مخکې له دې چې د فتحې ورځې د فرهنګي ابعادو او رېښو په اړه بحث وکړو، اړتیا ده چې د یوې لنډې مقدمې په توګه د دغې مهمې ورځې پر سیاسي او ستراتیژیک اړخ هم څه ناڅه رڼا واچوو. لکه څنګه چې ټولې نړۍ ته څرګنده ده، د زمري یا اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوه عادي ورځ نه ده، یوازې په افغانستان پورې تړاو نه لري، د ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول د ناټو او امریکا، برخلیک هم ورسره تړلی دی.
امریکا او ورسره پوځي ټلوالې یې نږدې پنځه ویشت کاله وړاندې په داسې حال کې د افغانستان د اشغال ټلواله جوړه کړه، چې زموږ هېواد نه کوم هېواد ته ګواښ و او نه یې هم د سپټمبر له یوولسمې پېښې سره تړاو درلود، خو اصلي حقیقت دا و چې په افغانستان کې د کورنیو جګړو د لمن ټولونکی اسلامي امارت غرب او امریکايي ټلوالې ته د منلو وړ نه و. دغه سوچه اسلامي او پر خپلو ارزښتونو ولاړ نظام د سیمې او نړۍ د اسلامي هېوادونو په کچه کوم مثال هم نه درلود.
له بل اړخه، استخباراتي مغرضه سازمانونه او اسلامضد عناصر په دې پوهېدل چې اسلامي ارزښتونو ته د اسلامي امارت ژمنتیا به دغه نظام د افغانستان او سیمې په یوه ځواکمن هېواد بدل کړي، چې بیا به یې مخنیوی ورته ګران وي. د هغه مهال امریکايي ولسمشر او په اوسني عنصر کې د صلیبي جګړو بنسټګر، جورج بوش، اعلان وکړ چې یا به له موږ سره وي یا هم زموږ پر ضد؛ له دې پرته درېیمه لار نشته.
د همدې څرګندونو په رڼا کې به اصل موضوع ته راشو. هره مبارزه د بریا او کامیابۍ په موخه کېږي او لاسته راوړنې یې د ټولنې راتلونکی مسیر ټاکي. د اسلامي امارت شل کلنه مبارزه یوازې یو پوځي خوځښت نه و، بلکې یو داسې ملي حرکت و چې رېښې یې د خلکو له ژوند، کلتور او ورځنیو چارو سره تړلې وې. یوه اسلامي او افغاني مبارزه ځکه وه چې د ولس کورونه، حجرې، دېرې او خپل ټول امکانات د اشغال پر وړاندې د مبارزینو لپاره وقف شوي وو او که چېرته دا ملاتړ نه وای، نو هېڅ امکان هم نه و چې د نړیوال ځواک پر وړاندې دې د بېوسه او بېوسلې مبارزینو مبارزه رنګ راوړي.
برعکس، د شل کلن اشغال د کورنیو او بهرنیو ملاتړو د ماتې یو راز په دې کې و چې حاکمیت او نظام یې زموږ په خاوره او فرهنګ کې رېښې نه درلودې، له هېڅ زاویې څخه یې خپل تداوم ته مشروع روایت نه شو جوړولی، ځکه خو د ولس پر وړاندې پردي وو. امریکايي او ناټو ځواکونو پر مټ له غربه د راوستل شوو مسوولینو ژبه، دود، دستور، کړهوړه او نورې فرهنګي ځانګړنې هېڅ وخت د افغانستان د عام او بېچاره ولس د ژوند او هویت برخه نه شوې؛ هر څه پردي او زموږ له کلتوري ارزښتونو سره پردي وو. له نظامیانو یې حتی ماشومان تښتېدل، مسجدونه، حجرې، جنازې او د واده مراسم بمبارېدل او فکر یې کاوه چې د دوی د مخالفانو د ټولېدنې او فعالیتونو مرکزونه دي. په ډېرو مواردو کې یې د نرانو د بېشرمۍ تلاشۍ تر څنګ د افغان مېرمنو د تلاشۍ پېښې هم ثبت دي، چې د غبرګونونو سبب شوې، خو دا غبرګون د عام او بیدار ولس و، د هغو اربکیانو او ګوډاګیانو نه و چې اشغالګرو ځواکونو به له ځان سره ګرځول او بیا به یې د سپر په توګه کارول.
د دغې ورځې لپاره چې څومره مرمۍ او ټوپکونه وچلېدل، څومره سرونه نذرانه شول، همدومره قلمونه هم وخوځېدل، همدومره ممبرونه، ویناوې او خپرونې هم خپرې شوې، د ازادۍ او خپلواک ژوند ترانې وشرنګېدې چې ډېر ځله یې له ټوپک او مرمۍ څخه اوچت اغېز درلود. اوس چې د فتحې ورځې په درشل کې یوو، دا ورځ باید تش په نامه ونه لمانځل شي، بلکې اوچته فرهنګي استفاده ورڅخه وشي، د فرهنګي هڅو د پیاوړتیا او ملي یووالي په یوه سمبول بدله شي.
دا ورځ عادي ورځ نه ده، یوازې تر افغانستان پورې تړلې حماسه او تاریخي پېښه نه ده، بلکې یوه داسې الهامبخښونکې ورځ ده چې د ناټو، امریکا او د هغوی د سیمهییزو ملاتړو ټولې پوځي او سیاسي ستراتیژۍ یې وننګولې او ورته ثابته یې کړه چې نظامونه په پوځي ملاتړ نه، بلکې په ولسي ملاتړ او حاکمیت ساتل کېږي.
اړتیا ده چې د دغې تاریخي ورځې د پېښېدو، ابعادو او ساتنې لپاره د تشو ستاینو او نمانځنې پر ځای علمي او اکاډمیک بحثونه، سیمینارونه او کنفرانسونه طرح او وړاندې شي. په تړاو یې څېړنې، رسالې او تخصصي لیکنې خپرې شي، څو له یوې خوا د اذهانو د ښه تنویر او له بلې خوا په مکتوبي بڼه راتلونکو نسلونو ته هم د یادګار په توګه پاتې شي.
دا ورځ باید تر عاطفي یادښتونو، خاطرو او ځانښودنې پورې محدوده نه شي، بلکې د ساتنې، تداوم او ملي حق په تړاو یې په ښوونځیو، مدرسو او پوهنتونونو کې د عملي ناستو او تحلیلونو په بڼه درناوی وشي. د پوځي ستراتیژۍ، اقتصادي نوښتونو، تاریخي ننګونو، سیاسي ذکاوت او د اسلامي امارت د بهرنۍ مثبتې پالیسۍ او ډیپلوماسۍ په رڼا کې، حتی په نورو نړیوالو ژبو د سیمې او نړۍ هېوادونو ته قناعت ورکړل شي چې افغانستان د نورو د سیاسي او رقابتي لوبو ډګر نه دی، بلکې د ثبات او په متقابل درناوي د ولاړې همکارۍ مرکز دی او هر وخت چې څوک له دې کرښو پښه اړوي، پایله به یې د اسد ۲۴مه وي او افغانان هېڅکله هم د بل تر تسلط او فرمایشونو لاندې ژوند نه شي کولی.











































