یو ځل په بي بي سي کې د پاکستان پر ستونزو بحث روان و او خلکو په ازاد ډول خپلې خبرې کولې. په همدې مهال، یوه کس ډېره په زړه پورې خبره وکړه. که څه هم ظاهراً جالبه وه، خو له دننه ډېره خواشینوونکې هم وه. هغه وویل: په پاکستان کې له هر دویم او درېیم انسان سره د نړیوالو حالاتو شوق شته؛ هر چیرې چې وګورې، خلک د نړیوال سیاست په اړه خبرې او نظرونه څرګندوي، خو د خپل حالت او خپلو کورنیو ستونزو څخه یا بېخبره دي او یا یې بېپروايي تر لوړې کچې رسېدلې ده.
ده خپله خبره همدلته پای ته ورسوله او د دې خبرې ژورو اړخونو ته یې اشاره ونه کړه. په حقیقت کې د پاکستان حکومتي اداره، چې د هېواد واګې ورسره دي، ډېری وخت په خپلو شخصي مصروفیتونو او امتیازونو بوخته وي، او ساده خلک داسې لارو ته سوق کېږي چې له اصلي مسئلو یې پام واوړي. که د دوی د ناسم چلند کیسې په بشپړ ډول څرګندې شي، نو خلک به سخت غبرګون وښيي.
د اسلام نوم یادوي، خو په عمل کې ډېرې داسې کړنې ترسره کېږي چې له اسلام او اسلامي احکاماتو سره په ټکر کې دي. د خلکو د پام اړولو لپاره کله ناکله داسې موضوعات راولاړوي یا داسې کیسې جوړوي چې خلک له اصلي حقیقتونو څخه واوړي. په پایله کې، عام خلک دا فکر کوي چې ګواکې کومه لویه لاسته راوړنه شوې ده، حال دا چې حقیقت تر دې ډېر توپیر لري.
د پاکستان د جوړېدو څخه تر ننه پورې دا ډرامه په پرلهپسې ډول روانه ده، خو په وروستیو ورځو کې داسې ښکاري چې دا ډرامه په لا لوړ سټېج باندې نندارې ته وړاندې کېږي. په هېواد کې ګراني د بېوزلو خلکو ملا ماته کړې ده؛ د تېلو بیې اسمان ته ختلې دي؛ برېښنا داسې ورکه ده چې خلک ترې ستړي شوي او اوس پرې ټوکې او مېمز جوړوي، آن دا چې یوه معما ګرځېدلې ده؛ د ګاز لوډشیډنګ هر لور ته خپور دی؛ د خوراکي توکو کموالی په ښکاره ډول احساسېږي.
سیاسي فضا نه یوازې ګډوډه، بلکې تاوتریخجن رنګ یې هم خپل کړی دی؛ د خلکو رأیه او ټاکنیز باور تر پښو لاندې شوی دی؛ دین يي له لوبې سره برابر کړی او داسې قوانین تصویبېږي چې له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دي او د ختیځ کلتور پر تندي تور داغ دي.
د سیاست مشهور مخونه او ولسي مشران یا زندانونو ته اچول شوي، او یا یې خولې تړل شوې دي او په زوره چوپ پاتې کېدو ته اړ ایستل شوي دي. سوداګري او کاروبارونه درېدلي دي؛ د ختیځ او لوېدیځ ټولې سوداګریزې لارې له ستونزو سره مخ دي؛ کوم تولید چې کېږي، هغه هم ضایع کېږي او د خلکو زیار بېګټې کېږي.
بېکاري تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده؛ د هېواد پورونه هره ورځ په حیرانوونکي ډول زیاتېږي؛ د تعلیم حالت ورځ تر بلې خرابېږي؛ د روغتیا په برخه کې نه یوازې ښه والی نه راځي، بلکې هره ورځ د شرم وړ حالتونه رامنځته کېږي. غلا او لوټمار په ښکاره ډول روان دي؛ قبایلي دښمنۍ هم د پخوا په پرتله زیاتې شوې او نوې بڼې یې خپلې کړې دي. خو سره له دې ټولو، دولتي نظام دا ډنګره وهي چې ګواکې موږ په نړیواله کچه لویه لاسته راوړنه کړې ده.
که یوازې د بهرني نړۍ خبره وشي، نو دلته هم یو ځانګړی انځور مخې ته راځي. د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې او خبرو اترو په مسئله کې ځینې حلقې هڅه کوي چې د منځګړیتوب او مذاکراتو موضوع د ځان په نوم ثبت کړي او نړۍ ته دا وښيي چې ګواکې دوی د یوې سترې جګړې د مخنیوي لوی خدمت کړی دی.
خو د دې خبرې اصلي تصویر هغه وخت بربنډ شو کله چې د پاکستان وزیراعظم په ټولنیزې رسنۍ (ایکس) یو بیان خپور کړ، او ورو ورو څرګنده شوه چې دا بیان اصل کې د بل ځای څخه ترتیب شوی و. د بیان متن داسې ښکاره کېده لکه د بهرنیو سرچینو له لارې برابر شوی وي، او په داسې حال کې چې د سوداګرۍ په برخه کې بندیزونه پر ځای وو، د سیاست په ډګر کې وارداتي نظریات او بیانیې په پوره تودوخه خپرېدې.
وروسته چې د کوم “اوربند” او سولې خبرې اعلان شوې، هغه د ډېر شورماشور سره خلکو ته وړاندې شوې. حتی د حکومت لوړپوړو چارواکو دا خبره کوله چې په دې توافق کې نور متحدین هم شامل دي. خو له دې وضاحت لږه موده وروسته، داسې حالات رامنځته شول چې د اسرائیلو له لوري د لبنان پر ځینو سیمو درنې بمبارۍ وشوې، او د اوربند ادعا عملي بڼه له جدي پوښتنو سره مخ شوه.
