د معاصرې نړۍ د سیاسي تاریخ یوه ترخه تجربه دا ده چې ځینې دولتونه او استخباراتي جوړښتونه د خپلو ستراتیژیکو موخو د خوندي کولو لپاره د «وېش او واکمنۍ» (Divide and Rule) له تګلارې څخه کار اخلي. د دې سیاست بنسټیزه موخه دا وي چې د یوې سیمې طبیعي ټولنیز یووالی کمزوری، د قومونو ترمنځ د بېباورۍ فضا رامنځته، او د ګډو ملي او سیاسي غوښتنو ځواک تجزیه شي.
د سیمې په سیاسي او امنیتي معادلو کې د غیرمنظمو وسلهوالو ډلو او محلي ځواکونو کارول له هغو موضوعاتو څخه دي چې تل یې د بحثونو، نیوکو او بېلابېلو سیاسي دریځونو لامل ګرځېدلي دي. په همدې چوکاټ کې د بلوچستان او پښتون مېشتو سیمو وضعیت هم د سیمهییزو او نړیوالو څېړنو موضوع پاتې شوې ده. په ځینو وختونو کې د محلي وسلهوالو ډلو، غیررسمي ملیشو او پخوانیو اربکیانو کارول، او همدارنګه د قومي حساسیتونو پارول، د داسې سیاستونو له وسیلو څخه ګڼل شوي چې د بېلابېلو قومونو ترمنځ د بېلتون او بېاعتمادۍ فضا پیاوړې کوي.
دا چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته نږدې سیمې په تېرو میاشتو کې د نوي امنیتي ګواښ شاهدې دي. راپورونه ښيي چې د پاکستان پوځي رژیم د افغانستان د پخواني جمهوریت یو شمېر پخواني اربکیان او نظامیان د بلوچستان په بېلابېلو روزنیزو مرکزونو کې روزي، ترڅو یې د پښتنو او بلوڅانو پر ضد د نیابتي ځواک په توګه وکاروي.
دا شریر او بې بندوباره وسله وال، چې په خپلو سیمو کې یې هم له ظلم او ستم پرته بل څه نه وو زده، په ځینو جنګي تاکتیکونو سمبال خو له هر ډول انساني او اخلاقي اصولو بې برخې دي، اوس په بلوچستان کې د پوځي رژیم د نیابتي ځواک په توګه د بې ګناه خلکو په ځپلو، اختطافونو، هدفي وژنو او په پوځي عملیاتو کې د مستقیم ګډون له لارې هلته د واکمن سیستم د بقا لپاره کار کوي. د دغو اجیرو وسله والو تر ټولو زیات زیان د بلوچستان عامو خلکو، په ځانګړې توګه د پښتنو او بلوڅانو قومونو ته رسېږي.
بلوڅ او پښتون ولسونه چې د ګډ تاریخ، ګډو ارزښتونو او ګډ برخلیک شریکان دي. د دوی ترمنځ د تفاهم، همکارۍ او ورورولۍ پیاوړتیا نه یوازې د دواړو قومونو، بلکې د ټولې سیمې د سولې، سوکالۍ او ثبات لپاره یو اساسي او نه بدلېدونکی شرط ګڼل کېږي. د پخوانیو اربکیانو روزل او هغوی د بلوڅانو او پښتنو پر ضد ګمارل د پاکستان د پوځي رژیم یوه شعوري، حساب شوې او خطرناکه تګلاره ده، چې موخه يې د دوه وروڼو قومونو ترمنځ د پېړیو پخوانۍ مینه او یووالي له منځه وړل او دوی د یو بل پر ضد په جګړه کې ښکېل کول دي.
همدا راز پاکستانی پوځي رژيم د بلوچستان په بې ثباته چاپېریال کې، دغو پخوانیو اربکیانو د استخباراتي ادارو او پوځي رژیم په سیوري کې فعالیت. د پوځي رژيم استخباراتي شبکه د دغو عناصرو له ناکامې جنګي تجربې او اوسنۍ مجبوریت څخه په ګټې اخیستنې، هغوی د خپلو نامعلومو او ناقانونه ملیشو په توګه کاروي. پوځي رژیم په شعوري او حسابي ډول غواړي چې د دغو اجیرو وسله والو په وسیله د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ اختلافات او دښمني رامنځته کړي. دا چې د بلوچستان جلا غوښتونکي خوځښتونه د پاکستان لپاره یو جدي ګواښ دی. پوځي رژیم غواړي چې دغه خوځښتونه د نیابتي ځواکونو په وسیله وځپي او بلوڅان دې ته اړ کړي چې خپله انرژي د پښتنو پر ضد ولګوي، نه د پاکستان پر ضد،
همدا ډول پښتانه چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته ژوند کوي او د پښتون قوم غوښتنې تل د پاکستان لپاره یو ګواښ پاتې شوی، پوځي رژیم غواړي چې پښتانه د بلوڅانو په وړاندې په جګړه کې ښکېل کړي، ترڅو دوی له خپلو اصلي غوښتنو څخه لرې کړي، او همدا راز پوځي رژیم غواړي چې د پښتنو او بلوڅانو ترمنځ د شخړو په رامنځته کولو سره، نړیوال پام له خپلو کورنیو ستونزو څخه واړوي او ځان د سیمې د یو اړین ثبات کوونکي په توګه وښیي.
خو پښتانه او بلوڅ قومونه باید د پوځي رژيم د همدغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره سره يو شي او د دې دسیسې پر وړاندې ودریږي. دوی باید پوه شي چې دغه اربکیان چې د دوی پر ضد کارول کېږي، د دوی دښمنان نه، بلکې د پوځي رژیم وسیلې دي. دوی باید د خپلو نیکونو له تجربو او د پلرونو له هوښیارۍ څخه زده کړي چې اصلي دښمن څوک دی او څنګه یې له منځه وړلای شي.
د پښتنو او بلوڅانو ځوانان، چې د راتلونکي بنسټګر دي، باید د دې دسیسې په اړه پوه شي او خپلې پلرنۍ هوښیاري له ځانه سره وساتي. دوی باید د خپل قلم، غږ له لارې خلک دې ته وهڅوي چې د دې اجیرو وسله والو پر وړاندې ودریږي. په نننۍ نړۍ کې، رسنۍ او ټولنیزې شبکې د پوهاوي او ویښتیا تر ټولو اغېزمنې وسیلې دي. باید د خپلو رسنیو، ورځپاڼو او ټولنیزو شبکو له لارې د دې دسیسې پر ضد تبلیغاتي جګړه پیل کړي. دوی باید د پخوانیو اربکیانو د فعالیتونو، د هغوی د روزنیزو مرکزونو او د هغوی د ملاتړ کوونکو په اړه مستند راپورونه خپاره کړي.











































