میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
یکشنبه, جولای 5, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی

    په نړۍ او د مسلمانانو پر خاورو د اسلامي امارت اغېزې

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    د امنیت په رڼا کې د اختر ښکلا!

    د امن د فرشتو په غېږ کې اختر

    د امن د فرشتو په غېږ کې اختر

    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د پاکستاني پوځ ستراتیژیک مصلحت او د تاریخ خونړی څپرکی؛ له تور سپټمبر څخه تر معاصرې دورې پورې

    وخت را رسېدلی، چې پاکستان په خپلو امنیتي پالیسیو غور وکړي

    د افغان ولس د استقامت پر وړاندې ناکامې هڅې

    د کورني کړکېچ په سیوري کې بهرنی جنایت!

    د کورني کړکېچ په سیوري کې بهرنی جنایت!

    پوځي کړۍ د خپلو دروغجنو ادعاوو اثبات د بې ګناه وګړو په بمبار کې لټوي

    د پاکستاني پوځ جنایت؛ د پوځي کړیو د ناکامۍ او دروغو یوه بله بېلګه!

  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

    شهید ملا اختر محمد منصور؛ هغه مجاهد چې په شهادت سره تلپاتې شو

    د خواجه شفیق‌الله ابوقدامه تقبله‌الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

    عزالدین حداد؛ هغه مېړنی چې شهادت یې څېره ښکاره کړه!

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

اکبر جمال

Share on FacebookShare on Twitter

د سیاسي تاریخ له ترخو حقیقتونو څخه یو دا دی چې د ځواک په ماڼیو کې اخلاقي جرمونه ډېر ځله په ستراتیژیکو مډالونو بدلېږي، او هغه عمل چې د قانون له مخې باید تر ټولو سخته سزا ولري، د پوځي اسټېبلېشمنټ په شطرنج کې د لوړې مرتبې زینه ګرځي. کله چې د ۱۹۷۰م کال د سپټمبر په میاشت کې د اردن پر خاوره د رامنځته شوې خونړۍ کورنۍ جګړې، یعنې «تور سپټمبر» پاڼې اړوو او هغه د ننني پاکستان له ستراتیژیک وضعیت سره پرتله کوو، نو داسې یو نالیکل شوی اصل او دوام وینو چې د «دولت د واکمنۍ» او «اداري ساتنې» تر نومونو لاندې پکې د اشخاصو پرېکړې له قانون څخه پورته ګڼل کېږي.

دا یوازې د پنځوسو کلونو پخوانۍ پېښه نه ده، بلکې د یوه ځانګړي پوځي فرهنګ کیسه ده؛ هغه فرهنګ چې تر نن ورځې هم په هماغه لاره روان دی. د دې کیسې پیل د ۱۹۶۷م کال د عربو او اسرائیلو له جګړې کېږي؛ هغه جګړه چې د مصر، سوریې او اردن پوځونه پکې د اسرائیلو له سختې ماتې سره مخ شول. دا کومه ناڅاپي فاجعه نه وه، بلکې د عربي واکمنانو د ستراتیژیکې ناتوانۍ، د استخباراتي غفلت، د متقابلې بې‌باورۍ او د پوځي چمتووالي د نشتوالي طبیعي پایله وه.

ورته مقالې

وخت را رسېدلی، چې پاکستان په خپلو امنیتي پالیسیو غور وکړي

د افغان ولس د استقامت پر وړاندې ناکامې هڅې

د کورني کړکېچ په سیوري کې بهرنی جنایت!

د دې جګړې په پایله کې، بیت المقدس او لوېدیځه غاړه د مسلمانانو له واکه ووته او میلیونونه فلسطینیان په خپل وطن کې بې‌کوره شول او د کډوالو په کمپونو کې یې ژوند پیل کړ. د عربي حکومتونو همدې تاریخي ناکامۍ د فلسطینیانو په ذهن کې دا احساس پیدا کړ چې که دوی خپله وسله پورته نه کړي، نو ښايي د تل لپاره له خپلې خاورې او هویت څخه بې‌برخې شي. له همدې ناامیدۍ څخه، د یاسر عرفات تر مشرۍ لاندې فلسطیني وسلوال سازمان (PLO) رامنځته شو، چې اردن یې د اسرائیلو پر ضد د وروستي مورچل په توګه کاراوه.

د وخت په تېرېدو، په اردن کې د فلسطینیانو د وسلوالو فعالیتونو له امله داسې انګېرل کېدل چې ګواکې د دولت تر څنګ بل دولت جوړېږي. ویل کېدل چې هغوی د اردن قوانینو ته چندان پام نه کوي، او د دوی فعالیتونه د اردن ملي حاکمیت له ګواښ سره مخ کوي. د ۱۹۷۰م کال د سپټمبر په لومړیو کې، کله چې د فلسطین د ازادۍ لپاره د ولسي جبهې (PFLP) یوې ډلې څو نړیوالې مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې، د اردن په صحرا کې یې ښکته کړې او وروسته یې والوزولې، نو د اردن د پاچا حسین صبر پای ته ورسېد.

