د سیاسي تاریخ له ترخو حقیقتونو څخه یو دا دی چې د ځواک په ماڼیو کې اخلاقي جرمونه ډېر ځله په ستراتیژیکو مډالونو بدلېږي، او هغه عمل چې د قانون له مخې باید تر ټولو سخته سزا ولري، د پوځي اسټېبلېشمنټ په شطرنج کې د لوړې مرتبې زینه ګرځي. کله چې د ۱۹۷۰م کال د سپټمبر په میاشت کې د اردن پر خاوره د رامنځته شوې خونړۍ کورنۍ جګړې، یعنې «تور سپټمبر» پاڼې اړوو او هغه د ننني پاکستان له ستراتیژیک وضعیت سره پرتله کوو، نو داسې یو نالیکل شوی اصل او دوام وینو چې د «دولت د واکمنۍ» او «اداري ساتنې» تر نومونو لاندې پکې د اشخاصو پرېکړې له قانون څخه پورته ګڼل کېږي.
دا یوازې د پنځوسو کلونو پخوانۍ پېښه نه ده، بلکې د یوه ځانګړي پوځي فرهنګ کیسه ده؛ هغه فرهنګ چې تر نن ورځې هم په هماغه لاره روان دی. د دې کیسې پیل د ۱۹۶۷م کال د عربو او اسرائیلو له جګړې کېږي؛ هغه جګړه چې د مصر، سوریې او اردن پوځونه پکې د اسرائیلو له سختې ماتې سره مخ شول. دا کومه ناڅاپي فاجعه نه وه، بلکې د عربي واکمنانو د ستراتیژیکې ناتوانۍ، د استخباراتي غفلت، د متقابلې بېباورۍ او د پوځي چمتووالي د نشتوالي طبیعي پایله وه.
د دې جګړې په پایله کې، بیت المقدس او لوېدیځه غاړه د مسلمانانو له واکه ووته او میلیونونه فلسطینیان په خپل وطن کې بېکوره شول او د کډوالو په کمپونو کې یې ژوند پیل کړ. د عربي حکومتونو همدې تاریخي ناکامۍ د فلسطینیانو په ذهن کې دا احساس پیدا کړ چې که دوی خپله وسله پورته نه کړي، نو ښايي د تل لپاره له خپلې خاورې او هویت څخه بېبرخې شي. له همدې ناامیدۍ څخه، د یاسر عرفات تر مشرۍ لاندې فلسطیني وسلوال سازمان (PLO) رامنځته شو، چې اردن یې د اسرائیلو پر ضد د وروستي مورچل په توګه کاراوه.
د وخت په تېرېدو، په اردن کې د فلسطینیانو د وسلوالو فعالیتونو له امله داسې انګېرل کېدل چې ګواکې د دولت تر څنګ بل دولت جوړېږي. ویل کېدل چې هغوی د اردن قوانینو ته چندان پام نه کوي، او د دوی فعالیتونه د اردن ملي حاکمیت له ګواښ سره مخ کوي. د ۱۹۷۰م کال د سپټمبر په لومړیو کې، کله چې د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې (PFLP) یوې ډلې څو نړیوالې مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې، د اردن په صحرا کې یې ښکته کړې او وروسته یې والوزولې، نو د اردن د پاچا حسین صبر پای ته ورسېد.
هغه دا پېښه د خپل سلطنت او واکمنۍ پر ضد مستقیم ګواښ وباله او د فلسطینیانو پر ضد یې د پراخو او سختو پوځي عملیاتو امر وکړ؛ هغه عملیات چې وروسته په تاریخ کې د «تور سپټمبر» په نوم مشهور شول. په همدې خونړي پړاو کې هغه مهال پاکستانی بریګېډیر، او وروسته د پاکستان ولسمشر، محمد ضیاء الحق د پېښو په مرکز کې راڅرګند شو.
هغه له ۱۹۶۷م کال راهیسې د پاکستان د رسمي پوځي مأموریت په چوکاټ کې اردن ته د اردني پوځ د روزنې لپاره استول شوی و. د دې مأموریت موخه دا وه چې د ۱۹۶۷م کال له ماتې وروسته اردنی پوځ بیا تنظیم او د چریکي جګړې روزنه ورکړل شي. خو کله چې د اردني پوځ او فلسطیني کډوالو ترمنځ کورنۍ جګړه پیل شوه، ویل کېږي چې ضیاء الحق د خپل رسمي مأموریت له حدودو واوښت او د اردني ځواکونو په ستراتیژیک او عملیاتي مدیریت کې یې مستقیم رول ولوباوه.
د هغه تر څار لاندې پر فلسطیني کمپونو سختې بمبارۍ او پوځي عملیات ترسره شول. د یاسر عرفات د ادعا له مخې، په دغو عملیاتو کې له لسو زرو(۱۰،۰۰۰) څخه تر پنځه ویشت زرو(۲۵۰۰۰) پورې فلسطینیان ووژل شول. د عملیاتو تر پای وروسته، کله چې ضیاء الحق پاکستان ته ستون شو، د هغه وخت د پوځ لوی درستیز، جنرال ګل حسن، د دې لپاره چې نوموړي د حکومت له اجازې پرته د بل هېواد په کورنۍ جګړه کې ګډون کړی و، د هغه د پوځي محاکمې (کورټ مارشل) سپارښتنه وکړه.
خو دلته تاریخ بل لور ته واوښت، هغه څوک چې د قانون له مخې باید سزا شوی وای، د اردن د پاچا شخصي سپارښتنې او د پاکستان د پوځي اسټېبلېشمنټ د ستراتیژیکو مصلحتونو له امله پر یوه ارزښتناک پوځي شخصیت بدل شو. د محاکمې دوسیه وتړل شوه، او همدغه «ستراتیژیک جرم» د هغه د چټکې ودې زینه وګرځېد، تر دې چې په ۱۹۷۶م کال کې د پاکستان لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د اوو مشرانو جنرالانو له تېرولو وروسته ضیاء الحق د پوځ لوی درستیز وټاکه؛ داسې پرېکړه چې وروسته د بوټو د سیاسي ژوند تر ټولو ستره تېروتنه وبلل شوه.
