د داعش په نامه وبا (طاعون) | دولسمه برخه

أبو هاجر الکردي

#image_title

د یرموک په کمپ کې، د داعش نفوذ او د اهل السنة د مجاهدینو په وړاندې یې جنایتونه؛

د دې لړۍ په پیل کې مې یادونه کړې وه، چې داعش د اهل السنة او مجاهدینو لپاره د طاعون پرته بل څه نه و؛ هر ځای چې به مجاهدینو کنټرول تر لاسه کړ، دا بدمرغه آفت به هلته راښکاره شو او د ځوانانو په بدن به یې خنجر واهه.

له هغو ځایونو څخه چې داعشیانو نیولي و، د بې‌ځایه شویو فلسطینیانو؛ یرموک کمپ وو.

یرموک کمپ د سوریې په پلازمینه کې واقع دی او د بشار الاسد له ماڼۍ څو کیلومتره لرې موقعیت لري، کوم چې د لنډې مودې لپاره د مجاهدینو لخوا فتح شوی و؛ دا یې لامل شو چې داعشیان د دې ځای د نیولو فکر وکړي، ترڅو د بشار الاسد نظام ساه واخلي او د نږدې مجاهدینو له ګواښ څخه ځان خلاص کړي.

د داعش ننوتل یرموک ته د ۲۰۱۵م میلادي کال په پیل کې، د سوریې د کورنۍ جګړې له حساسو او پیچلو پیښو څخه شمېرل کېږي، یرموک کمپ؛ چې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د فلسطیني کډوالو د استوګنې لپاره جوړ شوی و، د وخت په تېرېدو د سوریې یو له لویو فلسطیني مېشتو سیمو څخه ګرځېدلی وو او د کورنۍ جګړې په پیل کې یې؛ په شخړو کې مهمه ونډه لرله.

د یرموک د کمپ اوضاع او وضعیت د داعش له راتګ څخه مخکې:

کله چې د سوریې کورنۍ جګړه په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوه، یرموک د دمشق ښار ته د نږدېوالي او د لوړ نفوس له امله د بېلابېلو وسله‌والو ډلو لپاره یوه ستراتیژیکه سیمه وګرځېده.

په لومړي سر کې د بشار الاسد مخالفې ډلې، په شمول د «آزادې سوریې پوځ» او وروسته «جبهة النصره» د کمپ ځینې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

په دې موده کې، کمپ د سوریې د دولتي ځواکونو له خوا تر سخت محاصرې لاندې راغی، چې دې حالت د یرموک انساني وضعیت خورا خراب کړ، د کمپ اوسېدونکي د خوراکي توکو، درملو او روغتیایي امکاناتو له کمښت سره مخامخ شول.

یرموک ته د داعش داخلېدل:

په ۲۰۱۵م کال د اپریل په میاشت کې، داعش په دې وتوانېد چې د کمپ کې د مېشتو فلسطیني جهادي ډلو ترمنځ له داخلي شخړو څخه په ګټه اخیستلو سره؛ دې سیمې ته نفوذ وکړي.

 

ځینې سرچینې ادعا کوي، چې داعش د «اکناف بیت‌المقدس» ډلې (د حماس پورې اړوند یوه فلسطیني ډله چې د سوریې دولت سره مخالفه وه) سره د همغږۍ له لارې یرموک ته ننوتل؛ خو دا ادعا رښتیا نه وه او وروسته دا ډلې د یو بل سره په جګړه کې ښکېل شوې.

یرموک ته د داعش ننوتل د دې ډلې د نورو جهادي ډلو په وړاندې د دوکې او خیانت له لارې ترسره شو.

 

د داعش موخې په یرموک کې:

١: ستراتېژيک کنټرول؛

یرموک کمپ د دمشق د نږدېوالي له امله ځانګړی ستراتېژیک اهمیت درلود، داعش د دې سیمې په نیولو سره غوښتل؛ چې د سوریې د پلازمېنې په شاوخوا کې خپل نفوذ پراخ کړي او د بشار الاسد د حکومت لپاره یې امنیت زیات کړي.

 

٢: د ځواکونو جذب او د مجاهدینو پر وړاندې د هغوی کارول؛

دا لامل شو چې امنیت د دولتي ځواکونو لپاره د پخوا په پرتله ډېر کړي، داعش د ځوانانو د جذب هڅه کوله ترڅو هغوی د جهادي ډلو سره یوځای نه شي او جهادي ډلې کمزوري شي.

 

٣: له نورو ډلو سره سیالي:

په هغه وخت کې، د سوریې د دولت مخالفې ګڼې ډلې په یرموک کې موجودې وې، په شمول د جبهة النصره؛ داعش یرموک ته په ننوتلو سره نه یوازې د نوي قلمرو ترلاسه کولو په لټه کې و، بلکې هڅه یې وکړه چې خپل ځواک د نورو اسلامي او وسله‌والو جهادي ډلو په پرتله څرګند کړي.

که څه هم داعش د مجاهدینو په وړاندې د سلګونو جنایتونو وروسته کمپ تر خپل کنټرول لاندې راوست؛ خو هېڅ وخت یې د بشار الاسد ځواکونو پر لور یو ډز هم و نه شو کړلای؛ د داعش غدر او خیانت تل مجاهدین په نښه کول.

 

٤: د انساني بحران څخه استفاده؛

داعش عموماً له بحراني حالتونو لکه محاصره او قحطۍ څخه ګټه اخیسته، ترڅو د سیمې کنټرول په لاس کې واخلي؛ په یرموک کې، د دولتي ځواکونو لخوا اوږده محاصره او خراب انساني وضعیت د داعش لپاره یو فرصت و؛ ترڅو ځان د یو قوي او ممکنه نجات ورکوونکي ځواک په توګه وښيي.

 

غبرګونونه او پایله:

یرموک ته د داعش ننوتل د فلسطیني اوسېدونکو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې تر منځ د وېرو او اندېښنو لامل شو، داعش په چټکۍ د کېمپ لویې برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او له فلسطیني وسله‌والو ډلو او جبهة النصره سره یې سختې جګړې وکړې؛ سره له دې چې د دولتي ځواکونو لخوا سختې محاصرې دوام وکړ او داعش په پای کې ونه توانېد چې د یرموک بشپړ کنټرول ترلاسه کړي.

 

د یرموک په کمپ کې د داعش شتون څو میاشتې دوام وکړ او د کېمپ د اوسېدونکو تر منځ یې درانه زیانونه او کړاوونه رامنځته کړل، سختې جګړې او خراب انساني وضعیت د کمپ د ډېرو اوسېدونکو د تخلیې لامل شو او داعش په تدریجي ډول په دې سیمه کې خپل ځواک له لاسه ورکړ.

 

په یرموک کې د داعش شتون د دې ډلې د تاکتیکونو یوه بیلګه وه، چې د هرج‌ومرج او د خلکو د ناراضایتۍ څخه په جګړه ځپلو سیمو کې ګټه پورته کوي، د دې کېمپ اصلي موخه د یوه ستراتېژیک ځای تسلط او د بحران څخه د خپل نفوذ د پراخېدو لپاره کار اخیستل و.

Exit mobile version