د تېر په څېر بیا هم د پاکستان پوځي رژیم له لوري، د خپلو دروغو ادعاوو، داخلي ناامنیو او کړکېچونو د دفاع په نوم افغان خاوره و حریم نقض او افغانان په شهادت رسېږي؛ یوازې د دې ادعا پر بنسټ چې په پاکستان کې دننه د ناامنیو او سخت اقتصادي، امنیتي او سیاسي بحران لامل دغه مظلوم او بېوسلې افغانان دي.
د همدې لپاره چې د افغانانو د ضرر دعوه یې ختمه شي، فرضي کرښې/دروازې او لارې مو ورسره وتړلې، هلته مېشتو افغان مهاجرو ته مو خپل هېواد ته د راتګ اجازه ورکړه، د دوی ګاونډیتوب هر جابر شرط چې د افغانانو په زیان و، دوی پر موږ راوست او د فشار او خپلو بېبنسته دعوو د لامل په توګه یې کاروه. ویل یې چې لارې بندې دي، له افغانستانه درباندې حمله نه ده شوې، نو له کومه ځایه درباندې حملې کېږي؟
څو ځله مخکې هم د نن په څېر، د کونړ او پکتیکا سربېره، په خوست او پکتیا کې ورته تجاوز او وحشت ترسره شو، چې سلګونه بېوسلې او بېګناه عام ولسي خلک پکې شهیدان شول؛ موږ بیا هم یاد رژیم ته د دوی ړوند قضاوت ور په ګوته کړ او د حوصلې لار مو ونیوله. داخلي ناامني او مخالفتونه د هر هېواد خپل داخلي مشکلات دي، چې لامل یې د رژیم په رأس کې موجودو کړیو ته ښه معلوم دی. دوی په دې هم پوهېږي چې د جابر حاکمیت او اشغالګر ریاست تر حدودو پورې مربوط خلک دي چې د دوی پر وړاندې وسلهواله مبارزه کوي.
جالبه دا ده چې د پاکستان د پوځي رژیم پر وړاندې د مخالفو جهتونو پوځي مشرانو، ولایتي مسؤلینو او د ولسوالیو مسؤلینو هم دغو جهتونو ته اعلان کړی چې د پاکستان اصلي اوسېدونکي دي. دوی چیغې ورته وهي چې: «زموږ په وړاندې د مقابلې په ډګر کې د ماتېدو وجه، خپل وحشت ته ولې د افغانانو ړنده شپېلۍ ور تاوئ؟»
نن د ړندو بمباریو او بېبنسته قضاوتونو د حساب ورځ ده. د افغانانو په وړاندې د خپل قهر او زخميتوب د زوال ازمېښت، غلطه پرېکړه ده، چې لومړني زیانونه یې له اقتصادي، تجارتي او رقابتي اړخه درته ورسېدل؛ خو تر دې به یې سخت ځواب، انتقام او حساب وي، چې بیا به یې سیاسي او پوځي اړخیز زیان د پاکستان د پوځي رژیم پر غاړه وي.
موږ کمزوري نه یو چې د انتقام په حالاتو کې خپلې نیمګړتیاوې درته په ګوته کوو، بلکې دا د خپل ګاونډیتوب حق او د موجود پاکستاني ولس په وړاندې د رحم معامله وبولئ. نور دې یاد رژیم له کبر او جبر څخه د کرښې له تېرولو لاس واخلي. د هرې دعوې او ادعا وضاحت دې د خبرو او نورو مصلحتکوونکو لارو وغواړي، ترڅو د خپل بېبنسته او بېدلیله قضاوت منفي او غلط اړخ ورته د درک او سنجولو باعث شي.
کنه!
نن افغانان، له عصري هر ډول دفاع سربېره، د تهاجم او ځواب ورکولو وړ دي او دا وړتیا لري چې څنګه د خپل نظام او نظام د ولس له حقوقو دفاع وکړي او په عین وخت کې د انتقام او تهاجم لار خپله کړي. دا چې موږ نن د خبرو اترو لار درته پیشنهاد کوو، دا زموږ افغاني اصل او بنیاد دی. هر وخت خپل دښمن او رقیب ته لومړی د خبرو موقع ورکوو؛ کله چې ترې غلطه استفاده وشي، موږ دویم اړخ، د تهاجم او جګړې، ته مخه کوو، چې بیا د چا خبرې او ژبه د وسلې او جګړې په میدان کې نه منو.
بیا هم د اوسنۍ تقاضا له مخې ویلی شو چې د خبرو او مذاکراتو چانس نور تللی دی. د دفاع پر ځای هم اوس موږ د تهاجم او انتقام داسې لار تعقیبوو چې راتلونکي زیانونه به یې دښمن د خپلو سرکشيو او غلطو استفادو له زیان څخه خبر کړي. رب ج دې د جابر رژیم په وحشیانه حملو کې مالي، ځاني او هر اړخیزو قربانیانو ته عوض، د شهادت اجر او صبر نصیب کړي.












































