اسلامي ښارونه نړول، د امریکا نوی جنګي سیاست

خالد افغان زوی

اوسنی ښاریتوب یا ښارونه هغه پدیده ده چې اسلام پر بشریت لورولې، د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل لومړنۍ پلازمینه مدینه( ښار) ونوموله او د تمدن او مدنیت ټکي یې د انساني ژوند قاموس ته داخل کړل. ښار هغې آبادۍ ته ویل کیږي چې د زمانې په تسلسل کې د څو نسلونو د خواریو، هڅو او ابتکاراتو مجموعه او ثمره راتلونکو نسلونو ته لیږدوي. یو ښار په یوه ورځ یا یوه کال کې نه جوړیږي. بلکې د ښار وداني د لسیزو او پیړیو خواري غواړي.

امریکایي یرغلګر چې له مسلمانانو سره نه سړیدونکې عقده او دښمني لري. د مسلمانانو د قتل، تحقیر، اشغال او زیرمو له لوټ تالان وروسته یې اوس د مسلمانانو د ښارونو په تخریب پسې پایڅې راپورته کړي او درګرده د مسلمانانو ښارونه او بازارونه هم داسې نړوي لکه کلي او کورونه یې چې په ناترسۍ بمباروي.

د امریکا اوسنی جنګي سیاست دادی چې امریکایي عسکر یا د هغوی پلوي ګوډاګیان که د مسلمانانو په کوم ښار حاکمیت ولري نو هغه ښار له تخریب څخه په امان دی او خلک په کې د ژوند کولو حق لري، اما کوم ښار چې د دوی له تسلط لاندې نه وي باید له بنسټه ونړول شي او بیا هیڅوک حق نلري چې له اسانتیاوو یې ګټه واخلي.

د امریکایي اشغالګرو ددې ظالمانه سیاست یوه نغده بیلګه د هلمند سنګین ښارګوټی دی. شپږ اوه کاله چې په دې ښارګوټي امریکایان حاکم ول، په ښار کې ژوند روان و، درګرده پراخیده او لوی لوی مارکيټونه، پاخه سړکونه او پاخه تاسیسات جوړ شول، اما تیر کال چې په کومه ورځ طالبانو دغه ښار له امریکایانو ونیو، په هماغه ورځ امریکایي الوتکو د ښار د تخریب په مقصد داسې بمبار وکړ چې حتی د سنګین بازار هغه ودانۍ او دوکاونه یي هم ونړول چې څو لسیزې پخواد ظاهر شاه په وخت کې جوړ شوي وو.

د امریکایانو له تیښتې سره هم مهال د سنګین ښارګوټي یو مخیز بمبار او له بنسټه نړولو سره امریکایانو افغان اولس ته وښوده چې زموږ ودانیز خدمات یوازې تر هغه وخته ستاسو لپاره دي چې امریکایان پر تاسو حاکمان وي، اما په کومه ورځ چې امریکایان په تیښته مجبوریږي ورسره افغانستان هم د بمبار او تخریبي وسلو په زور بیرته په کنډواله بدل او تر پخوا بد او ویجاړ حالت ته به ستنیږي.

د امریکایانو یو بل ستر جنایت چې په نړیواله کچه له اسلامي امت سره لوی ظلم و، په عراق او سوریه کې د داعش په نامه د تاریخي ښارونو، مساجدو او عام المنفعه ځایونو نړول دي. دموصل تاریخي ښار چې یو نیم زر کاله یې د انکشاف او توسعې لپاره مسلمانانو خولې تویې کړې وې، د هغه له زرکلن مسجد النوري سره د امریکایي صلیبیانو، خوارجو او روافضو په ګډ غوبل کې په کنډوالو بدل شو.

د سوریې د رقې ښکلی ښار امریکایانو په داسې ډول بمبار کړ چې نور دغه ښار د نړۍ له نقشې محو شوی بلل کیږي او د میشت ځای اطلاق ورباندې نه شي کیدلای. دغه راز د شام، عراق، لیبیا او د نړۍ په نورو سیمو کې د مسلمانانو ښارونو یو په بل پسې د صلیبیانو لخوا په ډیر ظلم او ستم سره ویجاړیږي.

تیره ورځ رسنیو خبر ورکړ چې امریکایانو او داخلي ګوډاګیانو یې د هلمند په موسی کلا کې د ښایسته ښار په نوم یو بل نوی جوړ ښارګوټی هم له بنسټه نړولی دی، د نړول شوي ښایسته ښارګوټي یوازینۍ ګناه دا وه چې هغه د طالبانو د واک په ساحه کې و، نو ځکه په ناترسۍ ویجاړ کړای شو. د امریکایانو او د هغو د داخلي ډالرخورو دغه سیاست څرګندوي چې ددوی په مذهب بیارغونه، هیوادپالنه او انکشاف یوازې هغه دی چې د صلیبي بیرغ تر سیوري لاندې وي. چیرته چې د صلیبي بیرغ سیوری ختمیږي هلته هیوادپالنه، انکشاف او رفاه هم پای ته رسیږي. نو ځکه د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې دوی ویجاړي او تخریب په داسې ویاړ کوي لکه په خپله تر واک لاندې ساحه کې چې د بیارغونې نغارې ډنګوي.

که د طالب په ماین او توغندي د ښار د کوم دیوال رنګ خراب شي په هغه ورځ بیا فیسبوک د ویر سندرو په سر اخیستی وي او درګرده د ښار د خراب شوي دیوال عکسونه نشریږي. اما د طالبانو په ساحه کې چې مکمل ښارونه له بنسټه نړیږي او د هستۍ له صفحې محو کیږي، هیڅ کیسه نه ده. ځکه هغه خو د هغو مسلمانانو مال دی چې له صلیبي یرغل څخه په بغاوت تورن دي او په همدې ګناه یي باید ټول هست و بود د امریکایي بارودو په اور کې لولپه شي.

په کلیوالو ساحو کې د بازارونو نړول که د امریکا په بې موجبه ظلم او قساوت دلالت کوي، ددې مسئلې په اړه د هیواد پالنې د شعاربازانو ګونګې خولې او مړتت چلند بیا ددې ګواهي ورکوي چې اصلا دغه د ډالرو پیروان د هیواد د ابادۍ عاشقان نه بلکې د صلیب جرمي شریکان دي چې هیواد پالنه یې یوازې د صلیبي اشغال تر قلمرو پورې محدوده ده او له هغه آ خوا د افغان انسان لپاره د ژوند هیڅ سهولت په رسمیت نه پیژني.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version