږیرو او مشرانو بدنامول، بندي کول او شهیدانول؛
* د قومونو او سمتونو تر نومونو لاندې تعصبونو ته لمن وهل؛
* تر پاکو شعارونو لاندې د خلکو راپارول، مظاهرې او اعتصابونه کول.
دا ټولې هغه کړنې دي چې د پاکستان فوځي رژیم او داعش یې په ګډه پرمخ وړي او په ګډه یې د رواني، فکري او تبلیغاتي رسنیز پروګرامونه په لاره اچوي. جعلي ویډیوګانې، جعلي مطبوعاتي اعلامیې په داسې توګه ترتیبوي چې ګواکې دا کړنې د دوی نه دي، او پړه یې په نورو اړخونو ور اچوي.
علماء، شیوخ کرام، قومي مخور، ځوان فعالان او داسې نور لومړی دې ته مجبور کړي، ترڅو د نورو هېوادونو، سیاسي احزابو او په ځانګړي توګه د اسلامي امارت پر وړاندې توند دریځ ونیسي او په اړه یې توند او د شرایطو مخالف بیانونه ورکړي، خو وروسته بیا همدغه داعش او د پاکستان فوځي رژیم یې د له منځه وړلو هڅه کوي.
کله چې داعش او د پاکستان فوځي رژیم داسې تروریستي کړنې ترسره کړي، وروسته یې د ځان پاک ښودلو او برائت ترلاسه کولو لپاره، د رواني او تبلیغاتي موخو ته د رسېدو په موخه، جعلي او تش په نوم اعلامیې خپروي. دوی د دې کار لپاره په زرګونو ټولنیزو رسنیو جعلي ادرسونه لري، ترڅو یې په اړه پراخ دروغجن تبلیغات ترسره کړي.
همدارنګه د جعلي ټولنیزو ادرسونو تر څنګ یې په زرګونو تلویزیونونه، راډیوګانې، چاپي خپرونې فعالې ساتلې او مخکې له مخکې د خپلو وحشي او تروریستي کړنو د پټ ساتلو او پر نورو باندې د داسې کړنو د ور اچولو لپاره پراخ تبلیغاتي مواد چمتو کوي او له دې لارې د خلکو ذهنونه مغشوشوي، ترڅو له خلکو اصل موضوعات پټ پاتې شي.
یوه بله لار چې داعش او د پاکستان فوځي رژیم خپله کړې، هغه دا ده چې دوی د ملا، عالم، استاد، قومي مشر تر نومونو لاندې جعلي اشخاص روزلي او روزي یې، او د همدې نومونو څخه په استفاده خپل شوم اهداف، چې فکري او عقیدوي تسخیر دی، ځان ته رسوي. لنډه دا چې رواني او فکري جګړه د کفري نړۍ، په ځانګړې توګه د پاکستاني رژیم، داعش او امریکا، له هغو پټو او اغېزناکو جګړو څخه ده چې د مسلمه امت د اذهانو د تسخیر او خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره تنظیمېږي.
که څه هم په دې جګړه کې فزیکي وسلې نه کارول کېږي، خو پایلې یې ډېرې ژورې او اوږدمهالې وي؛ له همدې امله د علم، بصیرت، دقیقو معلوماتو او رسنیز پوهاوي له لارې د دې ډول جګړې پېژندل او ورسره مقابله د هرې ټولنې لپاره مهمه اړتیا ده.











































