پاکستان له خپل پیدایښت څخه تر ننه پورې په سیمه کې تل د افغانستان یو ناوړه ګاونډی پاتې شوی، تاریخ په دې ګواه دی چې په افغانستان کې چې هر ډول حکومت رامنځته شوی، پاکستان یوازې خپل مفادات په نظر کې نیولي، او د ټکر په صورت کې یې مخالفت ښودلی او حتی د دولت د له منځه وړلو هڅې یې کړې دي.
کله چې اسلامي امارت دوهم ځل واک ته ورسېد، پاکستان له ناوړه عادت سره سم بیا خپله تګلاره تعقیب کړه، کله چې پاکستان په دې پوه شو، په افغانستان دا ځل ریښتني خلګ واکمن شوي، یوازې ورته د خپل دین او هېواد مصالح مهم دي، او هیڅکله نه غواړي د دې په سر له چا سره معامله وکړي، نو د اسلامي امارت په خلاف یې له بېلابېلو لارو کار واخیست، هڅه یې وکړه چې په نړیوال سټېج کې اسلامي امارت بدنام کړي او د ترهګر پلوي هېواد په توګه یې معرفي کړي، او په همدې پلمه یې د افغانستان ځمکنی او هوایي حریم پایمال او بریدونه یې پرې وکړل، چې په پایله کې یې عامه تاسیسات له منځه ولاړل او بې شمېره ملکي وګړي په شهادت ورسېدل او ترننه دا لړۍ دوام لري.
افغانستان له څلور لسیزو جګړو راوتلی او تازه یې د امن او پرمختګ ساه اخیستې. داسې بریښي چې پاکستان غواړي په یو نه یو ډول افغانستان په جګړه کې ښکېل کړي. که موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې ژور غور او فکر وکړو، کولی شو پر مټ یې په اوسنیو حالاتو کې د ځان لپاره لارښوونې ترلاسه کړو، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ او هلته یې د مسلمانانو لپاره د هغه وخت له عرف سره سم نوی دولت رامنځته کړ، نو په پیل کې مسلمانان کمزوري وو او نه یې شوای کولی د چا مقابله وکړي.
له همدې کبله د خیبر یهودان او د مدینې په داخل کې منافقین چې تل یې د نبوي دولت په خلاف دسیسې او خنډونه جوړول، مسلمانانو یې په وړاندې جګړه نه کوله، بلکې له صبر او تحمل څخه یې کار واخیست، او په دې موده کې یې هڅه وکړه چې د نبوي دولت بنیادونه پیاوړي کړي، او پر وړاندې یې هر ډول ننګونې په تدریج سره له منځه یوسي. له دغې نبوي دولت تګلارې څخه موږ أخذ کولی شو، افغانستان له لسیزو جګړو تازه راوتلی.
اسلامي امارت په اوسنیو حالاتو کې غواړي چې په اقتصادي، نظامي او نورو ډګرونو کې پرمختګ وکړي، په داسې حالاتو کې موږ باید له تحمل، زغم او ستراتیژیک صبر څخه کار واخلو، افغانان احساساتي دي او په خپلو عواطفو نه شي قابو کېدلی، په دې ډول حالاتو کې سولې ته ترجيح ورکول له جګړې غوره دي. الله تعالی زموږ مشرانو ته په هر ډول حالاتو کې د مدبرانه پرېکړو کولو توفیق ورکړي.











































