د امریکا د عدلیې وزارت پرون جمعه خبر ورکړی چې یو پاکستانی وګړی یې د داعشیانو په ملاتړ د برید ترسره کولو په تړاو نیولی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د محمد شاهزیب خان جدون په نوم دا شل کلن وګړی په کاناډا کې اوسېده او غوښتل یې چې امریکا ته تر رسېدو وروسته په اکتوبر میاشت کې په نیویارک ښار کې دننه برید ترسره کړي.
د یادونې وړ ده، تر تاجکستان راوروسته پاکستان هغه هیواد دی چې خوارج یې زیات اتباع له سیمې بهر په بریدونو کې د استفادې په موخه جلبوي.