اې د تاجکستان ځوانانو لږ فکر وکړئ!

شهاب الافغاني

 

داعش هغه ډله ده، چې د اسلام او مسلمان د تحفظ او د جعلي خلافت راوستلو لپاره کاذب مُدعیان دي.

داعش د غرب په خوښه د مسلمانانو او جهادي تنظيمونو په خلاف جګړه کوي، او ځان نړۍ ته د حقيقي اسلام او شریعت پلي کوونکي معرفي کوي، چې په دې کار سره یې نه یواځې مسلمان بلکې اسلام د وحشت او بربریت دين معرفي کړی.

داعشيان د مسلمه اُمت ځوانان په هاليوډ طرزه داعشي فلمونو او جنګي ګېمونو خطا باسي او د مسلمانانو په خلاف یې جګړې ته هڅوي.

چې د خطا باسل شوو ځوانانو له جملې څخه د تاجکستان هېواد سلفي فکره ځوانان دي، چې د داعشي(خوارجو) د تبليغاتو ښکار شوي، او د اسلامي امارت په خلاف یې د جګړې تکل کړی، د یادولو وړ ده چې افغانستان د نړۍ په کچه هغه يواځنی هیواد دی چې د اسلامي نظام څخه برخمن دی.

زه د يو افغان مسلمان په توګه د تاجکستاني ځوانانو څخه یو څو پوښتنې لرم:

ای د تاجيکستان زلمو!

تاسو په دې بهانه اسلامي امارت سره جګړه کوئ، چې موږ په افغانستان کې اسلامي نظام او خلافت قائم کړو؛ آیا تاسو دا سوچ کړی چې په افغانستان کې څوک حاکمان دي او په افغانستان کې دا شل کاله جګړه د اشغال په مقابل کې د څه لپاره وه؟

آیا تاسو د افغانستان او د تاجکستان هیواد تنفیذي احکام مطالعه کړي، چې کوم یې اسلامي او کوم یې سیکولر مزاجه دي؟

آیا په تاجکستان کې د ۳۵ کالو کم عمر لرونکي مسلمانان د حج د فریضې د آدا کولو حق لري؟

آیا په تاجکستان کې مسلمان ځوانان او زیات عمر لرونکي کسان د ږيرې پرېښودلو حق لري؟

آيا په تاجيکستان هیواد کې مسلمانه پېغله د حجاب په سرولو حق لري؟

آیا په ښونځیو او پوهنتونو کې له انجونو څخه په زوره حجاب نه کښل کېږي؟

آیا په ۲۰۱۵ کال په تاجکستان کې ۱۶۰ څخه زیات د حجاب پلورنځي بند نه شول؟

آیا شخصي ديني مدارس ونه تړل شول؟

آیا د ۱۸ کالو څخه کم عمره ماشومان مو مساجدو ته پرېښودل کېږي؟

 

د پورته پوښتنو ځوابونه شايد د تاجکستان هېواد یو زلمی هم ونه لري او که یې لري نو بیا به قناعت بخشه نه وي.

باید موږ او تاسې له ځانه سره محاسبه وکړو چې په کوم هېواد کې د مسلمانانو لپاره د نجات مبارزه وشي او په کوم هېواد کې د مبارزې لپاره اړتیا نه ليدل کېږي؛ نو لازمي به زموږ او ستاسو ځواب د مبارزې لپاره هغه هېواد وي چې مسلمانان یې د اسلامي شریعت څخه بې برخې کړل شوي وي، چې با ید دا حق ورکړل شي او تمرکز مو په هماغه هېواد وي په کوم هېواد کې چې مسلمان د اسلامي احکامو او ارزښتنو څخه بې برخې کړل شوي.

باید ووایم چې د تاجکستان زلمي دې خپل ناروغ ته متوجه شي او په وخت دې ورته درمل ورکړي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version