میقات د المرصاد سمعي او بصري ویب
سه شنبه, اکتوبر 20, 2026
المرصاد
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
    د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د المرصاد پیغام!

    د اسلام اباد برید او وروستي حقائق! مهالنۍ تبصره

    پر جعفر ایکسپریس برید؛ ګوته ولې افغانستان ته ونیول شوه؟

    پاکستان کې د درو مهمو داعشیانو نیول کېدل د څه ثبوت دی؟   

    د افغانستان و پاکستان اړیکې؛ د فوځ دننه یوه کړۍ د ستونزو سرچینه

    پاکستان د خپلو ګټو لپاره چین د سیمي په نیابتي جګړه کې ښکېلوي

  • خبرونه
    • ټول
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
    د پاکستان پوځي رژيم خیبر پښتونخوا کې اضطراري وضعیت او ګورنر راج اعلان کړ

    د پاکستان پوځي رژيم غواړي د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت سلب صلاحیت کړي

    سرچینې: د افغانستان هوايې ځواک تراوسه د ډرون برید نه دی ترسره کړی، د غچ وخت او نوعیت به پخپله ټاکي

    د اسد ۲۴مه؛ د اشغال پای او د بې سارې تحول پیل!

    د اسلامي امارت هوايي ځواک نن شپه د بلوچستان ايالت د پشين د سرانانو په سيمه کې د افغاني اربکيانو  يو مهم مرکز هدف ګرځولی دی.

    د پاکستان تر ولکې لاندې سیمه کې نیول شوی احمد کازانچي څوک دی؟

  • شننې او لیکنې
    • ټول
    • جهادي لیکني
    • خوارج العصر
    • دیني لیکني
    • سیاسي لیکني
    د جنرال عاصم منیر د واکمنۍ پر مهال د پاکستان اقتصادي بحران او ستراتیژیکه افلاس‌ځپلتیا

    پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه! لومړۍ برخه

    پښتونخوا؛ د پاکستان د بې‌کفایتۍ په سیوري کې د داعش پټ جنت!

    په پښتونخوا کې د والي واکمنۍ پټ او ښکاره اړخونه

    د پاکستان پوځي رژیم؛ په پښتونخوا کې له داعش څخه د ناوړه استفادې وهم!

    د پردې تر شا خونړۍ دسیسه!

    د پردې تر شا خونړۍ دسیسه!

    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • ټول
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
    د شیخ محمد ادریس تقبله الله قاتلین څوک او چیرې دي؟

    شهید شیخ‌الاسلام رحیم‌الله حقاني؛ فقیه مجاهد او د داعش خوارجو دښمن!

    د شهید شیخ رحیم‌الله حقاني یاد او د داعشي خوارجو جنایتونه

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    د امت ستر محسن او علمي څهره!

    هغه غر چې له څوکو به يې بيا هېڅ کله د لمر وړانګې ښکاره نه شي

    داعش خوارج دي (د شهید شیخ رحیم الله حقاني رحمه الله ځانګړی بیان)

    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
    د شهید قاري بختیار علي فاروق ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    دا په غېږ کې د خزان را ټوکېدلی ګلاب

    د اتل او ننګیالي شهید حافظُ القرآن محمد ذاکر تقبله الله ژوند او کارناموته لنډه کتنه!

    د اتل او ننګیالي شهید احمد فرید احرار تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه

    د سنګرونو اتل او د نړېوال سياست ځلانده ستوری؛ شهيد ملا اختر محمد منصور تقبله الله

    د ملا اختر محمد منصور رحمه الله د رهبرۍ بصیرت او تاریخي کارنامې!

  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি
هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ

هارون ټیپو

Share on FacebookShare on Twitter

پاکستان دا مهال د خپل سیاسي او اقتصادي موجودیت له یوه داسې خورا حساس پړاو څخه تېرېږي، چې دولتي جوړښت یې په یوه وخت کې له سختو کورنیو تضادونو او ژور مالي بحران سره مخ دی. د ۲۰۲۳ کال په جولای میاشت کې د پوځي رژیم مشر جنرال عاصم منیر په کراچۍ کې د سترو سوداګرو او پانګوالو یوې لویې ډلې ته د وینا پر مهال، په یوه بشپړ سوداګریز او شرکتي انداز ادعا کړې وه چې:
«د هېواد اقتصاد به د یوه کال په ترڅ کې د بیا رغېدو پر ځغاست‌لیکه منډې ووهي او الوتنه به وکړي.»
نوموړي د دې ترڅنګ ولس ته سپارښتنه کړې وه چې له ناهیلۍ ځان وساتي او ویلي یې وو: «ناهیلي کفر دی.»