هغه دا پېښه د خپل سلطنت او واکمنۍ پر ضد مستقیم ګواښ وباله او د فلسطینیانو پر ضد یې د پراخو او سختو پوځي عملیاتو امر وکړ؛ هغه عملیات چې وروسته په تاریخ کې د «تور سپټمبر» په نوم مشهور شول. په همدې خونړي پړاو کې هغه مهال پاکستانی بریګېډیر، او وروسته د پاکستان ولسمشر، محمد ضیاء الحق د پېښو په مرکز کې راڅرګند شو.

هغه له ۱۹۶۷م کال راهیسې د پاکستان د رسمي پوځي مأموریت په چوکاټ کې اردن ته د اردني پوځ د روزنې لپاره استول شوی و. د دې مأموریت موخه دا وه چې د ۱۹۶۷م کال له ماتې وروسته اردنی پوځ بیا تنظیم او د چریکي جګړې روزنه ورکړل شي. خو کله چې د اردني پوځ او فلسطیني کډوالو ترمنځ کورنۍ جګړه پیل شوه، ویل کېږي چې ضیاء الحق د خپل رسمي مأموریت له حدودو واوښت او د اردني ځواکونو په ستراتیژیک او عملیاتي مدیریت کې یې مستقیم رول ولوباوه.

د هغه تر څار لاندې پر فلسطیني کمپونو سختې بمبارۍ او پوځي عملیات ترسره شول. د یاسر عرفات د ادعا له مخې، په دغو عملیاتو کې له لسو زرو(۱۰،۰۰۰) څخه تر پنځه ویشت زرو(۲۵۰۰۰) پورې فلسطینیان ووژل شول. د عملیاتو تر پای وروسته، کله چې ضیاء الحق پاکستان ته ستون شو، د هغه وخت د پوځ لوی درستیز، جنرال ګل حسن، د دې لپاره چې نوموړي د حکومت له اجازې پرته د بل هېواد په کورنۍ جګړه کې ګډون کړی و، د هغه د پوځي محاکمې (کورټ مارشل) سپارښتنه وکړه.

خو دلته تاریخ بل لور ته واوښت، هغه څوک چې د قانون له مخې باید سزا شوی وای، د اردن د پاچا شخصي سپارښتنې او د پاکستان د پوځي اسټېبلېشمنټ د ستراتیژیکو مصلحتونو له امله پر یوه ارزښتناک پوځي شخصیت بدل شو. د محاکمې دوسیه وتړل شوه، او همدغه «ستراتیژیک جرم» د هغه د چټکې ودې زینه وګرځېد، تر دې چې په ۱۹۷۶م کال کې د پاکستان لومړي وزیر ذوالفقار علي بوټو د اوو مشرانو جنرالانو له تېرولو وروسته ضیاء الحق د پوځ لوی درستیز وټاکه؛ داسې پرېکړه چې وروسته د بوټو د سیاسي ژوند تر ټولو ستره تېروتنه وبلل شوه.

د ضیاء الحق د کورټ مارشل درېدل، د پاکستان په پوځ کې د هغه نالیکلي اصل لومړنۍ خښته وه چې وروسته د اسټېبلېشمنټ په یوه دوامداره سازماني فرهنګ بدل شو.
د دې فرهنګ له مخې، تر هغو چې یو لوړپوړی پوځي افسر د پوځ د قوماندې په چوکاټ کې پاتې وي، د هغه ستراتیژیکې تېروتنې، ناکامۍ او یا د پالیسۍ تضادونه په عامه توګه نه څېړل کېږي، بلکې د «وخت اړتیا» په نوم یې دوسیې تړل کېږي. د همدې ستراتیژیک فرهنګ او پالیسۍ د تضاد یوه معاصره بېلګه د متقاعد ډګر جنرال فیض حمید او اوسني لوی درستیز جنرال عاصم منیر د امنیتي سیاستونو ترمنځ لیدل کېږي.

یو وخت فیض حمید، د استخباراتو د مشر او د پېښور د قول اردو د قوماندان په توګه، د کابل د هغه وخت حکومت په همکارۍ له ټي ټي پي (TTP) سره د مذاکراتو او پخلاینې تګلاره تعقیبوله، چې په ترڅ کې یې بندیان خوشې او یو شمېر وسله‌وال بېرته مېشت شول. وروسته، د پوځ د مشرتابه له بدلېدو سره، د عاصم منیر تر مشرۍ لاندې همدې تګلارې ته د هېواد د ناامنۍ او د ترهګرۍ د زیاتوالي یو لامل وویل شو.

ځینې شنونکي استدلال کوي چې د عاصم منیر تر مشرۍ لاندې د خبرو پر ځای د پوځي مقابلې تګلاره د پوځ د دودیزې «جګړه‌ییز اقتصاد» د ساتنې له لیدلوري ارزول کېږي، ځکه د دوی په باور د فیض حمید او عمران خان د تګلارې دوام ښايي دغه جوړښت اغېزمن کړی وای.
د همدې تحلیل له مخې، اسټېبلېشمنټ د مذاکراتو پر ځای د صفر زغم او پوځي مقابلې لاره خپله کړه. د دغو ستراتیژیکو بدلونونو او تضادونو په اړه پوځي مشرتابه هېڅکله ځان د عامه حساب ورکونې مکلف ونه باله.

