د سلطان محمد فاتح دا عادت و چې هغه به خپله موخه چا ته نه ویل او په دې اړه به يې راز ساته او همداسې به يې خپل دښمن په غفلت او حيرانتيا کې پرېښوده، چا ته هیڅ نه معلومېده چې کله به د هغه سره په جګړه ښکېل کېږي، هغه به یو دم په جګړه ایزو کارونو پيل کاوه او دښمن ته به يې د تياري هيڅ وخت نه ورکاوه.
يو ځل يو قاضي له سلطانه وپوښتل چې لښکر په کومه خوا بيايي، سلطان ورته وویل: که زما د ږیري یوه وېښته ته دا معلومات وشو، چې زه لښکر کوم خوا ته بیایم، نو وبه يې باسم او اورته به یې ور واچوم. سلطان غوښتل چې اسلامي فتوحات له جنوبي ایټالیا څخه تر شمال پورې ورسېږي. هغه فرانسه هسپانیه او له هغې پورې خوا ته قومونه او هېوادونه نیول او د خپلې امپراتورۍ برخه جوړول غوښتل، خو ژوند وخت ورنه کړ.
اسلامي نړۍ ته د سلطان له وفات وروسته ډېر زیان ورسېده، ټوله اسلامي نړۍ له درد او غمه چیغې وهلې، هرې خوا ته د غم ورېځې خپرې وې، هغه سرتېری چې بریاو ته یې نړۍ حيرانه وه خاورو ته ولاړ، چا چې د لومړنيو پېړيو د غزا وختونه دریادول.
عبد الحي بن العماد حنبلي د سلطان فاتح د مړينې په اړه وايي: هغه د بني عثمان له بهترینو مشرانو وو، د عظمت، فضیلیت خاوند او نهایت دروند بادشاه و؛ په جګړه ایزو کارونو کې تر ټولو مخکې او په زور کې تر ټولو پاچاهانو زورور، ثابت قدم او په الله تر ټولو ډېر توکل کوونکی و، د ډېرو فضيلتونو خاوند و، د تاريخ په پاڼو کې به د ده اغېزې داسې پاتې وي چې هيڅ څوک به یې له مینځه نشي وړای.
هغه داسې جګړه وکړه چې صليبيان يې ټوټې ټوټې کړل، د هغه لویه کارنامه د قسطنطنیې نيول و، چې په وچه د کښتیو وړل او له بحر و ځمکې څخه د دې ښار کلابندي وه، يوه داسې کارنامه چې هیڅکله به هېره نه شي، سلطان محمد فاتح له خپل لښکر سره دا ښار تر پنځوس ورځو سخت کلابند وساته، په کلا کې دننه په نامسلمانو سختي وه او د سلطان په سرتېرو د الله تعالی رحم و، په نامسلمانو يې پر له پسې بریدونه کول، خو الله جل جلاله د دوی مرسته په ملایکو وکړه، بېشکه الله تعالی په ټولو غالب ذات دی.











