خو نږدې درې کاله وروسته، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر اوسنۍ ځمکنۍ وضعه د نوموړي د ادعاوو بشپړ خلاف، یو وېروونکی انځور وړاندې کوي. د نړیوالو بنسټونو اسناد او د هېواد واقعي وضعیت د پوځي رژیم د ستراتیژیکو پرېکړو او اقتصادي پایلو ترمنځ ژور تضادونه په ډاګه کوي. په بله وینا، د اقتصاد الوتکې نه یوازې دا چې د ځغاست‌لیکې له وهلو وروسته یې د «سکردو د ځانګړو غرونو په څېر لوړه الوتنه» ونه کړه، بلکې داسې ښکاري چې پر ځمکه د راغورځېدو او ټوټې ټوټې کېدو په حال کې ده.

ورته مقالې

پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه! لومړۍ برخه

پښتونخوا؛ د پاکستان د بې‌کفایتۍ په سیوري کې د داعش پټ جنت!

په پښتونخوا کې د والي واکمنۍ پټ او ښکاره اړخونه

د نړیوال بانک او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) د وروستیو اقتصادي راپورونو له مخې، پاکستان دا مهال د منځني ختیځ، شمالي افریقا، افغانستان او پاکستان په ګډون د یوې پراخې ستراتیژیکې سیمې (MENAAP) د بېوزلۍ تر ټولو لوی مرکز ګرځېدلی دی. د نړیوال بانک راپور په څرګندو ټکو ښيي چې په دې ټوله سیمه کې د هغو بېوزلو وګړو، چې ورځنی عاید یې له درې ډالرو څخه کم دی، اته څلوېښت سلنه یوازې په پاکستان کې ژوند کوي. په ورته وخت کې، د هېواد په کچه د بېوزلۍ ملي کچه له دوه ویشت سلنې څخه نهه ویشت سلنې ته لوړه شوې ده. د دې څرګنده معنا دا ده چې له اویا میلیونو څخه زیات پاکستانیان د بېوزلۍ تر کرښې لاندې، په سختې تنګلاسۍ او بېوزلۍ کې ژوند تېروي.

همدارنګه، د ملګرو ملتونو د څو اړخیزې بېوزلۍ د شاخص (MPI) له مخې، د پاکستان ۳۸ اعشاریه ۳ سلنه وګړي د روغتیا، زده‌ کړو او د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو او مناسب معیار څخه بې‌برخې دي. له نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره پرتله د پاکستان دغه اقتصادي ځوړتیا لا ښه روښانوي. ځکه په داسې حال کې چې د سیمې ګاونډیو هېوادونو د خپلو اوږدمهالو اقتصادي پالیسیو په مټ میلیونونه وګړي له بېوزلۍ ژغورلي، په هند کې د بېوزلۍ دغه کچه ۱۶ اعشاریه ۴ سلنې او په بنګله‌دېش کې ۱۴ اعشاریه ۹ سلنې ته راټیټه شوې ده. دا توپیر د پاکستان د پوځي رژیم د پالیسیو پر عقلانیت او اغېزمنتیا یوه ستره پوښتنه راپورته کوي.

د دې اقتصادي زوال یو څرګند لامل هغه ستراتیژیک تضاد هم دی چې د ۲۰۲۳ کال په سپټمبر میاشت کې د لنډمهالي حکومت او پوځي رژیم له لوري د «ناقانونه بهرنیانو د بېرته ستنولو پلان» (Illegal Foreigners Repatriation Plan) په بڼه راڅرګند شو. د پوځي رژیم د دغه روایت له مخې، په هېواد کې د بې‌روزګارۍ د زیاتوالي او د سرچینو د کمښت پړه پر افغان کډوالو واچول شوه او په سلګونو زره کډوال په زور له هېواده وایستل شول؛ خو د دې اقدام پایلې د پوځي رژیم د تش په نامه پالیسۍ له موخو سره بشپړې مخالفې راووتلې.