په همدې لړ کې، کله چې د فیض حمید پر ضد د پوځ د قانون له مخې انضباطي اقدامات وشول، نو هغه د ټي ټي پي سره د مذاکراتو له امله نه، بلکې د «ټاپ سټي» د شخصي کور جوړونې پروژې په قضیه کې د واک د ناوړه ګټې اخیستنې او له تقاعد وروسته په سیاسي فعالیتونو کې د ښکېلتیا د تورونو پر بنسټ ترسره شول. د پاکستان د پوځ دغه عملي تضاد دا ښيي چې حساب ورکونه هغه وخت پیلېږي، کله چې یو افسر د پوځ داخلي نظم، د بنسټیزو ګټو چوکاټ او یا د مشرتابه ټاکلې کرښه تر پښو لاندې کړي.

خو تر هغه چې یو پوځي افسر د پوځ د سیاسي نفوذ، د جګړه‌ییز اقتصاد، د پارلمان پر کنټرول او د دولت د ستراتیژیکو ګټو له عمومي چوکاټه نه اوړي، د هغه سترې تېروتنې هم تر ډېره د مصلحت تر سیوري لاندې پټې پاتې کېږي. حتی اوس داسې وضعیت هم رامنځته شوی چې ځینې کړنې عملي او یا قانوني معافیت هم ترلاسه کولای شي. له همدې امله، د ۱۹۷۰م کال د «تور سپټمبر» له پېښو څخه نیولې د معاصر پاکستان تر ستراتیژیکو پرېکړو پورې، د تاریخ دا درس ورکوي چې کله دولتونه او واکمن بنسټونه د عامه حساب ورکونې او روڼتیا پر ځای بنسټیز معافیت خپل اصل وګرځوي، نو د حق او باطل ترمنځ کرښې ورو ورو تتې شي.

هغه څه چې د یوه عادي وګړي یا فلسطیني کډوال له نظره د ژوند، حقونو او بقا مبارزه وي، د اسټېبلېشمنټ په رسمي روایت کې د «دولت پر ضد بغاوت» یا «داخلي فتنې» په نوم تعبیرېږي او د زور له لارې ځپل کېږي. که اړتیا وي، نو د دربار له پلویانو دیني عالمان هم راجلبېدای شي او د «خوارجو» او ورته نورو دیني تعبیرونو فتوې هم کارول کېدای شي.

ښايي دا مفکوره هغه مهال د ضیاء الحق ذهن ته نه وه راغلې، کنه امکان درلود فلسطینیان نه یوازې د اردن د دولت باغیان، بلکې «خوارج» هم اعلان شوي وای.
ښايي د ځواک دغه لوبه په لنډ مهال کې دولتونه او ادارې خوندي وساتي، خو د تاریخ په محکمه کې دا پوښتنه تل ژوندۍ پاتې کېږي: تر کومه به ستراتیژیکې بریاوې د عادي انسانانو د وینو، کډوالۍ او کړاو په بیه ترلاسه کېږي؟

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

وخت را رسېدلی، چې پاکستان په خپلو امنیتي پالیسیو غور وکړي

ورته مقالې

که کور مې وسوځېده، دېوالونه یې پاخه شول!
سیاسي لیکني

که کور مې وسوځېده، دېوالونه یې پاخه شول!

مارچ 3, 2026
دیني لیکني

د خوارجو لخوا د اعلان شوي (جعلي خلافت) موخه څه، او حکم يې څه دی؟

جولای 30, 2023
داعش تل د حق او حقیقت له لارې انحراف کړی
خوارج العصر

فبروري 20, 2024
خوارج العصر

ایا د دوحې تړون او د خارجي سفارتونو او تجارانو أمنيت نیول کومه غیري شرعي خبره ده؟

فبروري 19, 2023
خوارج العصر

جنوري 30, 2023
خوارج العصر

داعش له موصله تر ننګرهاره(۲۸برخه)

دسمبر 31, 2022

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د پاکستاني پوځ ستراتیژیک مصلحت او د تاریخ خونړی څپرکی؛ له تور سپټمبر څخه تر معاصرې دورې پورې

د پاکستاني پوځ ستراتیژیک مصلحت او د تاریخ خونړی څپرکی؛ له تور سپټمبر څخه تر معاصرې دورې پورې

جولای 5, 2026
وخت را رسېدلی، چې پاکستان په خپلو امنیتي پالیسیو غور وکړي

وخت را رسېدلی، چې پاکستان په خپلو امنیتي پالیسیو غور وکړي

جولای 5, 2026
د افغان ولس د استقامت پر وړاندې ناکامې هڅې

د افغان ولس د استقامت پر وړاندې ناکامې هڅې

جولای 4, 2026
د کورني کړکېچ په سیوري کې بهرنی جنایت!

د کورني کړکېچ په سیوري کې بهرنی جنایت!

جولای 4, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.