د افغانستان د خلکو په تاریخي پړاوونو کې د اسد ۲۸مه یوازې د یوې تاریخي بریا د یادونې ورځ نه ده؛ بلکې د هغه ملت د عزت، آزادۍ او نه ماتېدونکې ارادې ژوندی او تلپاتې سمبول دی چې د تسلط او تحمیل پر وړاندې یې هېڅکله سر نه دی ټیټ کړی. دا ورځ د هغو نسلونو یاد تازه کوي چې خپل عزت او کرامت یې له ایمان، فرهنګ او ملي غیرت سره داسې تړلي وو چې د تاریخ په اوږدو کې یې په عمل کې وښودله چې آزادي او خپلواکي د دوی لپاره یوازې سیاسي شعار نه، بلکې د هویت او ژوند نه بېلېدونکې برخه ده.
همدا تاریخي او ارزښتناکه روحیه هغه مهال په عملي بڼه راڅرګنده شوه چې افغانستان د ۱۲۹۸ لمریز کال د اسد په ۲۸مه، د برتانوي استعمار پر وړاندې له کلونو مبارزې او مقاومت وروسته، خپله سیاسي خپلواکي ترلاسه کړه. دا بریا د یوې ورځې او یوې جګړې پایله نه وه؛ بلکې د کلونو مقاومت، قربانیو، سرښندنو او هغې ټینګې ارادې ثمره وه چې د دې خاورې د خلکو په منځ کې یې ژورې ریښې لرلې. د افغانستان خلک د هغه مهال د یوه ستر استعماري ځواک پر وړاندې ودرېدل او له محدودو امکاناتو، خو له لوړې روحیې او ټینګې ارادې سره، د خپل برخلیک د ټاکلو له حقه دفاع وکړه. دوی ثابته کړه چې یو ملت کولای شي حتی د یوه ستر او ځواکمن نظامي او سیاسي قدرت پر وړاندې هم د آزادۍ او خپلواکۍ لپاره په ټینګه ودرېږي.
دا روحیه د افغانانو له دیني او فرهنګي باورونو څخه بېله نه شي ارزول کېدای.
اسلام انسان ته عزت او کرامت ورکړی او هغه یې د ارادې، اختیار او مسؤولیت خاوند بللی دی. له همدې امله، د دې خاورې په دیني او فرهنګي چاپېریال کې د ذلت، غلامۍ او ظالمانه پردۍ واکمنۍ منل هېڅکله د منلو وړ نه وو. د ډېرو افغانانو لپاره د خپلې خاورې او خپلواکۍ دفاع یوازې یوه سیاسي دنده نه وه؛ بلکې له دیني باورونو، اخلاقي ارزښتونو او له خپلې خاورې او فرهنګ سره د ژور تړاو له احساس سره هم نغښتې وه. د ایمان، عزت او آزادۍ ترمنځ همدې ژورې اړیکې د تاریخ په ډېرو پړاوونو کې د مقاومت او استقامت لپاره ستر ځواک رامنځته کړی دی.
د افغانستان وګړو له برتانوي امپراتورۍ سره په درېیو افغان ـ انګلیس جګړو کې په بېسارې زړورتیا او ټینګه اراده د یوه ستر استعماري ځواک پر وړاندې ودرېدل. دوی په دغو جګړو کې وښوده چې دا خاوره به په اسانۍ د پردیو د سلطې په ډګر بدله نه شي. هغه نسلونه چې د خپلې خپلواکۍ د دفاع لپاره د خپل ژوند، مال، کور او د خپلو کورنیو د آرامۍ قرباني کولو ته چمتو وو، حاضر نه شول چې خپل عزت او آزادي د لنډمهالې امنیت او هوساینې په بدل کې وپلوري. همدا روحیه وه چې په پای کې یې د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د بېرته ټینګېدو لاره هواره کړه او د اسد ۲۸مه یې د دې خاورې د تاریخ له تر ټولو روښانو پاڼو څخه وګرځوله.
خو د افغانانو د خپلواکۍ غوښتنې کیسه د برتانوي استعمار له پای ته رسېدو سره پای ته ونه رسېده. څو لسیزې وروسته، کله چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ، هماغه روحیه یو ځل بیا راڅرګنده شوه. د قومي، سیمهییزو او ټولنیزو توپیرونو سربېره، افغانانو د نړۍ د یوه له ځواکمنو پوځونو څخه د یوه پر وړاندې ودرېدل او کلونه یې مقاومت وکړ. دا سخته او له درنو لګښتونو ډکه جګړه، چې له پراخو ویجاړیو او د ګڼ شمېر خلکو له وژل کېدو سره مل وه، په پای کې د شوروي ځواکونو په وتلو پای ته ورسېده. دې پېښې یو ځل بیا وښوده چې د یوه بهرني ځواک پوځي حضور ښايي د یوې مودې لپاره دوام وکړي، خو د هغه حضور په تلپاتې سلطه بدلول د افغانستان له ټولنیز او ملي مقاومت سره مخامخ کېږي.
