فکري استعمار څه شی دی؟
د استعمار د سم درک او دقیقې پېژندنې په وسیله، انسان په آسانۍ سره پوهېږي؛ چې آیا د استعمار په دام کې نښتی دی که نه؟
خو په دې منځ کې د استعمار یو ډول شته چې له نورو یې په بشپړ ډول مختلف دی، چې هغه فکري استعمار دی.
په فکري استعمار کې؛ د ځاني لګښتونو له کارونې پرته، دښمن تر ټولو په اسانه لاره او تر ټولو په کم لګښت لرونکي سیسټم؛ خپل پلان او پروګرام تر لاسه کوي.
شاید په پخواني استعمار کې ډېرو ځاني لګښتونو ته اړتیا وه، ترڅو یو ملت تر لاسه شي، خو په نوي استعمار کې چې په حقیقت کې د فکر او اندیښنې استعمار دی؛ په بېلابېلو لارو دې ډګر ته ور ننوتلی دی او خپل شوم اهداف تر لاسه کوي او پالي یې.
نو هر ملت ته لازمه ده، چې د عقل د ځواک په کارولو سره؛ د استعمارګرو د داخلېدو لاره بنده کړي او له هغوی سره مبارزه وکړي.
د فکري استعمار وسائل؛
د فکري استعمار په اړه په لنډه توګه د دې وسائلو یادونه کولی شو:
١: سمعي او بصري رسنۍ:
نوی فکري استعمار د سمعي او بصري رسنیو له لارې په خلکو کې د نفوذ لاره برابروي، په رسنیو کې واکمنېدل؛ په حقیقت کې یو له اساسي عواملو څخه دي، چې د خلکو فکر او اندیښنې په استعمار کې راولي.
٢: خیریه او غیر ګټور سازمانونه:
له هغو نورو مواردو څخه چې خلک له فکري او اندیښنې اړخه مستعمره کولی شي؛ د خیریه او غیر تجارتي مرستو کول، په استعماري هېوادونو کې دي، خیریه او بې ګټې سازمانونه؛ که څه هم په ښکاره د بشري حقوقو په طرز سره میدان ته داخليږي؛ خو په هر قدم کې یو پټ هدف لري.
٣: د واکمنۍ کنټرول په لاس کې لرل:
په هغو ډېرو هېوادونو کې چې خلک یې له استعماري فکر سره مخالف دي؛ دوی د دې فکر سره په مبارزه کې دي چې باید د دوی مشران د استعمارګرو په لاس کې نه شي.
په ځینو هېوادونو کې، استعمار په اسانۍ سره په حاکمیت کې ځای نیسي او د وخت په تېرېدو سره د خلکو په ذهن او فکر واکمن کېږي، خو اسلامي نظامونه چې له ځانګړي شفافیت او ارزښتونو څخه برخمن دي؛ تر یوې اندازې پورې د استعمار د نفوذ په وړاندې مقاومت کوي، که څه هم هغوی له دې ستونزې سره په مبارزه کې وي.