زموږ یو محترم استاد به تل ویل…
دا د هغو ورځو خبره ده، چې په ځانګړي ډول د پاکستان په څېر ټولنو کې د انګرېزپالو او لوېدیځپالو کسانو له لوري دا تبلیغ کېده:
“که رښتیا هم انګرېز، لوېدیځ، امریکا او د هغوی تمدن او ژوندانه ته بد وایاست، نو بیا ولې د هغوی جوړ موبایلونه، موټرونه، د ټکنالوژۍ نور وسایل او همدارنګه فېسبوک، یوټیوب او نورې ټولنیزې رسنۍ کاروئ؟”
هغوی به په ملنډو اوطعنیز ډول ویل:
“که له انګرېزانو سره دښمني لرئ، خو بیا هم د هغوی تولیدات کاروئ، نو دا ستاسو د منافقت نښه ده.”
زموږ استاد به د دې خبرې په ځواب کې ویل:
که د اسلام او کفر، او همدارنګه د ختیځ او لوېدیځ د تمدنونو پرتله په انصاف سره وشي، نو خپله ګڼ لوېدیځوال څېړونکي، تاریخپوهان او پوهان هم دا مني چې د سافټ ویر (Software) او هارډوېر (Hardware) ټکنالوژۍ په پرمختګ کې د اسلامي نړۍ، په ځانګړي ډول د اندلس او بغداد د علمي تمدن، ستره ونډه شامله ده.
د بېلګې په توګه، د اندلس ستر مسلمان طبيب او جراح الزهراوي لسګونه جراحي وسایل اختراع او تنظیم کړل، چې د نننۍ عصري جراحۍ ډېری بنسټونه لا هم پر هماغو ولاړ دي.
همدارنګه، مسلمان جغرافیهپوه الادریسي د خپل وخت تر ټولو دقیق نړیوال نقشې جوړې کړې، چې وروسته د نړۍ جغرافیهپوهانو او څېړونکو ترې پراخه ګټه پورته کړه.
له دې سربېره، الجزري داسې اتومات ماشينونه، د اوبو پورته کولو وسایل (لکه د اوبو پمپونه) او بېلابېل میخانیکي سیستمونه جوړ کړل، چې نن ورځ د میخانیکي انجینرۍ او روبوټیکس د لومړنیو بنسټونو له مهمو بېلګو څخه ګڼل کېږي.
دا د دې نړۍ یو فطري اصل دی چې هر څه په تدریجي ډول وده کوي او پخېږي. لکه څنګه چې یو ماشوم نړۍ ته راځي، خو شاوخوا شل کاله وروسته د دې جوګه کېږي چې ستر کارونه ترسره کړي. همدا حالت د اته ـ نهه سوه کاله وړاندې د اسلامي نړۍ د علمي او تخنیکي اختراعاتو هم و.
دا نوښتونه رامنځته کېدل، پرمختګ یې کاوه او ورو ـ ورو د ودې او غوړېدو پړاوونه یې وهل. خو اصلي غمیزه هغه مهال راپېښه شوه، چې د اسلامي نړۍ سیاسي زوال پیل شو.
له سیاسي زوال سره حکومتونه کمزوري شول، ولړزېدل، یو په بل پسې ونړېدل او ټوټه ټوټه شول. د دې طبیعي او منطقي زیان تر ټولو ډېر د اسلامي نړۍ هغه علم، پوهه او فن ته ورسېد چې د عروج او غوړېدو په حال کې و. ځکه ښکاره خبره ده، کله چې حکومتونه نور د خپلو ساینسپوهانو د ملاتړ او د هغوی د اختراعاتو د پراختیا او پالنې توان ونه لري، نو د علم او ټکنالوژۍ د پرمختګ بهیر هم له جدي خنډونو او رکود سره مخامخ کېږي.
هغوی د خپلو علمي او څېړنیزو مرکزونو د لګښتونو د برابرولو توان له لاسه ورکړ…
تر دې چې د نوو اختراعاتو او علمي نوښتونو پر ځای، د دوی تر ټولو لویه اندېښنه د ورځې د دوو وخته ډوډۍ پیدا کول شول. د هغوی استعدادونه او وړتیاوې د نوښت او اختراع پر ځای، د خپل ژوند او روزۍ د ساتلو لپاره ولګېدل.