په معاصر دور کې هم تاریخ د همدې تجربې د تکرار شاهد و. متحده ایالات او متحدینو یې له ۲۰۰۱ کال وروسته افغانستان ته ننوتل او د هغوی پوځي حضور نږدې دوه لسیزې دوام وکړ.
د وخت په تېرېدو سره، د دغه حضور پر وړاندې مقاومت هم پراخ شو او په پای کې په ۲۰۲۱ کال کې امریکايي ځواکونه او نړیوال متحدین یې له افغانستان څخه په رسوايي ووتل. د ۱۴۰۰ کال د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر سیاسي تاریخ کې د دغه بهرني پوځي حضور د پای او د ملي حاکمیت د بېرته ټینګېدو له مهمو نښو څخه ګڼل کېږي؛ هغه ورځ چې د افغانستان په سیاسي حافظه کې د آزادۍ او بریا له مهمو ورځو څخه ګڼل کېږي.
د دغو ټولو تاریخي تجربو تر څنګ، یو حقیقت تر بل هر څه ډېر څرګند دی: هېڅ بهرني ځواک ونه شو کولای چې خپله سلطه د تل لپاره پر افغانستان وتپي. کېدای شي د یوه هېواد اشغال د لنډې یا اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، خو د خلکو له ټولنیز او فرهنګي منلو پرته د تلپاتې سلطې رامنځته کول خورا ستونزمن دي. په افغانستان کې دیني باورونه، ټولنیز جوړښتونه، د خپلواکۍ غوښتنې فرهنګ او د بهرني لاسوهنې پر وړاندې ژور حساسیت، تل د دا ډول هڅو پر وړاندې له مهمو عواملو څخه پاتې شوي دي.
په افغانستان کې د سترو قدرتونو ماتې باید د استعمارګرو او سلطهغوښتونکو لپاره یو روښانه تاریخي درس وي. د دې خاورې دینداره او فرهنګپاله خلک آزادي او خپلواکي د خپل ژوند له بنسټیزو ارزښتونو څخه ګڼي او په اسانۍ نه حاضرېږي چې د خپل برخلیک واک نورو ته وسپاري. د برتانیا، شوروي اتحاد او متحده ایالاتو تجربو، چې هره یوه یې په بېلابېلو تاریخي شرایطو او ځانګړو حالاتو کې رامنځته شوې، دا په ډاګه کړې چې یوازې پوځي ځواک نه شي کولای د یوه ملت اراده د تل لپاره ماته کړي.
خو اسد ۲۸مه یوازې له تېر وخت سره تړلې ورځ نه ده؛ دا د نن او راتلونکي لپاره هم مهم پیغام لري. خپلواکي داسې میراث نه دی چې یوه نسل یې ترلاسه کړي او راتلونکي نسلونه یې له کومې هڅې پرته ترې برخمن شي. د خپلواکۍ ساتنه پوهاوي، یووالي، پوهې، اقتصادي ځواک، پر ځان باور او مسؤولیتپذیرۍ ته اړتیا لري.
هغه ملت چې غواړي آزاد پاتې شي، باید د خپلې سیاسي خپلواکۍ د دفاع ترڅنګ د یوې پیاوړې، باخبره او توانمنې ټولنې د جوړولو لپاره هم هڅه وکړي. له همدې امله، د اسد ۲۸مه په تقویم کې یوازې یوه ساده نېټه نه ده؛ بلکې د هغه ملت د عزت او آزادۍ حماسه ده چې د پردۍ سلطې پر وړاندې یې څو ځله درېدلي او د خپل اختیار د ساتنې لپاره یې درانه لګښتونه ورکړي دي. دا ورځ ننني نسل ته یادونه کوي چې آزادي په اسانۍ نه ترلاسه کېږي او خپلواکي یوازې د پردیو په شړلو نه بشپړېږي؛ بلکې د یوه باخبره، باایمانه، توانمن او مسؤول نسل په روزلو او جوړولو سره تلپاتې کېږي.
دا خاوره د داسې ملت کور دی چې عزت پېژني، آزادۍ ته ارزښت ورکوي او نه غواړي خپل برخلیک د پردیو په لاس کې وویني. دا تاریخي میراث باید له یوه نسل څخه بل نسل ته، په هماغه زړورتیا، ټینګې ارادې او ایمان، ولېږدول شي.











