د ضیاء الحق د کورټ مارشل درېدل، د پاکستان په پوځ کې د هغه نالیکلي اصل لومړنۍ خښته وه چې وروسته د اسټېبلېشمنټ په یوه دوامداره سازماني فرهنګ بدل شو.
د دې فرهنګ له مخې، تر هغو چې یو لوړپوړی پوځي افسر د پوځ د قوماندې په چوکاټ کې پاتې وي، د هغه ستراتیژیکې تېروتنې، ناکامۍ او یا د پالیسۍ تضادونه په عامه توګه نه څېړل کېږي، بلکې د «وخت اړتیا» په نوم یې دوسیې تړل کېږي. د همدې ستراتیژیک فرهنګ او پالیسۍ د تضاد یوه معاصره بېلګه د متقاعد ډګر جنرال فیض حمید او اوسني لوی درستیز جنرال عاصم منیر د امنیتي سیاستونو ترمنځ لیدل کېږي.
یو وخت فیض حمید، د استخباراتو د مشر او د پېښور د قول اردو د قوماندان په توګه، د کابل د هغه وخت حکومت په همکارۍ له ټي ټي پي (TTP) سره د مذاکراتو او پخلاینې تګلاره تعقیبوله، چې په ترڅ کې یې بندیان خوشې او یو شمېر وسلهوال بېرته مېشت شول. وروسته، د پوځ د مشرتابه له بدلېدو سره، د عاصم منیر تر مشرۍ لاندې همدې تګلارې ته د هېواد د ناامنۍ او د ترهګرۍ د زیاتوالي یو لامل وویل شو.
ځینې شنونکي استدلال کوي چې د عاصم منیر تر مشرۍ لاندې د خبرو پر ځای د پوځي مقابلې تګلاره د پوځ د دودیزې «جګړهییز اقتصاد» د ساتنې له لیدلوري ارزول کېږي، ځکه د دوی په باور د فیض حمید او عمران خان د تګلارې دوام ښايي دغه جوړښت اغېزمن کړی وای.
د همدې تحلیل له مخې، اسټېبلېشمنټ د مذاکراتو پر ځای د صفر زغم او پوځي مقابلې لاره خپله کړه. د دغو ستراتیژیکو بدلونونو او تضادونو په اړه پوځي مشرتابه هېڅکله ځان د عامه حساب ورکونې مکلف ونه باله.
په همدې لړ کې، کله چې د فیض حمید پر ضد د پوځ د قانون له مخې انضباطي اقدامات وشول، نو هغه د ټي ټي پي سره د مذاکراتو له امله نه، بلکې د «ټاپ سټي» د شخصي کور جوړونې پروژې په قضیه کې د واک د ناوړه ګټې اخیستنې او له تقاعد وروسته په سیاسي فعالیتونو کې د ښکېلتیا د تورونو پر بنسټ ترسره شول. د پاکستان د پوځ دغه عملي تضاد دا ښيي چې حساب ورکونه هغه وخت پیلېږي، کله چې یو افسر د پوځ داخلي نظم، د بنسټیزو ګټو چوکاټ او یا د مشرتابه ټاکلې کرښه تر پښو لاندې کړي.
خو تر هغه چې یو پوځي افسر د پوځ د سیاسي نفوذ، د جګړهییز اقتصاد، د پارلمان پر کنټرول او د دولت د ستراتیژیکو ګټو له عمومي چوکاټه نه اوړي، د هغه سترې تېروتنې هم تر ډېره د مصلحت تر سیوري لاندې پټې پاتې کېږي. حتی اوس داسې وضعیت هم رامنځته شوی چې ځینې کړنې عملي او یا قانوني معافیت هم ترلاسه کولای شي. له همدې امله، د ۱۹۷۰م کال د «تور سپټمبر» له پېښو څخه نیولې د معاصر پاکستان تر ستراتیژیکو پرېکړو پورې، د تاریخ دا درس ورکوي چې کله دولتونه او واکمن بنسټونه د عامه حساب ورکونې او روڼتیا پر ځای بنسټیز معافیت خپل اصل وګرځوي، نو د حق او باطل ترمنځ کرښې ورو ورو تتې شي.
هغه څه چې د یوه عادي وګړي یا فلسطیني کډوال له نظره د ژوند، حقونو او بقا مبارزه وي، د اسټېبلېشمنټ په رسمي روایت کې د «دولت پر ضد بغاوت» یا «داخلي فتنې» په نوم تعبیرېږي او د زور له لارې ځپل کېږي. که اړتیا وي، نو د دربار له پلویانو دیني عالمان هم راجلبېدای شي او د «خوارجو» او ورته نورو دیني تعبیرونو فتوې هم کارول کېدای شي.
ښايي دا مفکوره هغه مهال د ضیاء الحق ذهن ته نه وه راغلې، کنه امکان درلود فلسطینیان نه یوازې د اردن د دولت باغیان، بلکې «خوارج» هم اعلان شوي وای.
ښايي د ځواک دغه لوبه په لنډ مهال کې دولتونه او ادارې خوندي وساتي، خو د تاریخ په محکمه کې دا پوښتنه تل ژوندۍ پاتې کېږي: تر کومه به ستراتیژیکې بریاوې د عادي انسانانو د وینو، کډوالۍ او کړاو په بیه ترلاسه کېږي؟













































