پر افغانستان د پاکستاني رژیم هوايي بریدونه او د هېواد د هوايي حریم او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د ترهګرو ډلو د په نښه کولو په موخه نه ترسره کېږي؛ بلکې د پاکستان پوځي جنرالان هڅه کوي چې د دغو استبدادي، ظالمانه او غیرمنطقي اقداماتو له لارې د خپل هېواد د روانو بحرانونو، سیاسي تحولاتو او کورنیو ناکراریو څخه د عامه افکارو پام واړوي.
اوس مهال د پاکستان په ګوټګوټ کې ګډوډي او بېثباتي خپره ده. د دې هېواد بېلابېلې ټولنیزې طبقې د دغه ناکام او ناسالم نظام له سیاستونو ستړې شوې دي او په بېصبرۍ سره د دې نظام د نسکورېدو انتظار باسي. د حیرانتیا خبره دا ده چې د پاکستان رژیم په خپله خاوره کې د عادي امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی، نو له افغانستان سره د مقابلې ادعا خو لا ډېره لرې خبره ده.
د هر هېواد وسلهوال ځواکونه د خپلو وګړو او خپلې خاورې د ساتنې لپاره جوړېږي، نه دا چې د پاکستاني رژیم په څېر د خپلو اتباعو آرامي، هوساینه او امنیت ترې واخلي. نن ورځ د دغه بېثباته نظام له امله د پاکستان هېڅ وګړی د ډاډ او امنیت احساس نه لري، خو بیا هم هڅه کېږي چې خپلې کورنۍ ستونزې د نورو هېوادونو پر غاړه واچوي.
له بلې خوا، د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مسئله له کلونو راهیسې د پاکستان له مهمو امنیتي ننګونو څخه ګڼل کېږي. دا ډله خپلې ریښې، جوړښتونه او د فعالیت زمینه د پاکستان په کورنیو شرایطو کې لري. له همدې امله د دې ستونزې حل تر هر څه وړاندې د پاکستان د داخلي، امنیتي او ټولنیزو پالیسیو اصلاح او اغېزمن مدیریت ته اړتیا لري.
د کورنیو ستونزو مسئولیت پر نورو هېوادونو اچول، پرته له دې چې روښانه شواهد او رښتینې سیمهییزه همکاري موجوده وي، هېڅکله دوامداره حل نه شي رامنځته کولای.
د وسلهوالو ډلو پر وړاندې مبارزه همغږۍ، رښتینولۍ
او د افراطګرایۍ د رامنځته کېدو او پیاوړتیا د عواملو پر وړاندې هر اړخیزې مبارزې ته اړتیا لري.
دغه رژیم باید درک کړي چې د افغانستان د خلکو له صبر او زغم څخه ناوړه ګټه نه شي اخیستلای؛ ځکه موږ د هغو اتلو پلرونو وارثان یو چې مېړانه، غیرت او ویاړلې تاریخي سابقه یې ټولو ته څرګنده ده. په پایله کې، د سیمې د ثبات او امنیت لپاره غوره لاره دا ده چې د پاکستان رژیم له خپلو ناسنجول شویو اقداماتو لاس واخلي، د بېاساسه تورونو پر ځای خپل مسئولیتونه ومني او د خپلو کورنیو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.












