د اقتصادي کارپوهانو د شننو له مخې، دغو افغان وګړو د پاکستان په غیررسمي اقتصاد کې، په ځانګړې توګه د ټرانسپورټ، عمده پلور بازارونو، ودانیزو چارو او کرنې په برخو کې، د ارزانه کاري ځواک او فعالو سوداګریزو عناصرو په توګه د ملا د تیر حیثیت درلود. د دوی ناڅاپي وتلو د پاکستان د توکو د عرضې او رسولو لړۍ سخته زیانمنه کړه او د هېواد اقتصاد یې لا ژور بحران ته ورټېل واهه.
پر دې سربېره، په کابل کې د اسلامي امارت پر حکومت د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په څېر ډلو د ملاتړ تور پورې کولو پر بنسټ د تش په نامه بهرنۍ پالیسۍ په پایله کې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې څو ځله پوځي نښتې او هوايي بریدونه وشول. دغو اقداماتو له منځنۍ اسیا سره د پاکستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ لارې وتړلې او د خیبر پښتونخوا او بلوچستان اقتصادي وضعیت یې لا پسې خراب کړ.

په کور دننه ناامنۍ او د انرژۍ بحران، په ځانګړې توګه د برېښنا او ګازو د بیو بې‌ساري لوړوالي، د هېواد په تر ټولو لوی صنعتي مرکز فیصل‌آباد کې د ټوکر جوړولو صنعت د تباهۍ تر پولې رسولی دی. هلته د زرګونو فابریکو د تړل کېدو له امله په سلګونو زره ورځني مزدوران بې‌روزګاره شوي دي. د دې صنعتي زوال له امله سترو کورنیو پانګوالو او څو ملیتي شرکتونو خپلې پانګې راټولې کړې او د متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان په څېر خوندي هېوادونو ته یې مخه کړې ده.

په دومره پراخه کچه له هېواده د پانګې وتلو (Flight of Capital) د ۲۰۲۶ کال په اکتوبر میاشت کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې تر دې بریده راکمې کړې دي چې هېواد د رسمي اقتصادي افلاس له جدي ګواښ سره مخ شوی او د دیوالیه کېدو تور سیوری پرې غوړېدلی دی. له دغه مالي بحران سره د مقابلې لپاره پوځي رژیم او سیاسي مشرتابه لا هم د لنډمهالو مرستو پر هغو دودیزو او تش په نامه ستراتیژیکو پالیسیو تکیه کوي چې له مخې یې په واشنګټن کې د امریکا له حکومت څخه د لسو میلیاردو ډالرو د «اسعارو د تبادلې د ثبات د ملاتړ صندوق» (Exchange Stabilization Support Fund) غوښتنه شوې ده.

دا چاره د هماغه پخواني او «د اجیرۍ د دودیز چلند» دوام دی چې د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته د اسلامي امارت پر ضد د امریکا په ملاتړ د پوځي خدمتونو په بدل کې د مالي مرستو او کڅوړو د ترلاسه کولو لپاره کارول کېده. همدارنګه، د هېواد د وارداتو د لګښتونو د پوره کولو لپاره په ریاض کې د سعودي عربستان له حکومت څخه د پنځلسو کلونو لپاره د شاوخوا شپږ اعشاریه اوو میلیاردو ډالرو په ارزښت د پور په بڼه د تېلو د ترلاسه کولو اسانتیا غوښتل شوې ده.

خو تر اوسه د خلیجي هېوادونو له لوري د دغو غوښتنو د وروستۍ منظورۍ نشتوالی څرګندوي چې «دوست هېوادونه هم نور پاکستان ته له قید او شرط پرته د مالي مرستو له ورکولو ډډه کوي.» د نړیوالو سیاسي څارونکو او اقتصادي شنونکو د متفق نظر له مخې، د پاکستان د دغو ټولو اقتصادي، سیاسي او بهرنۍ پالیسۍ د بحرانونو اصلي لامل د هېواد پر پرېکړو، اقتصاد او حکومتي چارو د پوځي رژیم واک او کنټرول دی؛ بلکې داسې بې‌حده کنټرول چې ټولې پرېکړې د سوچه اقتصادي اصولو پر ځای، د «جګړو له لارې د پیسو ګټلو پر ذهنیت» ولاړې وي.

د افغان کډوالو له ایستلو سره سره په هېواد کې د بېوزلۍ مخ پر زیاتېدونکی توپان دا حقیقت ثابتوي چې د پاکستان د ستونزو ریښې په کډوالو کې نه دي؛ بلکې په ناسمه اقتصادي پلان‌جوړونه، صنعتي زوال، سیاسي بې‌ثباتۍ او د هېواد په ټولو ادارو کې د پوځي رژیم د متقاعدو افسرانو او اړوندو کسانو په ګومارنو کې نغښتې دي. تر هغه چې په هېواد کې د اسلام حقیقي حاکمیت، سیاسي ثبات او بنسټیز جوړښتي اصلاحات رامنځته نه شي او پوځي رژیم بېرته خپلو پوځي قرارګاوو ته ونه لېږل شي، تر هغه به پر بهرنیو پورونو او لنډمهالو مالي مرستو تکیه پاکستان د اقتصادي افلاس له دغه دوامدار او نه ختمېدونکي کړۍ څخه خلاص نه کړي.

