په یویشتمه پیړې کې امریکا او متحدینو یې د خپل واک د دوام په موخه نوي عملیات اعلان کړل، د دې عملیاتو عمده هدف د خپلو مخالفینو له منځه وړل وو.
دوی د ځمکې پر مخ بغیر له مسلمان بل داسې څوک نه لیده چې د واک د دوام لپاره دې خنډ جوړ شي، په اسلامي هیوادونو کې یې د جنګ د شروع اړوند ټول پلان چمتو کړ، ځینو هیوادونو کې د اُمت د ځپلو لپاره خپله او په ځینو هیوادونو کې یې د نیابتي ډلو لکه داعش په جوړولو پیل وکړ.
داعش او ورته نورو نیابتي ډلو هم د دوی حضور ته زمینه مساعدوله او هم یې اسلام بدناماوه، امریکا هم له خپلې مخامخې جګړې بهتره ګڼله؛ چې د دوی پلان دې داعش مخته یوسي.
د پلان د تطبیق وخت راغی، په عراق او افغانستان یې حمله وکړه خو د حملې د جواز لپاره یې هیڅ بهانه نه درلوده، مجبور شول چې د افغانستان په ا.ا د بهرنیو مجاهدینو اړوند فشار راولي، د هغوی د ور سپارلو غوښتنه یې کوله، خو هدف یې جګړې ته لاره هوارول وو، هم هغه وو چې په همدې موضوع جګړه پیل شوه.
په یویشتمه پیړۍ کې ایمان او مادیت په معرکه کې سره اخته شول، زیات شمیر خلک په مادیاتو او کم شمیر یې د ایمان په ملاتړ میدان ته ښکته شول، دې مبارزې دوه لسیزې وخت ونیو، بلاخره کم تعداد لرونکې ایمانداره ډله بریالۍ شوه الحَمْدُ ِلله.
خو د تیر شل کلن اشغال په دور کې امریکا او داعش ځینې اهداف لرل لکه:
۱.د اسلام شکل او معنا تغیرول:
یعنې اسلام به وي خو داسې اسلام چې نیمګړی به وي، ټول احکام به تغیر وي او یوازې نوم به د اسلام پاتي کیږي، مسلمان یې داسې مسلمانۍ ته سوق کاوه؛ چې د (هندو ستړی، خدای ناراضه) متل مصداق شي، په دې هدف کې له امریکا داعش ډیر رول ولوباوه؛ ځکه د مسلمان په نوم یې اسلام تخریب کړ.
۲.د نظامي مخالفینو له منځه وړل:
په دې عصر کې نړۍ د امریکا هیژمون ته تسلیم وه، هیچا د امریکا او متحدینو سره یې د ټکر سوچ نه کاوه خو د اسلامي امارت نظام او ورسره نور مهاجر ملګرو یې له امریکا او د هغوۍ له پوځي قوت هیڅ ویره نه درلوده، د ایمان په وسله یې د امریکا نظام چلنج کاوه، له همدې امله یې امریکا د ختمولو هڅه کول، ځکه قوت یې یوازې امریکا نه بلکې ټولو یهودو ته خطر او د اسلامي نظام د عروج لامل ګرځید، بلې خوا ته داعش پخپله د اسلام په جامه کې زرګونه ځوانان ضایع کړل، د جهاد په نوم یې ناروا جګړې ته سوق کړل، د اُمت لوی لوی علما او غازیان یې شهیدان کړل، چې دا کار د امریکا لپاره ډیر سخت یا حتی ناممکن وو.
۳:د اسلامي نړۍ له جغرافیې ګټه اخیستل:
دا چې په نړۍ کې د اسلام تر اثر لاندې هیوادونه مرکزي موقعیت، لویې د نفتو زیرمې، مشهورې لویې لارې او له نورې نړۍ سره د تجارت ښه مساعدې لري؛ نو امریکا او متحدینو یې دا سیمه اشغال کوله، تر څو له دې ټولو مواردو او بالخصوص له خامو موادو یې د چین او روسیې په ځای دوی استفاده وکړي، چې دا کار یې د خپلې اقتصادې ځواک د ډیرولو په موخه وکړ، هغه سیمو کې چې د دوی حضور ته به هیڅ بهانه نه پیدا کیده، خو د دوی لپاره به ډیره مطلوبه وه؛ نو د داعش په راپیدا کیدو سره به یې یادو موخو ته ځان رساوه.
۴: د خپل هژمون د بقا په موخه یې ټول ملتونه بې هویته کول، تیر تاریخ یې غلط ورته معرفي کاوه، د جمهوریت په نوم د سیاسي نظام موډل یې د پرمختګ په نوم حاکماوه، د پلیتې دیموکراسۍ د تطبیق لپاره به یې زمینه مساعدوله، د یوه دین د پلویانو د کمولو پخاطر د هم هغه دین د پیروانو په جامه کې یې خپل خلک ګمارل، تر څو اړوند دین بد نام او دیمو کراسۍ ته خلک سوق کړي، لکه داعش چې د اسلام د رنګ بدۍ باعث به کیدل.
۵: د نړیوالتوب په نوم، د دریمې نړۍ یا غریبو هیوادونو وګړي امریکایي کول؛ تر څو خپله مفکوره پراخه کړي.
دا او دې ته ورته نور ګڼ اهداف یې لکه: د خپلو اسلحو لپاره بازار پیدا کول، فحشا عامول، په ځمکه کې فساد عامول، د اسیایي هیوادونو په منځ کې نظامي حضور پیدا کول او داسې نور ددې لامل شوې وه؛ تر څو شل کلن اشغال ته ملا وتړي، خو الحَمْدُ ِلله دې اهدافو ته د رسېدو وړاندې، د مجاهدینو لخوا ماته او سیمه ترې ازاده شوه، دا ستر ویاړ دې ټولو مجاهدینو، د هغوۍ کورنیو او ولس ته مبارک وي.