د پاکستان پوځي رژیم د تېرو قساوتونو په دوام د روان زېږدیز کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د هلمند په ګرمسېر او د کونړ په شُلتن ولسوالۍ کې د ملکي وګړو په مېشتځایونو هوایي بریدونه وکړل. د یادو هوایي بریدونو په پایله کې په ذکر شویو سیمو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۴ تنه شهیدان او څو تنه نور ټپیان شول. دا لومړی ځل نه دی، بلکې پوځي رژیم له ۲۰۲۱ زېږدیز کال وروسته په ځانګړي ډول ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ زېږدیز کلونو کې د افغانستان په خاوره پرلپسې هوایي بریدونه کړي، ملکي تاسیسات یې په نښه کړي او لسګونه بې ګناه افغانان یې شهیدان او ټپیان کړي دي.
سفاک رژیم چې د پاکستان د تصمیم نیونې پر ملکي او نظامي ماشین مسلط دی؛ پر افغانستان د هوایي بریدونو له لارې د نظامي یرغل پرمټ په ګڼو مواردو کې د خپلو ناکامیو پټولو او ناوړه سیاستونو د پایلو ناڅرګند ساتلو هڅې کوي. د دغه هیواد حاکم رژیم په کور دننه د ګڼ شمېر سیاسي او مدني خوځښتونو له فشار سره مخ دی، چې د ناسمو پالیسیو زېږنده بلل کېږي او ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دي، چې پل یې د نظامي طبقې د حاکمانو تر کورونو رسېږي.
د ایالتونو ترمنځ توپیري چلند، د قومونو د حقونو تر پښو لاندې کول، د خپلو اتباعو تري تم کول، د جوماتونو، مدرسو او نورو دیني مرکزونو ویجاړول، د مدني حرکتونو ځپل او داسې نور هغه موارد دي، چې په دغه جغرافیه کې یې د حاکم رژیم خلاف مدني خوځښتونو او قومي بغاوتونو ته لاره پرانیستې.
په دې سربېره پاکستان د لوړې کچې سیاسي ګډوډۍ ترڅنګ له ژور اقتصادي بحران سره هم مخ دی. په تېرو څه د پاسه پنځه کالونو کې د یاد هیواد د پولي واحد ارزښت شاوخوا درې سوه سلنه لوېدلی، د انفلاسیون کچه پکې ورځ تر بلې د لوړېدو په حال کې ده، د هیواد د وګړو لپاره د ژوند د لومړنیو اړتیاوو تامین پکې تر بل هر وخت سخت شوی او حکومت یې تر غاړې په سود لرونکو قرضونو کې غرق دی. د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، یوازې په تېره میاشت کې په دغه هیواد کې د لومړنیو توکو بیې نږدې ۱۲ سلنه لوړې شوې. دا او ورته نور لاملونه د پاکستان په ملکي او نظامي حکومت د درانهٔ فشار لامل ګرځېدلي.
همدارنګه د پاکستان پوځي رژيم له سعودي عربستان سره د سعودي د دفاع تر عنوان لاندې دفاعي تړون او دغه راز د ترکیې او سعودي عربستان په ګډون د مکې مکرمې دفاع تر سپېڅلي عنوان لاندې تړون برخه دی، چې دغه هیواد ترې د سعودي عربستان له لوري د قرضونو په حصول کې د ځنډ او مالي وجوهاتو ترلاسه کولو تمه لري. دا په داسې حال کې ده چې سعودي عربستان د هغو هیوادونو د لیست په سر کې دی، چې پاکستان یې پوروړی دی.
همدارنګه یاد هیواد د ایران-امریکا-اسرائیل په جګړه او اوسمهال د یمن له حوثي ملېشو سره په مستقیمه جګړه کې ښکېل دی. د تړون له مخې پاکستان مکلف دی چې په ورته وخت کې دواړو تړونونو ته وفادار پاتې شي، مګر دغه هیواد د ګیدړې چال لوبوي او پر افغانستان د نظامي یرغل له لارې هڅه کوي، چې سعودي حکومت ته غیر مشروع بهانې وړاندې کړي او ځان بوخت وښيي.
د دې ترڅنګ د پاکستان پوځي رژیم د کرایي او نیابتي ملېشو د لښکر تاریخ لري، چې په لړ کې یې بریتانیا، امریکا او غرب ته ترسره کړی چوپړ او وفادارۍ د یادونې وړ دي. پوځي رژیم دا ځل هم له امریکا څخه د داعش ډلې د سمبالښت، د افغان حکومت د مخالفو وسلوالو ډلو او د پخوانیو افغان نظامیانو او اربکیانو د روزنې او انسجام پروژه اخیستې، ترڅو په افغانستان کې رامنځته شوی ثبات ګډوډ کړي او په دې توګه د تېر په څېر خپلې ناوړه موخې تعقیب کړي. پوځي رژیم د افغانستان له ناامنۍ څخه چې د مرکزي او جنوبي آسیا د وصل نقطه ده او ستراتیژیک موقعیت لري؛ د ټولې سیمې د بې ثباته کولو هڅې کوي.
دا او ورته نور موارد د ټولو نړیوالو قوانینو او عرف خلاف پر افغانستان د پاکستاني پوځي رژیم د ړندو بمباریو او نظامي مداخلو څرګند دلایل دي، چې تر هغو به د تاریخ برخه ونه ګرځي ترڅو یې حساب نه وي تصفیه شوی.











































