د ځمکې پر مخ کفارو او باطل تل د ظلم او وحشت تاریخ تکرار کړی دی، چې دوی یې خپل ځواک، بربریت، دوام او بقا بولي. له همدې سببه دوی تل خپل باطل فکر او عقیده پر مسلمانانو د زور او جبر له لارې تحمیلوي. که فکر وکړو، دوی حق ډوبوي او په مقابل کې خپل باطل فکر او عقیده را تحمیلوي. د همدې حق او باطل ترمنځ جګړې له پېړیو راهیسې روانې دي، چې باطل حق ته سر نه ټیټوي او حق باطل ته.
د افغانستان د مجاهد ملت تاریخ تل د داسې مېړانې او سرښندنې بیان کوي، چې د ځمکې پر مخ یې هېڅ ځواک او قدرت ته د غرور او کبر د دوام اجازه نه ده ورکړې. د افغانستان مجاهد ملت د خپلې ایماني عقیدې او مجاهد احساس په وسیله، د مادیاتو، تجهیزاتو او دنیاوي اسبابو په لحاظ پرتمینو امپراتورانو او اشغالګرو ته په خپل ایماني او مجاهد قوت ماتې ورکړې او تر رسوایۍ یې رسولې دي.
د برتانیې انګرېزي ښکېلاک د وخت تر ټولو لوی ځواک شمېرل کېده، چې د ټولې نړۍ د اشغال په تکل خوځېدلی و. له کومو هېوادونو څخه چې به تېرېده، خونړۍ جګړه، تباهي او بربادي به یې په میراث پرېښوده. کله چې د برتانیې انګرېز ښکېلاک، د نورو هېوادونو په څېر، د افغانستان پر جغرافیه او سیاست د تسلط هڅه وکړه او خپل ټول ځواک او قدرت یې د مظلومو افغانانو پر وړاندې مسلط کړ، نو د اسبابو له پلوه کمزوري، خو د ایمان او مېړانې له پلوه تر ټولو شتمن افغان قوم د دغه ښکېلاک د لومړي ځل ماتولو جرئت وکړ.
تر دې چې کلونه جګړې وشوې، خو وروسته د افغان مجاهد ملت په سرښندنو، د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه، د ځمکې پر مخ د هغه وخت لوی امپراتور او ځواکمن قدرت د تېښتې او ماتې لار ونیوله. دا د افغانستان په تاریخ کې لومړنی لوی امپراتوري او ښکېلاک و، چې د افغانانو لخوا په نړیواله کچه مات او نورو هېوادونو ته د آزادۍ الهام او مسیر شو.
نو ځکه افغانستان د «امپراتوریو هدیره» بلل کېږي. څو پېړۍ کېږي چې باطل او کفر خپل زوال او ماتې له دغې غازي خاورې وړي؛ په دغه خاوره کې مات شوي او د تاریخ تر ټولو لوی شرم او شرمندګۍ وړ بلل شوي دي. له نیکونو څخه په تقلید، د عصري ځواک ماتول موږ کسب ګرځولی دی، چې څوک په نړۍ کې د عبث ځواک او قدرت دعوه وکړي، د برتانیې، روسیې او امریکا په څېر بیا داسې حالت ته ورسېږي چې د خپلې مربوطې قلمرو د خیر او دفاع وس او توان یې هم پاتې نه شي.
موږ د دې ځلانده او غازي تاریخ په رڼا کې هغوی ته بیا دا پیغام ورکوو، چې افغانستان ته په بد نظر او کمزورۍ کتل او په کې د ګټو لټول ډېر بد عواقب لري؛ راتلونکې کې بیا تاسې او ځواک به د افغانانو د تفریحي ورځو سمبول وي. نو بیا هم باید د افغانانو غرور، عقیدې، ارزښتونو او حریت ته په دروند نظر د کتلو لار ونیول شي او هېڅوک ورته د کمزورۍ او هېڅ فکر په نظر ونه ګوري؛ ځکه دلته ایمان او جهادي جذبه شته، چې دغه ایمان او جذبه د افغانانو نه بدلېدونکې او زنګ نه وهونکې حربه او وسله ده، چې درې یې مات کړي هم دي.











































