په افغانستان کې د پاکستان وروستیو پوځي بریدونو یو ځل بیا دا پوښتنه راولاړه کړې ده چې ایا د استوګنې سیمو او ملکي وګړو په نښه کول رښتیا هم د دغه حکومت کورنۍ، امنیتي او سیاسي ستونزې هوارولای شي؟ که د دغو بریدونو پر مهال بېګناه ملکي وګړي زیانمنېږي، نو خبره به یوازې تر یوه پوځي اقدام محدوده پاتې نه شي؛ بلکې پر یوې داسې حساسې او مهمې مسئلې به بدله شي چې اغېزې او پایلې به یې د دواړو هېوادونو له پولو واوړي.
پاکستان په وروستیو کلونو کې د خپلو ناکامو سیاستونو له امله له ګڼو کورنیو ستونزو سره مخ شوی دی؛ له ناامنۍ او د وسلهوالو ډلو له فعالیتونو نیولې، تر اقتصادي ستونزو او ټولنیزو فشارونو پورې. اوس دغه رژیم هڅه کوي چې په بېلابېلو لارو پر خپلو دغو ناکامیو او رسوايیو پرده واچوي. په حقیقت کې، غواړي د افغانستان پر وړاندې د دغو بریدونو له لارې د څه مودې لپاره د خلکو پام له خپلو کورنیو ستونزو واړوي؛ خو دا ډول ناکامه تګلاره نه شي کولای هغه ناامني له منځه یوسي چې خپله یې د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده او نه هم د دغه هېواد اقتصادي، ټولنیزې او نورې ستونزې هوارولای شي.
د پاکستان ولس باید له ځانه وپوښتي چې په سیمه کې د پرلهپسې پوځي شخړو بیه به څوک پرې کوي؟ هغه اقتصاد چې له ګڼو ستونزو او فشارونو سره لاسوګرېوان دی، د ثبات او پرمختګ پر ځای تر کومه به د یوې ناکامې او له کړکېچه ډکې امنیتي تګلارې لګښتونه پر اوږو یوسي؟
له بلې خوا، د هغو ډلو مسئله هم له پامه نه شي غورځول کېدای چې د خپلو حقونو لپاره یې وسله اخیستې او په تېرو وختونو کې د هغوی پر وړاندې د پاکستان د حکومتونو سیاستونو هم په اوسني وضعیت کې ونډه لرلې ده.
دغه رژیم په تېرو څو لسیزو کې تل هڅه کړې چې خپلې کورنۍ ستونزې او خپله بېمدیریتي د نورو په غاړه واچوي او په همدې لړ کې د نورو هېوادونو امنیت هم له ګواښ سره مخ کړي. د ټولو لپاره څرګنده ده چې په افغانستان کې دغه بریدونه، چې د سیاسي موخو لپاره ترې کار اخیستل کېږي، ښايي په پای کې له کنټروله ووځي او هماغه ټولنه له خپلو ناوړه پایلو سره مخ کړي چې د دغو موخو لپاره یې په لومړي سر کې ترې ګټه اخیستې ده.
که نن افغانستان د بېلابېلو پلمو له مخې په نښه کېږي، د دغو ادعاوو او پلمو پر وړاندې اغېزمنه لار دا ده چې دغه رژیم له خپلو تېرو ناکامو تجربو عبرت واخلي. که فکر کوي چې افغان ولس به د زور له لارې خپلې غوښتنې ته غاړه کېږدي، نو دا هیله دې له ځان سره ګور ته یوسي؛ ځکه دې آزاد ولس تر اوسه څو څو ځله خپله وړتیا او عزم ثابت کړی دی. که اړ شي، د یرغلګرو د شړلو لپاره به له هېڅ ډول قربانۍ او سرښندنې ډډه ونه کړي او د هغوی پوزې به په خاورو او وینو وموښي.
د افغانستان او پاکستان ولسونه هم په دې پوهېږي چې دغه لاسپوڅی حکومت هېڅکله خپلو ژمنو او تړونونو ته وفادار نه دی پاتې شوی او تل یې د فریب او غدر لار خپله کړې ده. داسې مزدور، غدار او عیاش حکومت هېڅکله نه شي کولای د خپل ولس ستونزې هوارې کړي او د هغوی غوښتنو ته ځواب ووایي.
په دې اړه د پاکستان ولس تر بل هر چا ډېر حق لري چې پوه شي: ولې ناامني لا هم دوام لري؟ ولې اقتصاد تر فشار لاندې دی؟ او ولې د تېرو څو لسیزو سیاستونه لا هم خپلې درنې پایلې پر دغه هېواد تپي؟ ایا د دغو پوښتنو او د پاکستان د کورنیو ستونزو ځواب باید د دغه هېواد له پولو بهر، د ملکي وګړو په نښه کولو کې ولټول شي؟
افغانستان او پاکستان دوه ګاونډي هېوادونه دي. که دغه رژیم د خپلو کورنیو ستونزو د حل یوازینۍ لار له خپلو پولو بهر لټوي او د افغانستان پر وړاندې تېري د خپلو کورنیو ناکراریو لپاره د پلمې په توګه کاروي، نو باید د خپلو دغو ظلمونو او ناوړه کړنو له پایلو او عواقبو څخه خبر وي.












































