نیول شوي ترک داعشي د بلوچستان هغه مرکز کې روزنه لیدلې چې بهرني وګړي د اروپا او سیمې هیوادونو کې د بریدونو ترسره کولو لپاره پکې روزل کیږي.
ترکي رسنیو پرون دوشنبه خبر ورکړی چې د ترکیې استخباراتو د محمد ګورن په نوم یو ترکی وګړی د افغانستان-پاکستان د کرښې په اوږدو کې نیولی او خپل هیواد ته انتقال کړی دی.
ترکي رسنیو ویلي چې د محمد ګورن مستعار نوم یحیی و، په پاکستان کې د داعشیانو په مرکزونو کې یې روزنه لیدلې وه، او په افغانستان، پاکستان، ترکیه او اروپا کې د انتحاري برید ترسره کولو سره یې هوکړه کړې وه. راپورونه زیاتوي چې نوموړي له ترکیې څخه پاکستان ته د جلب شویو کسانو په انتقالولو کې عمده رول درلود، په پاکستان کې د داعشیانو پر روزنیزو کمپونو له ترسره شویو بریدونو روغ پاتې شوی و او د پټېدو هڅه یې کوله.
المرصاد له خپلو سرچینو د محمد ګورن په هکله داسې معلومات ترلاسه کړي چې تر دې وړاندې نشر شوي نه دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، محمد ګورن د ابو عمر ترکي په نوم کس له لوري د داعشي خوارجو لیکو ته جلب شوی و، له ترکیې څخه لومړی ایران ته او بیا له ایران څخه د پاکستان بلوچستان ته واوښت، هلته د داعشیانو روزنیزو مرکزونو ته ولاړ او نږدې ۶ میاشتې روزنه یې ترلاسه کړه.
له نوموړي سره په روزنیز مرکز کې د ترکي او آزربایجاني اتباعو ترڅنګ، تاجکستاني، پاکستاني او ایراني اتباع هم روزل کېدل.
د المرصاد سرچینې وايي، په هغه مرکز کې چې یحیی روزنه لیدلې وه عمدتًا بهرني اتباع په دې موخه روزل کېدل چې په اروپايي هیوادونو، منځنۍ اسیا او ایران کې بریدونه ترسره کړي او ځینې کسان همدلته تر تربیت لیدلو وروسته بېرته خپلو متبوعو هیوادونو ته هم ستانه شوي وو.
سرچینو خبرداری ورکړی چې په پاکستان کې دننه د داعشیانو په مرکزونو کې روزل شوي بهرني وګړي او هغوی چې تر روزنې لیدلو وروسته بېرته خپلو هیوادونو ته ستانه شوي، ستر امنیتي ګواښ دی او تر څو چې په یاد هیواد کې د داعشیانو مرکزونه فعال وي دا ګواښ به نور هم پراخیږي.
