د داعش د ظلم داستان

درېیمه برخه
اویس احمد

ننګرهار:
په سيمه کې ډېر خلک د داعشيانو له وحشت نه نه دي خبر!
ځینې خو په دې نظر دي، چې داعش هم يو اسلامي تنظيم دی، د دوى د اسلام يوه نمونه به تاسې ته وړاندې کړم.
يوه کورنۍ چې ماشومان يې نه درلودل د کور د ټولو يوه هيله دا وه چې کاش په کور کې يې ماشوم پيدا شي.
په ښځه او خاوند دواړو يې ډېر علاجونه وکړل، مور يې لس روژې نذر کړې وې، که چېرته يې په کور کې نارینه اولاد پيدا شي.
خداى تعالی يو نارینه اولاد ورکړ، خلک به راتلل، هغوى ته يې مبارکي ورکوله.
ماماګان يې راغلل، د هغوى د کور مخ ته يې د خوشالۍ درې ډﺯې وکړې، خو دا درې ډﺯې هغوى ته ډېري سختې تمامې شوې.
يو څو ناولي داعشي خوارج راغلل، پوښتنه يې وکړه؛ چې په کلې کې ډﺯې چا وکړې؟
کلیوالو ورته وويل: چې نن ﺯموږ په کلې کې د خوشالۍ ډﺯې شوي، يوه کورنۍ چې ماشومان يې نه درلودل الله تعالی په ماشوم وناﺯول، هغوى ورته وويل: اوس به ورته معلومه شي، چې په خوشالۍ کې ډﺯې څومره ګټه لري.
د کور خاوند راوغوښتل شو، بيا يې ښځه، هغه ښځه چې تاﺯه يې ولادت کړى وو!
د دوى پر مخ د چاړې په ﺫرېعه نوى ﺯېږېدلى ماشوم دوه ځايه شو، له خولې يې د شیدو ترڅنګ وينې روانې شوې، مور او پلار يې ننداره کوله!
بيا يو بل ظَالم امر صادر کړ، چې پلار او مور يې ډزې کړي، يو بدبخت د پیکا خوله ورتاو کړه او په يوه ضربه يې د دواړو سینې غلبېل کړې. خلکو ته اجاﺯت نه ورکول کېدو، چې شهيدان سم کړي.
يو لعين وويل: څوک چې د امير د امر مخالفت کوي، همدا به يې انجام وي بيا يې غږ کړ؛ چې تکبيرررررر الله اکبر.
په کلې کې خاموشي خپره شوه درې واړه شهېدان مازدیګر خاورو ته وسپارل شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version