په تېرو قرنونو کې د مسلمانانو د خلافتونو، امارتونو او ریاستونو په وړاندې د صلیبي او یهودي لاسوهنو او توطیو همداسې حال و. د مسلمانانو له منځه به نفوذي اشخاص راپورته شول، د یهودو او کفارو ملګرتیا به یې شروع کړه، کفارو به دوی ته د بریا په صورت کې د مال او مقام وعدې ورکولې. همداسې ایمان پلورونکي، یا په ظاهر د مسلمانانو په څېر څېرې، به راپورته شول او د اسلامي خلافتونو، امارتونو او ریاستونو په وړاندې به یې بغاوت او جګړه پیل کړه.
د تاریخ په پاڼو کې د داسې منافقفطرته او ایمان پلورونکو قصد او نیت معلوم دی، چې د کفارو په توطیو به یې مسلمانانو او د هغوی شرعي نظامونو ته سرخوږی جوړاوه، څو له یوې خوا خپل کافر باداران خوشحاله کړي او له بلې خوا د کفارو په وړاندې د مسلمانانو د سرخوږي جوړولو مخه ونیسي، ځانونه له مسلمانانو سره بوخت کړي او په خپل بغاوت کې د ځان ګټې او د کفر دفاع ولټوي.
پخوا به هم د بغاوتګرو مشران په ارامۍ د کفر او باطل په ماڼیو او ښارونو کې ناست وو، خو یوازې به د هغوی په لالچ او مکر غولیدلي کسان په وینو لمبېدل. د تاریخ په پاڼو کې دا هم په زغرده لیکل شوي، چې هېڅکله د باطلو ګټو او اهدافو په خاطر د ایمان پلورونکو او منافقانو بغاوت تر بریا نه دی رسېدلی؛ بلکې همدغه بغاوتګر په خپله داسې غرق او ډوب شوي، چې کفارو یې هم تصور نه کاوه. یو وخت د سلطان صلاحالدین ایوبي رحمهالله په وړاندې سوډانیانو د صلیب په اشاره بغاوت وکړ. تاریخ لیکي چې دغه بغاوت سوډانیان وسوځول، په اوبو کې یې ډوب کړل او په بیابانونو کې یې خوسا کړل.
د علي رضياللهعنه په وړاندې د خوارجو لومړنی پیدایښت او بغاوت هم د خوارجو او بغاوتګرو جرړې ولړزولې. نو افغانستان اسلامي امارت نن هم باغیانو او پر پردیو اشارو او اهدافو غولیدلو کسانو ته وایي، چې هغه تاریخ وګورئ؛ چا د اسلام په لباس او نوم کې شخصي ګټې او د کفر ګټې لټولې؛ نن یې نه بنیاد شته او نه جرړې.
د افغانستان اسلامي امارت د باغیانو او بغاوت د مخنیوي په برخه کې د خپلو سلفو او پخوانیو شرعي امیرانو مسیر او فتوا خپل راز بولي، چې بغاوتګر او بغاوت به یې د دوی د وینو لمبېدلو ثمره وګرځوي. دا چې نن افغانان د بېساري امن او حریت څښتنان دي، دغه امن او حریت یې په قربانیو او مبارزې ګټلی دی. نن به څنګه تخریبي کړیو او جبهاتو ته د انسجام او فعالیت څرک ته اجازه او موقع ورکړل شي؟
د افغانستان اسلامي امارت او په عموم کې د مسلمانانو د شرعي امارت مسؤلیت دی، چې د ناامنۍ، تخریب او ګواښ رامنځته کوونکو جرړې وباسي؛ ځکه دوی مأمور او مسؤل دي چې د خپل ولس دفاع وکړي. که دفاع پر وخت له قلمرو بهر کړنو او عمل ته اړتیا ولري، هغه به ترسره کړي. د اسلامي امارت په وړاندې نن هره تبلیغاتي، ګواښوونکې او د لنډغرۍ تکراروونکې کړۍ د پخوا په پرتله د ګړنګ پر غاړه ده.
مطمئن او ډاډمن اوسئ؛ څنګه مو چې ترې افغانستان غازي خاوره پاکه کړه، نن به د دوی ناپاک قدمونه بیا د افغانستان غازي او مقدسه خاوره چټله نه کړي.










