په داسې حالت کې، بې له شکه د علمي اختراعاتو او پرمختګ بهیر درېږي او یو ستر تشه رامنځته کېږي. همدا تشه وروسته انګرېزانو د ساینسپوهانو په ملاتړ، د ټکنالوژۍ په پراختیا او د علمي بنسټونو په پیاوړتیا ډکه کړه؛ حال دا چې هغوی خپله هم د هغو علمي میراثونو زده کوونکي وو، چې بنسټ یې مسلمانانو اېښی و. له همدې امله د بریا، پرمختګ او ټکنالوژیک برلاسۍ تاج وروسته د همدغو هوښیارو شاګردانو پر سر کېښودل شو، او د نړۍ په نظر د ټکنالوژۍ مشري هغوی ته منسوبه شوه.
خو دلته د تأمل وړ ټکی دا دی چې مسلمانان هېڅکله په دې ډول نه کیني چې خپلو انګرېز شاګردانو ته په پېغور ووایي: “هغه اختراعات او ټکنالوژي چې نن پرې ویاړئ او ځان پرې لوړ ګڼئ، په حقیقت کې زموږ د پلرونو او نیکونو د کلونو، کلونو زحمتونو او نه ستړې کېدونکو هڅو پایله ده.”
د دې خبرې علت دا دی چې وړتیاوې او استعدادونه د الله تعالی ورکړې لورینې دي، او یوازې الله تعالی ښه پوهېږي چې دا نعمت چاته ورکړي، څو هغه یې د بشریت د خیر او ګټې لپاره وکاروي.
کله چې موږ د استعدادونو او وړتیاوو د وېش دغه الهي تقدیر درک کړو، نو دا منل راته اسانه کېږي چې د الله تعالی له لوري ورکړل شويو وړتیاوو پر بنسټ رامنځته شوې او ورو ـ ورو وده کړې ټکنالوژي، په حقیقت کې د ټول بشریت ګډه شتمني ده. کله چې دا شتمني ګډه وي، نو بیا هېڅوک دا حق نه لري چې د هغې د کارولو له امله پر بل چاته طعنه وکړي. نو که د الله تعالی په ورکړل شويو وړتیاوو سره د مسلمانانو لومړنیو اختراعاتو ته وروسته د اروپا او انګرېزانو په برخه شوې وړتیاوو لا ډېره وده ورکړه، بیا دا ویل چې: “دا یوازې زموږ دي او هغه یوازې ستاسو دي”، په حقیقت کې ناپوهي ده؛ د کایناتو د پالونکي، رب العالمین، د الهي تقدیر له حکمت او د قرآن کریم د شکر فلسفې څخه د ناخبرۍ څرګندونه ده.
هو، که د ملامتۍ او نیوکې ځای وي، نو تر هر چا وړاندې باید انسان خپله ځان وملامت کړي. یعنې مسلمانان باید له ځانه وپوښتي چې ولې یې خپلمنځي اختلافونه او شخړې غوره کړې؟ ولې یې د خپل یووالي چتر څېرې کړ؟ او ولې یې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم د اطاعت او فرمانبردارۍ ټینګه رسۍ له لاسه خوشې کړه؟ د همدې ناشکرۍ پایله وه چې د استعدادونو او نوښتونو بادونه له ختیځه اروپا ته واوښتل، هلته اختراعاتو نوې وزرې وموندلې، بندرونه او ښارونه آباد شول او د خلکو ژوند له پرمختګ او هوساینې سره مخ شو.
نو د دې ټول بحث لنډیز دا دی: لومړی، هغو کسانو ته چې د انګرېزانو او لوېدیځ د ملاتړ دریځ خپلوي، هېڅ اخلاقي حق نه رسېږي چې مسلمانانو ته د ټکنالوژۍ د کارولو له امله پېغور ورکړي. او دویم، مسلمانان باید په ژوره توګه پر هغو لاملونو فکر وکړي چې د دوی کمزوري او زوال یې رامنځته کړی؛ لکه خپلمنځي بېاتفاقي، سیاسي شخړې او د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له اطاعت څخه غفلت. دوی باید بېرته خپل یووالی ټینګ کړي، سیاسي ځواک او ثبات ترلاسه کړي او د الله تعالی او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فرمانبردارۍ تر سیوري لاندې راټول شي. اوس چې خبرې تر دې ځایه راورسېدې، نو مناسب ده چې دا موضوع د افغانستان او پاکستان د اړیکو او حالاتو په رڼا کې هم وڅېړل شي.
