په یوویشتمه پېړۍ کې د مسلمانانو ټولې ځمکې د وخت د باطلو استبدادګرو لخوا اشغال شوې وې. د مسلمانانو تمدن، فرهنګ، عقیده، قانون او اخلاق د غرب او شرق پر مفکورو روان وو، او تر دې کچې تخریب شو چې تر نن ورځې پورې په اکثره اسلامي خاورو کې مسلمانان د خپلې عقیدې، سیاست او د خپلو خاورو د طبیعي زیرمو واک نه لري.
دغه اشغال د افغانستان خاوره لسیزې وځپله، د غرب او باطل سیاسي، عقیدوي، فرهنګي او د بدو اخلاقو مفکورو له امله یې افغانستان په فرهنګي، سیاسي او عقیدوي لحاظ تخریب کړ؛ خو بیا هم د افغانستان غازي ملت د باطلو توطیو او دسیسو ته د باطل او کفر دام نوم ورکړ او هېڅ یې د هغوی اغېز او رعب ونه مانه.
د وروستي امریکایي او د نړۍ د ګډ پوځي جوړښت، ناټو، د اشغال جنازه د تاریخ د تر ټولو شرموونکې جګړې پای دی، چې د اسلامي امت په تاریخ کې د کفر او باطل د یوځای او ګډو پوځونو په وړاندې د افغان ملت د بریا او فتحې تاریخي مبارزه بلل کېږي.
د امریکایانو او ناټو پر وړاندې د مجاهدینو دغه شل کلنه جګړه نه یوازې د افغانستان پر فتحې پای ته ورسېده، بلکې په یوویشتمه پېړۍ کې یې د نړۍ هغه سور کښل شوی خط ــ «یا به د غرب او کفر ډیموکراسي قانون ګرځوئ او یا به اشغالېږئ» ــ په بشپړ ډول مات کړ.
دغه لویه بریا اسلامي امت او مسلمانانو ته د حریت او له باطلو قوانینو څخه د بغاوت غږ دی. د اسد څلرویشتمه د مسلمان امت پر وړاندې د ځنځیر په څېر د اشغال د ماتېدو ورځ ده؛ هغه مسلمانان چې له خپل تمدن، قانون او پرمختګ څخه تړل شوي او منع شوي وو، بېرته د دغه ځنځیر ماتوونکي وګرځېدل او مسلمانانو ته د تېر په څېر د برم او تمدن د اعادې اجازه ورکړل شوه.












