شریکټویټ
مخکینی پوسټ

پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه! لومړۍ برخه

ورته مقالې

خوارج العصر

د خوارجو ماشومانه اعلاميې په تړاو

مارچ 15, 2023
داعش؛ یو بې‌خلیفه خلافت! لومړۍ برخه
خوارج العصر

داعش؛ یو بې‌خلیفه خلافت! لومړۍ برخه

جولای 2, 2025
د داعشي پدیدې تاریخي او فلسفي څېړنه؛ له نظریې تر عمله! څوارلسمه برخه
خوارج العصر

د داعشي پدیدې تاریخي او فلسفي څېړنه؛ له نظریې تر عمله! څوارلسمه برخه

دسمبر 4, 2025
خوارج العصر

داعش او پاکستان د یوې سکې دوه مخه

نوومبر 11, 2023
خوارج العصر

خوارج دنوی خطرناک جنګ اور ته لمن وهی

دسمبر 31, 2022
په هېواد کې مذهبي، قومي او ژبني دُښمنۍ له کومه ځایه را پیل شوې؟
جهادي لیکني

په هېواد کې مذهبي، قومي او ژبني دُښمنۍ له کومه ځایه را پیل شوې؟

فبروري 3, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

  • مشهور
  • تبصرې
  • وروستي
د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

جون 22, 2026
په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

اگست 7, 2024
د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

مارچ 24, 2024
پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

مارچ 25, 2024
صومالیا کې د پيسو د نه ورکړې په سر د داعش ګواښونو له امله سوداګریز ځایونه تړل شوي

2

”د جنوب ختیځې اسیا لپاره د داعشیانو والي وژل شوی“

2

داعش او د بلوڅانو قتل عام

1

د المرصاد ازاده او خپلواکه ویب پاڼه پر لیکه شوه

1
د جنرال عاصم منیر د واکمنۍ پر مهال د پاکستان اقتصادي بحران او ستراتیژیکه افلاس‌ځپلتیا

د جنرال عاصم منیر د واکمنۍ پر مهال د پاکستان اقتصادي بحران او ستراتیژیکه افلاس‌ځپلتیا

اکتوبر 20, 2026
پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه! لومړۍ برخه

پښتونخوا د نننیو مکارانو په جال کې؛ د سیمې له امنیت سره ګواښمنه لوبه! لومړۍ برخه

اکتوبر 20, 2026
پښتونخوا؛ د پاکستان د بې‌کفایتۍ په سیوري کې د داعش پټ جنت!

پښتونخوا؛ د پاکستان د بې‌کفایتۍ په سیوري کې د داعش پټ جنت!

اکتوبر 19, 2026
په پښتونخوا کې د والي واکمنۍ پټ او ښکاره اړخونه

په پښتونخوا کې د والي واکمنۍ پټ او ښکاره اړخونه

اکتوبر 19, 2026

Popular Stories

  • د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    د اسلامي امارت نوې جګړه‌ییزه ستراتېژي او د ډیورنډ کرښې هاخوا نوې مبارزه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • په کابل ښار کې د داعشي فتنه ګرو يوه مهمه شبکه نيول شوې

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • د کندهار د برید په اړه نوي انکشافات

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • پر تاجکستاني وجود اېښودل شوی داعشي ټوپک پردۍ نښه ولي

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کله چې د خوارجو توره د امام ابو حنیفه مخې ته خم شوه

    0 شریکول
    شریک 0 ټویټ 0
  • کتابتون
د المرصاد اړیکه: info@almirsaad.com

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

هیڅ نتیجه نلري
ټولې پایلې وګورئ
  • کورپاڼه
  • مهالني تبصري
  • خبرونه
    • افغانستان
    • سیمه
    • نړۍ
  • شننې او لیکنې
    • خوارج العصر
    • سیاسي لیکني
    • جهادي لیکني
    • دیني لیکني
  • علماء
    • شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله
    • شیخ سردار ولي تقبله الله
  • د امت نومیالي
  • اصدارات
  • انفوګرافیک
  • کتابتون
  • میقات ویب
  • المرصاد
    • عربي
    • EN
    • اردو
    • دري
    • Русский
    • Türkçe
    • o’zbek
    • Dhivehi
    • বাঙালি

جمله حقوق ټولو مسلمانانو ته خوندي دي.