د پاکستان د خلکو دا وینا چې:
“افغانانو په پاکستان کې زدهکړې وکړې، کار یې وکړ، روزي یې وګټله او په دیني مدرسو کې یې زدهکړې ترلاسه کړې او سندونه یې واخیستل. که افغانستان ته پاکستان دومره بد ښکاري، نو له پاکستانه یې چې څه ترلاسه کړي، بېرته دې وسپاري او هغه علم دې هم پرېږدي چې زموږ په ښوونځیو او مدرسو کې یې زده کړی دی.”
او د افغانانو دا ځواب چې:
“افغانانو د شوروي اتحاد او امریکا پر ضد جګړې وکړې، یرغلګر ځواکونه یې له سیمې وایستل او پاکستان یې د شوروي او وروسته د امریکا له ګواښونو څخه وژغوره. که پاکستان ته افغانستان دومره بد ښکاري، نو بیا دې پر هغو توغندیو او پوځي وسایلو، چې نن پرې ویاړي، د غوري او ابدالي نومونه بدل کړي او پر ځای یې نور نومونه کېږدي.”
باید په دې پوه شو چې، لکه څنګه چې د پاکستان په عصري او دیني تعلیمي بنسټونو کې خپرېدونکې پوهه د پاکستان شخصي میراث نه ده، بلکې د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم له لوري د بشریت ګډه علمي شتمني ده، نو د هغې د بېرته غوښتلو خبره هم بېمعنا ده.
همدا راز، غوري، ابدالي، شهابالدین او محمود غزنوي هم د اسلامي امت، او په ځانګړي ډول د افغانستان او برصغیر د مسلمانانو ګډ تاریخي میراث دی، او هر مسلمان حق لري چې د مشروع او روا موخو لپاره د هغوی نومونه وکاروي.
له همدې امله، له پاکستان څخه ترلاسه شوې پوهه، او د افغانستان د غوري او ابدالي په نوم هغه ځواک او هیبت چې پاکستان یې د هند د مخنیوي او وېروونې لپاره کاروي، نه بېرته ورګرځېدلی شي، نه یې څوک بېرته غوښتلی شي، او نه هم دا ګډ تاریخي میراث د چا شخصي ملکیت دی چې له ځان سره دې نړۍ ته راوړی وي. هو، که کوم څه بېرته ستنېدای شي او باید بېرته واخیستل شي، هغه د خپلمنځي اختلافونو، سیاسي شخړو او بېباورۍ فضا ده.
نن چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ډېر سیاسي اختلافونه او کړکېچونه موجود دي، د هغوی ریښې تر ډېره د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته د امریکا تر مشرۍ لاندې پیل شوې جګړې او په هغې کې د امریکا د متحد په توګه د پاکستان ګډون ته رسېږي. نو که پاکستان هغه مهال د امریکا د ائتلاف برخه نه وای ګرځېدلی، ډېر احتمال دا و چې د دواړو مسلمانو هېوادونو ترمنځ به د نن ورځې په څېر ژوره بېباوري، کړکېچ او تاوتریخوالی هم نه وای رامنځته شوی.
له همدې امله، که د لوېدیځ د کوم څه د پرېښودو یا بېرته ورسپارلو خبره کېږي، نو باید د هغوی ټکنالوژي نه، بلکې هغه ورانوونکي او فتنهانګېز پلانونه رد او بېرته ور وګرځول شي.
یعنې: اې د امریکا او لوېدیځ چالاکو او دسیسهګرو سیاستوالو! موږ هره هغه ټکنالوژي چې د انسانیت په ګټه وي، هرکلی کوو؛ خو ستاسو هغه پروژې او پلانونه چې د انسانانو د تباهۍ، جګړو او فساد لامل ګرځي، هېڅکله نه منو. ستاسو د تباهۍ او فساد پروګرامونه دې تاسو ته مبارک وي، او هغه ټکنالوژي چې د بشریت ګډ میراث او د انسانانو د هوساینې وسیله ده، دې د نړۍ ټولو خلکو ته مبارکه وي.










































