په دې وروستیو کې ترکي رسنیو خبر ورکړی چې د ترکیې استخباراتي ادارې (MIT) د پاکستان په خاوره کې د یوه بریالي استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د داعش خورا مطلوب ترکي قوماندان اوغور بهادر نیولی او ترکیې ته یې لېږدولی دی. دا یوازې د یوه عادي کس د نیول کېدو خبره نه ده، بلکې د ټولې سیمې لپاره د یوه ستر خطر د زنګ حیثیت لري. اوس باید د دې حقیقت له منلو څخه د انکار هېڅ پلمه پاتې نه شي چې د داعش خوندي پټنځایونه، روزنیز مرکزونه او د ملاتړ شبکې د پاکستان په خاوره کې شتون لري.
د اوغور بهادر قضیه یې یوه څرګنده بېلګه ده. نوموړی په ۲۰۲۴ کال کې له ترکیې څخه نېغ د اسلامآباد هوايي ډګر ته رسېږي، له هغه ځایه پرته له کوم خنډه د بلوچستان د مستونګ ولسوالۍ ته ځي، هلته د داعش په یوه منظم روزنیز مرکز کې د روزنې په شپږمه دوره کې ګډون کوي او د عبدالرحمن په مستعار نوم فعالیت پیلوي. وروسته د خیبر پښتونخوا اورکزیو ولسوالۍ ته لېږدېږي. پوښتنه دا ده چې یو نړیوال ترهګر څنګه کولای شي په دومره اسانۍ د یوه هېواد له یوې څنډې څخه بلې ته تګ راتګ وکړي، پوځي روزنه ترلاسه کړي او له وسلهوالو ډلو سره یوځای شي؟ له دولتي ملاتړ پرته د داسې فعالیتونو ترسره کېدل ناشوني دي.
د حیرانتیا وړ تضاد دا دی چې له یوې خوا پاکستان له ترکیې سره ستر دفاعي تړونونه لاسلیکوي؛ د ۲۰۲۶ کال د اګست پر اوومه په مکه مکرمه کې د ګډې دفاع تړون او د همدې کال د اکتوبر پر یوویشتمه په دوحه کې د بدر تړون، چې په هغو کې د ترهګرۍ پر ضد د ګډو عملیاتو او استخباراتي معلوماتو د تبادلې خبرې کېږي؛ خو له بلې خوا د همدې پاکستان په خاوره کې داسې عناصر روزل کېږي چې نه یوازې د ترکیې، بلکې د ټولې نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي. که دغه عناصر په پاکستان کې نه وای، نو د ترکیې استخباراتي ادارې ته به ولې اړتیا پېښېده چې د پاکستان په خاوره کې عملیات ترسره کړي؟ د نړۍ ټول حکومتونه باید دا پېښه په خورا جدي توګه وڅېړي.
د افغانستان اسلامي امارت څو ځله پاکستان ته خبرداری ورکړی او د شواهدو په وړاندې کولو سره یې ورته ویلي چې د داعش مرکزونه د پاکستان په خاوره کې دي او باید له منځه یووړل شي؛ خو پاکستان نه یوازې د دغو مرکزونو د له منځه وړلو لپاره کوم اقدام نه دی کړی، بلکې برعکس، داسې راپورونه هم شته چې دغه عناصر د پاکستان په اړوندو روزنیزو مرکزونو کې روزل کېږي.
د پاکستان موخه ټولو ته څرګنده ده؛ غواړي داعشي عناصر منظم کړي او د افغانستان پر ضد یې د نیابتي جګړې د وسیلې په توګه وکاروي، څو په افغانستان کې قائم یوازینی اسلامي نظام له بېثباتۍ سره مخ کړي. خو پاکستان باید په دې هم فکر وکړي چې کوم مار نن د افغانستان لپاره په خپله لمن کې روزي، سبا به هماغه مار د ده او د ده د متحدې ترکیې لپاره هم په ستر سرخوږي بدل شي.
په یاد ولرئ! د داعش ټول تاریخ د دې خبرې شاهد دی چې دغې ډلې هېڅکله له چا سره وفاداري نه ده کړې، بلکې تل یې تر ټولو وړاندې خپل ملاتړي او روزونکي چیچلي دي.
کله چې داعش په لومړیو کې افغانستان ته راغله، اسلامي امارت ورسره تر یوه بریده نرمي وکړه؛ ځکه هغه مهال اسلامي امارت د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد په جګړه بوخت و او غوښتل یې د خپلو دښمنانو شمېر راکم کړي. خو کله چې څرګنده شوه چې دغه کسان د مجاهدینو په بڼه کې د اسلام دښمنان هم دي، اسلامي امارت یې پر ضد اقدامات پیل کړل.
له هغه وروسته داعش تر ټولو زیات بریدونه پر عامو افغان مسلمانانو ترسره کړل. پر جوماتونو، مدرسو، روغتونونو او عامه ځایونو یې د بریدونو په ترسره کولو سره ثابته کړه چې اصلي موخه یې د اسلامي نظام ټینګښت نه، بلکې د مسلمانانو وینې تویول دي.
داعش تر دې وړاندې له ترکیې سره هم خیانت وکړ. ترکیې د سوریې د جګړې په لومړیو کې له ځینو جهادي ډلو سره نرمه رویه غوره کړې وه، څو د بشارالاسد حکومت کمزوری شي. خو پایله یې څه شوه؟ داعش د ترکیې په خپله خاوره کې، په انقره، استانبول او سوروچ کې خونړي بریدونه ترسره کړل چې سلګونه ترکي وګړي پکې ووژل شول. له همدې وروسته ترکیه اړ شوه چې د خپلې استخباراتي ادارې (MIT) له لارې د داعش پر ضد سخت عملیات پیل کړي.
نن له پاکستان څخه د اوغور بهادر په څېر د ترکي وګړو نیول کېدل د همدې لړۍ یوه بله کړۍ ده. د دې ټولو بنسټیز لامل دا دی چې د داعش د عقیدې له مخې، د پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان او افغانستان په ګډون ټول اوسني اسلامي دولتونه طاغوتي دي او له منځه وړل یې واجب ګڼي. داعش نه کوم دفاعي تړون مني، نه پولې او نه هم اساسي قانون. د دې ډلې په اند، د مکې او بدر دواړه تړونونه باطل دي.
که نن د داعش کوم غړی د پاکستان په یوه روزنیز مرکز کې په دې موخه مېشت وي چې افغانستان ته ولېږل شي، سبا به له هماغه مرکزه راوځي او په اسلامآباد، لاهور او انقره کې به هم بریدونه ترسره کوي؛ ځکه د داعش په اند، دغه ټول هېوادونه یو شان دښمنان دي. له همدې امله پاکستان باید په دې پوه شي چې د داعش د اجیرو قاتلانو په توګه د کارولو سیاست له سیاسي او امنیتي ځانوژنې سره برابر دی. دا هغه اور دی چې نن د افغانستان د سوځولو لپاره بلېږي، خو سبا به همدا اور پاکستان او د هغه نوي متحدین هم په خپلو لمبو کې راونغاړي.













































