تېره ورځ د ترکیې هوايي ځواک د تېر په څېر یو ځل بیا د پاکستان د بلوچستان په خاوره کې هوايي پوځي عملیات ترسره کړل، چې په پایله کې یې د داعش مهم قوماندان، اوغور بهادر، ژوندی ونیو. د دې سترې ننګونې او پېښې تر شا د کومو موخو څرک لیدل کېږي؟ ولې د پاکستان خاوره د نړۍ او سیمې د هېوادونو پر زیان کارول کېږي؟ سیمهییز هېوادونه باید د دې مسئلې په اړه څه ډول دریځ خپل کړي؟
د افغانستان اسلامي امارت د څو کلونو څېړنو او کشفي موندنو څرګندونې او راپورونه د افغانستان او پاکستان پر ولسونو سربېره، له سیمهییزو هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره هم په مستقیم او غیرمستقیم ډول شریک کړي دي. په دغو راپورونو کې ادعا شوې چې د پاکستان خاوره د افغانستان او سیمې د هېوادونو پر زیان کارول کېږي او هلته حاکم سیاسي او پوځي رژیم د داعش د سترې تخریبي ډلې له ملاتړ، روزنې او خپلو موخو ته د هغې له کارولو سره بوخت دی.
افغانستان اسلامي امارت کره، دقیق او مهم شواهد د سیمې له هېوادونو او د افغانستان او پاکستان ترمنځ له منځګړو سره هم شریک کړي دي؛ خو تر یوه وخته د سیمې هېوادونو دې موضوع ته جدي پاملرنه ونه کړه. کله چې د پاکستان پوځي رژیم تر خپلې روزنې او ملاتړ لاندې ډلې (داعش) په توسط د سیمې هېوادونه وځپل او هلته یې د تخریب او د ورانکارۍ پلانونه عملي کړل، نو د ترکیې استخباراتي ځواکونو د پاکستان دغه شوم هدفونه رسوا او ښکاره کړل.
پټ نیت او پټه ورانکاري هغه وخت رسوا شوه چې پاکستان له یوې خوا د نړۍ او سیمې له هېوادونو سره د ترهګرۍ او ورانکارۍ پر وړاندې د مبارزې نارې وهلې، خو له بلې خوا یې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې د ورانکارۍ او تخریب ملاتړ په خپله خاوره کې کاوه او دغه ډلې یې خپلو موخو ته رسولې.
دا یوه ډېره لویه مسئله ده. که د سیمې هېوادونه د دغه رژیم او کړیو د ناوړه نیتونو او ورانکارو فعالیتونو پر وړاندې چوپ پاتې شي او لازم او چټک ګامونه پورته نه کړي، نو د پاکستان د پوځي رژیم دغه دوهمخیتوب او سپینسترګي به د پټ پاتې کېدو پر ځای په ښکاره ډول د سیمې د هېوادونو د ناامنۍ او ورانکارۍ لامل شي.
جالبه دا ده چې د دغې ډلې تمویل، روزنه، ساتنه، دفاع او خپلو موخو ته رسول هم کېږي. که لږ تر لږه داعش په غیرمستقیم او پټ ډول دغې خاورې ته داخل شوی وای، بیا به مو هم د ملامتیا ګوته تر یوه حده کمزورې نیولې وای؛ خو اوس د هر داعشي له اعتراف څخه څرګندېږي چې د پاکستان لوړپوړي پوځي مشران او اړوندې ادارې یې تمویل او روزنه کوي.
که فکر وکړو، د پاکستان رژیم له ترکیې سره دفاعي تړون هم کړی دی، چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د یو بل پر وړاندې د هر ډول ګواښ او خطر په مقابل کې درېږي او له یو بل څخه به دفاع کوي؛ خو د پاکستان رژیم د خپلو کړنو له امله دغه تړون تر جدي پوښتنې لاندې راوستی او په اړه یې جالب اټکلونه رامنځته کړي دي.
ایا دغه تړون یې له دې امله کړی و چې د ترکیې پر وړاندې د داعش د ملاتړ، روزنې او په ترکیه کې د داعش د بریدونو ملامتیا پر پاکستان ور ونه ګرځي؟ او که یې موخه دا وه چې د دوستۍ په جامه کې د لاس او لستوڼي او مار لوبه تکرار کړي؟
کټ مټ همدا فکر دی. د پاکستان پوځي رژیم د داعش پروژه په افغانستان او تاجکستان کې ناکامه او رسوا شوه؛ خو د خپلو پروژو او ناوړه نیتونو له مخې یې غوښتل چې د ټولو ناوړه پېښو ملامتیا پر افغانستان او ایران واچوي، څو د امریکا د ګټو لپاره د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د بېباورۍ درز رامنځته کړي. خو رب ج هېڅکله باطل او ناوړه نیتونه خپلو موخو ته نه پرېږدي؛ بلکې په هماغه وخت کې یې د رسوايۍ او شرمندګۍ تر بریده ورسوي.
موږ یو ځل بیا له نړۍ او نړیوالو سازمانونو څخه غږ کوو چې د پاکستان د پوځي رژیم د ناوړه نیتونو او کړنو مخه ونیسي. نور باید د پاکستان پوځي رژیم د سیمې او ګاونډیو هېوادونو د ناامنۍ او ورانکارۍ لامل نه شي او د پاکستان خاوره دې د افغانستان، ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو پر زیان نه کارول کېږي. ځکه اوس هر چا ته څرګنده شوې چې د نړۍ او سیمې د هېوادونو پر زیان د پاکستان خاوره کارول کېږي او دا موضوع د سیمې او نړۍ لپاره د جدي اندېښنې وړ ده.
داعش د نړۍ ګډ ګواښ دی. د دغه ګډ ګواښ پر وړاندې باید د افغانستان اسلامي امارت له کره موندنو او مستندو راپورونو څخه مننه او قدرداني وشي. له دې سره باید د افغانستان اسلامي امارت دریځ هم روښانه شي، څو نړۍ او سیمه درک کړي چې افغانستان د سیمې او نړۍ پر وړاندې ښه نیت لري او د ګډو ګواښونو پر وړاندې جدي او چټکه مبارزه خپل ګډ مسؤولیت ګڼي.












