په همدې وخت کې، د نړیوالو حالاتو په سیوري کې داسې راپورونه هم خپاره شول چې ګواکې ځینې مهم بندرونه او لارې تر محدودیت لاندې راغلې دي، او د فشار نوې کړۍ جوړې شوې دي. هغه ټولې هڅې او خبرې چې د مذاکراتو په نوم په ډېر شور سره وړاندې کېدې، ناڅاپه له ګډوډۍ سره مخ شوې. د خبرو رسمي امریکنی پلاوی بې له کومې پایلې بېرته ستون شو، او کومه پرېکنده لاسته راوړنه تر سترګو نه شوه.
له بلې خوا، د ایران له لوري هم داسې غیر رسمي راپورونه مخې ته راغلل چې د مذاکراتو پر مهال ایراني پلاوی له جدي خطرونو سره مخ شوی و. د دې ګډوډو حالاتو د پټولو لپاره بیا نوې بیانیه وړاندې شوه چې ګواکې راتلونکی پړاو به ډېر بریالی وي، او حتی دا خبره هم وشوه چې د امریکا ولسمشر به د سیمې سفر وکړي، خو دا ټولې خبرې لا هم د یقین او عملي ثبوت له پړاو څخه لرې ښکاري.
په ډېر افسوس سره باید وویل شي چې دې پروپاګنډې ته داسې ډول هوا ورکړل شوه چې د ډېرو خلکو قدمونه ترې ښویېدل. د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د راتګ په اړه داسې خوشحالۍ او شور جوړ شو، لکه آسمان څخه کوم ځانګړی رحمت نازلېږي او د پاکستان برخلیک به په یوه شېبه کې بدل کړي.
د دې بیانیې د خپرولو او ترویج لپاره د ټولنې بېلابېل قشرونه؛ ژورنالېستان، چاپي او برېښنايي رسنۍ، علماء، مشایخ، ټولنیز کاروونکي او نور، په مستقیم او یا په غیر مستقیم ډول داسې په یوه لوري واچول شول چې بې له ژور فکره یې هم دا تمثیلي فضا ومنله. داسې فضا جوړه شوه چې ګواکې د ټرمپ راتګ به پاکستان د روښانتیا او پرمختګ نوې مرحلې ته ورسوي.
خو دا ټولې هیلې هغه وخت له سختې ضربې سره مخ شوې، کله چې ټرمپ اعلان وکړ چې د امنیتي ستونزو له امله به حتی خپل مرستیال هم د پاکستان سفر ته نه لېږي. د “امنیتي ستونزو” تر شا پیغام په ښکاره ډول دا و چې یا خو سیمه بېثباته ده او یا پرې بشپړ باور نشته. په همدې سره هغه درناوی او تمه چې ځینې حلقې یې له دې سفره تړلې وه، په نړیواله کچه زیانمنه شوه او د هېواد انځور نور هم ټیټ ښکاره شو.
له بلې خوا، ایران هم اعلان وکړ چې په اسلامآباد کې د مذاکراتو په دوهم پړاو کې ګډون نه کوي. په دې سره د بهرني سیاست هغه نازک انځور چې وړاندې کېده، نور هم ګډوډ شو: نه مو خدای وموندلو، نه د صنم وصال؛ نه هلته پاتې شو او نه دلته.
د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې به دا خبره لا روښانه شي چې آیا دواړه لوري کومې مثبتې نتیجې ته رسېږي که نه، او که اصلاً دغه خبرې به دوام هم پیدا کوي او که نه، دا لا جلا موضوع ده.
خو تر ټولو دردناکه خبره دا ده چې هغه ولس چې علماء یې د حق استازي ګڼل، صحافیان یې د حق غږ، رسنۍ یې د مظلوم آواز او ټولنیز فعالان یې د انسانیت علمبرداران بلل، د هغوی ناتواني او بېوسي یې ولیدله، نو له هغوی څخه هم د امید رڼا ورو ورو مړه شوه او د مایوسۍ سیوری پرې خپور شو.
او دا مایوسي بېدلیله هم نه ده. هماغه کسان چې له اوږدې مودې راهیسې یې خپل ولس ته دا باور ورکاوه چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فلسطین مسئله په غلط لوري بیایي، او دا چې ګواکې همده د عربو له سیمې څخه د اسلام د اغېز د کمولو پټ پلان جوړ کړی، همدوی تل دا خبره کوله چې ټرمپ د غزې د مظلومو خلکو د وینې اصلي مسؤل دی.
خو نن چې د پالیسۍ لوری بدل شو او د رسمي دریځونو بله څپه راپورته شوه، هماغه کسان ناڅاپه په بشپړ ډول لکه یو سل او اتیا درجې بدلون له خپلو پخوانیو دریځونو واوښتل. هغوی له دې ټولو خبرو مخ واړاوه او د ملت او دین له اصلي ستونزو څخه یې پام بلې خوا ته اړاوه. هغه ځای کې چې اړتیا وه د خپل ولس حقیقي ستونزې په جرأت سره وړاندې شي، او د اصلاح غوښتونکي غږ په توګه د حکمرانانو کجروي روښانه شي، هلته دوی د اصلي مسئلو پر ځای داسې بیانیې خپرول پیل کړل چې له واقعیت سره لږ تړاو لري.
او تر ټولو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې داسې بیانیې ته یې وده ورکړه چې د ولس د دردونو له اصلي محور څخه یې پام بلې خوا ته اړاوه، حال دا چې دا ټول روایتونه نه یوازې له پخوانیو خبرو سره په ټکر کې دي، بلکې د ولس د باورونو او هیلو سره هم ښکاره تضاد لري.









































