د اسلام د تاریخ په اوږدو کې داسې ډلې راڅرګندې شوې دي، چې د دین د ناسم تعبیر او غلط فهم له امله یې د اسلام رحماني څېره مسخه کړې او د اسلامي امت ترمنځ یې د تفرقې او فتنې تخم شیندلی دی. دغه ډلې، په شعوري یا غیر شعوري ډول، د اسلام د دښمنانو د شومو موخو د پوره کولو لپاره هڅې کړي او د امت په منځ کې یې د اختلاف، تاوتریخوالي او بېباورۍ فضا رامنځته کړې ده.
د اسلام په لومړیو پېړیو کې د دې فکري انحراف څرګنده بېلګه د خوارجو ډله وه؛ هغه کسان چې په ظاهره ډېر دینپال ښکارېدل، عبادتونه یې کول، قرآن عظیمالشان یې لوسته، خو له ژورو معنوي مفاهیمو بېبرخې وو. دا ناپوهي د دې لامل شوه، چې دوی د دین په جامه کې د دین پر ضد ودریږي او د ظاهري تقدس تر شا د فتنې او تاوتریخوالي تخم وشیندي.
په معاصره زمانه کې هم د همدې فکري انحراف له لمنې څخه یوه بله ډله راوزېږېده، چې ځان ته یې «داعش» نوم ورکړ. دا ډله د خوارجو په څېر له وچ، سطحي او تکفیري فکره ډکه وه، چې د اسلامي امت د وینې تویولو، ورانۍ او بېثباتۍ لامله شوه. هغه فاجعې چې د شمېرلو لپاره یې اوږدې مودې ته اړتیا لري.
په دې لړۍ کې، «له ادعا تر عمله؛ د اوسني عصر د خوارجو شرمناکو کړنو ته یوه کتنه» د مقالو په دوام کې، موږ د دې کرغیړنې ډلې یوې تلپاتې او تکرارېدونکې ادعا ته رڼا اچوو؛ یوې ادعا ته چې له عمله تشه ده او د خوارجو د اصلي نښو څخه شمېرل کېږي.
د داعش خوارجو د خپل ناوړه خلافت له پیل راهيسي، د خپلو مشرانو او سرکرده غړو په ویډیوګانو او غږیزو پیغامونو کې تل دا ادعا کړې، چې ګواکې دوی د امت له ټولو علماوو زیات په دیني مسایلو پوه دي او د دوی عالمان د امت د نورو علماوو پرتله لوړ علم لري.
خو دا ادعا له حقیقت سره د ځمکې او آسمان اندازه توپیر لري او همدا د دې لامل شو چې دوی د امت په منځ کې د هغو خلکو په توګه وپېژندل شي چې عملونه یې د دوی د خبرو سره مخالف دي؛ یوه مسله چې د دوی اصلي مخ یې تر بل هر وخت ډیر څرګند کړی دی.
دغه ناسم فکر د خوارجو د فتنې د پراخېدو لامل شو. دوی د دیني شعارونو تر پوښښ لاندې او د غلط فهم پر بنسټ، عام مسلمانان او په ځانګړي ډول رباني علما د بېځایه پلمو له مخې تکفیر کړل او خپلو دوکه شویو پلویانو ته یې د علماوو په شهادت رسولو هڅونه وکړه.
هو! د علماوو په تکفیر او د هغوی د وژنې په فتوا سره، داعش خوارجو له یوې خوا غوښتل خپلو لوېدیځو بادارانو ته چاپلوسي وکړي او له بلې خوا یې هڅه کوله د حق غږ چوپ کړي، هماغه غږ چې د سم استدلال، ژور فهم او ریښتینې اسلامي بصیرت په مټ یې د خوارجو له څېرې نقاب پورته کاوه او د دوی اصلي ماهیت یې د امت په وړاندې څرګنداوه.
په حقیقت کې، د علم او پوهې ادعا د داعش خوارجو لهخوا یوازې یوه بهانه وه د دوی د ژور جهل د پټولو لپاره. دا هغه کسان وو چې ځانونه یې د قرآن عظیمالشان حافظان او د دین عالمان ګڼل، خو لکه څنګه چې د اسلام مبارک پیغمبر صلیالله علیه وسلم د خوارجو په اړه ویلي دي: «یقرؤون القرآن لا یجاوز حناجرهم» قرآن عظیمالشان لولي، خو له ستوني یې نه تېرېږي. (بخاري او مسلم)
دا مبارک حدیث د خوارجو د فکري او روحاني حالت تر ټولو دقیق انځور وړاندې کوي؛ داسې خلک چې ظاهراً د دین په رنګ رنګین دي، خو باطن یې له حقیقي فهم، تقوا او الهی بصیرت خالي دی. دوی قرآن عظیمالشان د هدایت او عمل پر ځای د تحریف او فریب وسیله ګرځولې وه. د دوی خبرې د جهالت، تعصب او ځانغوښتنې څخه ډکې وې، نه د ایمان او بصیرت له رڼا.
نو ځکه، هر ځای چې دا ډله راڅرګنده شوه، د ورانۍ، وینې تویېدو، د علماوو د دښمنۍ او د عقیدې د انحراف نښې یې پرېښودې. هر ښار چې د دوی تر واک لاندې راغی، لومړنی هدف یې د علم او علماوو له منځه وړل وو، ځکه پوهېدل چې رښتینی علم د جهالت دښمن او د بیدارۍ رڼا ده.
داعشي خوارجو د قرآن عظیمالشان او سنت له سطحي تفسیر څخه کار واخیست، هغه مسلمانان یې چې له دوی سره نه یوځای کېدل کافران بلل او د هغوی وژنه یې عبادت ګڼله. دا چلند نه یوازې د اسلام سپېڅلې روح ته سپکاوی وکړ، بلکې د امت د یووالي، پرمختګ او عزت لارې یې هم وتړلې.










































