خراساني داعش په درې ذهني ټکو کې

محمدصادق طارق

 

د خراساني داعش د نوم په اورېدو سره، هغه ډله چې وجود یې د افغانستان له زړه، د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې په عراق او سوریه کې د داعش د وحشتناکو فعالیتونو د عروج پر مهال اعلان شو او هغه مهال په افغانستان کې د ګوډاګيانو حکومت حاکم ٶ نو ځکه يې د دې هېواد په ځينو ولايتونو کې فعاليتونه پيل کړل، درې ټکي زما د ذهن واکمني تسخير کړي.

 

لومړی ټکی د خراسان نوم دی. له هغه وخته چې داعش د نړیوال خلافت د رامنځته کولو ادعا کوي، د خراسان نوم کارول د دې ښکارندویي کوي چې د دغې ډلې غړي د افغانستان او د منځنۍ آسیا د هېوادونو او ایران په ګډون د خراسان په تاریخي سیمو د تسلط هڅه کوي. د یو روایت له مخې خراسان د افغانستان د منځنيو پيړيو نوم دی چې د افغانستان اوسنۍ خاوره، شمال ختیځ ایران، سویل ترکمنستان او ازبکستان او د پاکستان یوه برخه پکې شامله ده.

 

له همدې امله د “داعش خراسان” ډله یوه نړیواله عقیده لري چې نه یوازې د افغانستان له محلي ملیشو څخه جوړه ده، بلکې په خپل ټولنیز جوړښت کې د بل هر هیواد بهرني اتباع هم مني. ډیپلومات د داعش خراسان په اړه په یوه راپور کې ټینګار کړی چې د دغې ډلې اصلي ملاتړي له افغانستانه بهر د اسیا له سیمو د بهرنیو غړیو شبکه ده.

 

د افغانستان د مسلمان ملت په منځ کې د وېرې د رامنځته کېدل دوهم ټکی دى چې آیا په خراسان کې د داعش وحشتونو د داعش پر وړاندې د افغان ولس د مبارزې توان له منځه وړی او که نه؟ په دې صورت کې باید یادونه وکړو، چې د داعش د خراسان څانګې په څېر د بهرنیو ترهګرو ډلو د شتون او تأسیس په اړه د خلکو ویرول کومه نوې خبره نه ده، چې د هغې په ګټه تبلیغ کیږي. افغانستان هغه هېواد دی چې څه کم څلور لسیزې په دا ډول چلونو کې ښکېل دی؛ د وخت زبرځواکونو د بیارغونې او مرستو تر نامه لاندې د افغان ولس په وړاندې ډول-ډول وحشتونه ترسره کړل. د امریکا او ناټو له ظلمونو وروسته افغان ولس د هیڅ شي او ځای له لاسه ورکولو نه وېریږي. “هغه څوک چې هیڅ نه لري، د هغه له لاسه ورکولو څخه ویره نلري”. خو په دې برخه کې معقوله اندېښنه دا ده، چې په خراسان کې د داعش د مسئلې د پراخولو موخه د سیمې او بهرنيو هېوادونو له خوا څه ده؟ او آیا واقعاً خراساني داعش د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د خپلو ترهګریزو عملیاتو په ترسره کولو کې بریالي شوي او که نه؟

 

تر هر څه لومړی باید ووایو، چې په خراسان کې د داعش کنټرول او د هغوی د منحرف افکارو د خپرېدو مخنیوی د ډېرو هېوادونو په ګټه دی. که چېرې ياده شوې ډله د ځينو هېوادونو له خوا حمايه او پياوړې شي، نو په راتلونکي کې به يې زيان يوازې د افغانستان تر خاورې پورې محدود نه وي، بلکې د سيمې هېوادونو ته به هم ستونزه وي.

 

اوس دریم ټکي ته راځو. چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، “داعش خراسان” لا هم فعال دي او که يې ریښې وچې شوې؟ په همدې حال کې باید یادونه وشي چې طالب چارواکو په وار وار ویلي چې افغانستان کې داعش او نورې ډلې ماتې خوړلې دي. له همدې امله دوی د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت او برید توان نه لري او کله چې دوی ته فرصت پیدا شي، نو په ملکي وګړو بریدونه کوي خو د امنیتي او کشفي ځواکونو له لورې سمدستي کشف او له منځه وړل کیږي.

 

ځينې هېوادونه چې خپلې ګټې د داعش په پياوړي کولو، ملاتړ او پراخولو کې ويني په ظاهره د داعش خراسان د فعاليتونو له زياتوالي اندېښمن دي، خو د اسلامي امارت مرکزي وياند ذبيح الله مجاهد په وينا، په دې برخه کې د اندېښمن کېدل، د داعش په ګټه تبلیغ دی ځکه چې اسلامي امارت داعش ته اجازه نه ورکوي ترڅو په افغانستان کې بیا ځلې ځالې جوړې کړي لکه څنګه چې د جمهوریت پر مهال یې ځالې درلودې.

 

ورو ورو د داعش خراسان اصلي ملاتړي او ښکاره مخالفین چې په افغانستان کې د وضعیت د کړکیچن کولو هڅه کوي، کله چې د داعش پر وړاندې د اسلامي امارت قاطع هوډ ویني، د حقایقو منلو ته اړ شوى دي. په همدې خاطر د یوناما له خوا په یوه نوي راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي د افغانستان په اړه ویلي: چې په دغه هېواد کې د وسله والو مخالفینو بریدونه کم شوي دي. یو حقیقت چې ډیر وخت مخکې موجود و خو نړیوالو د دې حقیقت جرأت نه درلود او بالاخره نن یې منلو ته اړ شول.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version