لیکوال: خاکسار پکتیا وال
اوومه برخه
څنګه چې خوارج له اوله تر قیامته نه په عقیده کې بدلیږي او نه به هم د دوی په کردار او اعمالو کې بدلون راشي. همیش د مسلمانانو د وژلو لپاره یو او له خپل دریځ څخه نه تېرېدونکې دي. دوی همیش غواړي چې خپل لاسونه د مسلمانانو په وینو ککړ او مسلمانان همیش د غم په ټبر کینوي. دوی دا ټول کارونه یواځې د مسلمانانو د قتلولو او د کافرانو د خوشحالولو په خاطر تر سره کوي. دا چې مونږ د دوی/خوارجو په مشترکه صفاتو کې بحث کوو او له هغوی څخه مو څه ذکر کړي وو، نو نن به هم څه نور صفات ذکر کړو، ان شاءالله:
دیارلسم مشابهت:
د اوسنیو خوارجو له پخوانیو سره له خپل فکر څخه قیاس کول هغه که د قرآن عظیم الشان او نبوي احادیثو موافق وي او که مخالف. دا قیاس به پخوانیو خوارجو هم کوو، لکه څنګه چې په الملل والنحل ج 1 ص 116 کې علامه ابن حزم داسې ذکر کوي: ان الخوارج المتقدمون یستدلون بقتال الصدیق، في قتال الردة علی جواز قتال اهل القبلة، و قالوا ان هذا کما فعل ابوبکر باهل الردة.
یعنې پخوانیو خوارجو به هم د مسلمانانو په وژلو کې د حضرت ابوبکر رضی الله تعالی عنه په قتال دلیل نیولو او په هغه به یې قیاس کوو او همداسي نوموړی په بل ځای کې لیکي: انهم اشدالناس عملا بالقیاس. یعنې دوی په ټولو خلکو کې، په قیاس باندې زیات عمل کوي. همداسې ننني خوارج هم خپل سري قیاسونه کوي. نه ورته د احادیثو له اړخه کتنه کوي او نه هم ورته د پخوانیو علماوو اقوالو ته کوم نظر کوي، لکه څنګه چې یو له دوی/خوارجو څخه په خپل ټویټر داسې لیکلي وو: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته، خلافت د مرتدینو په وژلو قائم شو او اوس به هم خلافت د همدې مرتدینو په وژلو قائمیږي. په دې ځای کې ده هم مسلمانانو د مرتدینو نوم ورکړی او هم یې له ځان څخه د حضرت ابوبکر رضی الله تعالی عنه په قتال باندې استدلال وکړ او له هغه څخه یې قیاس وکړ.
څوارلسم مشابهت:
له اصلي کافرانو څخه د مسلمانانو وژل مهم ګڼل، یعنې دوی/خوارج د کافرانو له وژلو څخه د مسلمانانو وژل ډیر مهم او دمسلمان وژلو ته زیات لیواله دي. د پخوانیو خوارجو هم همدا عمل وو، لکه څنګه چې امام طبري په تاریخ الطبري ج 7 ص 130 کې د بهلول قیصه نقلوي او وایي : قال بهلول نبدأ بهذا العامل الذي قال ماقال، فقال له اصحابه نحن نرید قتل خالد فأن بدأنا بهذا شهرنا و حذرنا خالد و غیره، فننشدک الله ان تقتل هذا فیفلت منا خالد الذي یهدم المساجد ویبني البیع والکنایس ویولي المجوس علی المسلمین و ینکح اهل الذمة المسلمات لعلنا نقتله فیریح الله منه. یعنې کله چې بهلول خارجي د خالد د وژلو قصد وکړ، نو خپلو ملګرو ته یې وویل، چې لومړی به د ده دا نماینده ووژنو، نو ملګرو یې ورته وویل: که چیرته یې مونږ نماینده ووژنو نو خالد به له مونږ څخه خلاص شي، هغه خالد چې جوماتونه ړنګوي او د یهودانو عبادت ځایونه جوړوي، هغه له یهودانو سره مولاة کړی او ذمیانو ته مسلماني مینځې په نکاح ورکوي. نو مونږ به هغه ووژنو او الله تعالی به مو ترې په راحت کې کړي. همداسې که چیرته مونږ اوسنیو خوارجو ته هم فکر وکړو، نو دوی/اوسني خوارج به په دې صفت کې هم له پخوانیو خوارجو سره کوم توپیر ونه لري او هوبهو به د هغوی دا صفت هم په دوی کې په نظر راشي، که چیرته مونږ د عدناني صوتیانې وګورو نو د پخوانیو خوارجو له اقوالو سره به یې هیڅ قول هم توپیر ونه لري. دی/عدناني هم په خپلو صوتیانو کې د مسلمانانو قتلول د کافرانو له قتل څخه مهم بولي.