د ۲۰۲۶ کال د جون ۲۸ نيټه پاکستاني پوځي رژيم يو ځل بيا د افغانستان حريم نقض کړ او فرضي کرښې ته نږدې سیمو کې يې هوايي بریدونه ترسره کړل. د پاکستاني چارواکو په وینا، دا «ټارګیټ شوی عملیات» وو چې په نتیجه کې یې ۲۹ «ترهګر» وژل شوي دي. خو د افغانستان مسؤلو چارواکو ویلي چې په دغو بریدونو کې لسګونه بې ګناه ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، وژل شوي او ژوبل شوي دي. دا پیښه د پاکستاني پوځ د ناسمو پالیسیو او د ګاونډي هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې یوه بله روښانه بېلګه ګڼل کیږي.
پاکستاني پوځ او د هغوی رسمي ویاند (ISPR) په منظمه توګه خپلې ناکامۍ په افغانستان او بهرنیو لاسونو اچوي. په کراچۍ کې د پاکستان د نيمه مليشه ځواک يا رینجرز په مرکز باندې ترسره شوی برید، چې په نتیجه کې یې د رينجرز ځواک څو سرتېري ووژل شول، مسوولیت يې د جماعت الاحرار تنظيم لخوا واخستل شو.
دا برید په پاکستاني خاوره کې ترسره شوی او د هغې مسؤلیت هم یو پاکستاني الاصل جهادي تنظيم په غاړه اخیستی دی. حقیقت دا دی چې دا تنظيم په پاکستان کې فعال دی او له پاکستاني خاورې څخه عملیات کوي، پوځ نه مني او د هغوي د جبر، ظلم او د پوځي رژيم له لوري په روغ لاس د قبایلي سیمو د ناامنه کولو پرضد راپاڅېدلي دي.
پاکستاني پوځ او ISPR تل دا کیسه تکراروي چې “ټي ټي پي په افغانستان کې پټ دي” او افغانستان ورته “محفوظ ځای” ورکوي. دا یو لوی درواغ دي. ټي ټي پي (تحریک طالبان پاکستان) د پاکستان خپله داخلي ستونزه ده. دا خوځښت په پاکستان کې راپورته شوی، په پاکستاني چاپېریال کې يې قوت موندلی او د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو د تېرو ناکامو ستراتیژیو له امله یې وده کړې ده.
اوس چې دا خوځښت په پاکستان کې تاوتریخوالی زیاتوي، پوځ یې مسؤلیت په افغانستان اړوي ترڅو خپلې ناکامۍ پټې کړي. او پر ځای د دې چې خپل داخلي امنیتي ضعفونه حل کړي، هڅه کوي چې ټوله پړه په افغانستان واچوي او د فرضي کرښې سره دپرتو سیمو ثبات له خطر سره مخامخ کړي.
افغانستان د خپلې خاورې له استعمال څخه د نورو هېوادونو پر ضد په کلکه ډول مخنیوی کوي او له ترهګرۍ سره مبارزه کوي. پاکستان بیا تل د «ترهګرۍ» بهانه کاروي ترڅو په افغانستان کې پوځي لاسوهنه وکړي، له ډيورنډ کرښې سره نيژدي سیمې ناامنه کړي او د دوه اړخیزو اړیکو خرابولو لامل شي. دا ډول بریدونه نه یوازې ملکي تلفات زیاتوي، بلکې د سیمې د سولې او ثبات لپاره جدي ګواښ هم دی.
پاکستان باید خپل کور وګوري. په خپل هېواد کې د ټي ټي پي او نورو وسله والو تنظیمونو شتون او د ملاتړ شبکه وڅېړي. په هغه پالیسیو بیاکتنه وکړي چې په تیرو لسیزو کې یې دغه ډول تنظيمونه راپورته کړي، پر ځای ددې چې افغانستان په لور ګوتې ونيسي، خپل داخلي امنیتي او استخباراتي ضعفونه دې له منځه یوسي. د پاکستاني پوځ دا «ځوابي عملیات» په حقیقت کې د بې ګناه افغان ملکي وګړو پر وړاندې ستر جنګي جنایت دی.
نړیوال باید د پاکستاني پوځ دا تاوتریخوالی په کلکه وغندي او اسلام آباد ته ووايي چې خپلې داخلي ستونزې په ګاونډي هېواد کې مه لټوئ. ټي ټي پي د پاکستان داخلي مسله ده او باید په پاکستان کې حل شي، نه دا چې د افغانستان په خاوره باندې ړنده بمباري وشي. دا د پوځي مشرتابه بربنډه ناکامي ده چې د خپل هېواد امنیت نه شي ساتلی او پر ځای یې ګاونډي هېواد ته تاوان رسوي. ددواړو هېوادونو تر منځ تلپاتې سوله او همکاري یوازې هغه وخت ممکنه ده چې پاکستان خپلې تېروتنې ومني او له افغانستان سره په برابرۍ او د احترام په بنسټ اړیکې جوړې کړي.
سربېره په دې، پاکستان هم زمان د تېرې مزدورې ادارې رټل شوي اربکيان په بلوچستان کې ساتي او هلته يې هغوی ته استخباراتي کارډونه، اسلحې او نوره زمينه سازي هم کړېده. همدارنګه يې د خیبر پښتونخوا په قبايلي سيمو کې د داعش ترهګرې ډلې لپاره د روزنې او بستر لپاره مرکزونه فعال کړيدي او اکمالات يې هم کوي. څه موده وړاندې المرصاد د محمد اقبال په نوم د يو تن داعشي هغه اعتراف نشر کړ، چې په قبايلي سيمو کې یې د داعش او د پوځ د اړيکو او لارو چينلونه سره وصل کول. نوموړي پخپل اعتراف کې وويل، چې پاکستان پوځ هڅه کوي، چې د داعش له لارې سيمه بې ثباته او خپل شيطاني اهداف پوره کړي.











































