فتحه یا آزادي د بشري ژوند له مهمو مفاهیمو څخه ده چې د تاریخ په اوږدو کې بېلابېل تعریفونه ورته وړاندې شوي دي، ځینو تمدنونو آزادي د فرد د غوښتنو د پوره کولو په معنا اخیستې، ځینو یې د سیاسي واک له قیدونو څخه د خلاصون په توګه تعریف کړې او ځینو بیا د ټولنیز نظم او قانون په چوکاټ کې د انسان د حقونو موضوع بللې ده.
اسلام د انسان د آزادۍ مسئله له دې څخه په ژوره او متفاوت ډول څېړي، د اسلام په لیدلوري کې انسان نه د بل انسان بنده دی او نه هم د خپلو غوښتنو بېقیده واکمن، یعنې اسلام انسانان د بنده د بندهګۍ څخه باسي؛ بلکې د الله تعالی بنده او په ځمکه کې مسؤول انسان دی، له همدې امله اسلامي آزادي له توحید، کرامت، عدالت، مسؤولیت او اخلاقو سره تړلې ده.
الله تعالی فرمایي:
(لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ ۖ قَد تَّبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ) (البقرة: ۲۵۶)
ژباړه: په دین کې هېڅ اکراه، زور او جبر نشته؛ حق له باطل څخه څرګند شوی دی.
دا آیت د انسان د عقیدې او انتخاب په موضوع کې د جبر د ردولو له مهمو قرآني بنسټونو څخه دی، ځکه فطرتاً انسان د جبر خلاف دی او فطري آزادي خوښوي. اسلام د آزادۍ بنسټ په توحید یا ایمان سره بیانوي، اسلام په معنی د تسلیمېدو دی، چاته تسلیمېدل؟ ولې تسلیمېدل؟ دا هغه سوالونه دي چې له دې سره د اسلام روح بیانوي، د انسان د بندهګۍ او د نورو جوړ کړل شویو خدایانو څخه بغاوت اعلانول او د یو الله جل جلاله، چې شریک نه لري، د هغه پر وړاندې تسلیمېدل او سر ټیټولو ته اسلام او آزادي وایي؛ کله چې انسان یوازې د الله تعالی بندګي ومني، نو د نورو انسانانو د ناروا بندګۍ، استبداد او ذلت څخه د خلاصون معنوي بنسټ پیدا کوي.
د اسلام له نظره حقیقي آزادي دا نه ده چې انسان هر څه چې وغواړي ترسره کړي؛ بلکې دا ده چې انسان د حق، عقل، اخلاقو او باطل سره د مقابلې مسؤولیت په چوکاټ کې د خپل ژوند انتخاب وکړي؛ نو ځکه اسلام آزادي له مسؤولیت څخه نه جلا کوي او له همدې امله اسلامي تصور دوه اړخونه لري.
لومړی: له ناروا جبر، ظلم او استبداد څخه آزادي.
دوهم: د نفس، شهوت او بېمسؤولیته غوښتنو له غلامۍ څخه آزادي.
د اسلام له ظهور وړاندې د جاهلیت په دوره کې په عربي ټولنه کې د انسانانو ترمنځ قبیلوي تعصب، د کمزورو استثمار، د ښځو او یتیمانو پر حقونو تېری، د مریتوب سخت وضعیت او د زور پر بنسټ ټولنیز امتیازات موجود وو او اسلام د دې ټولنیزو ستونزو پر وړاندې د انسان د کرامت اصل مطرح کړ. (وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ) (الإسراء: ۷۰)، او یقیناً موږ د آدم اولاد ته عزت ورکړی دی.
د دې اصل له مخې د انسان کرامت یوازې د شتمن کېدو، واکمن کېدو یا د یوې ځانګړې قبیلې سره تعلق پورې نه دی تړلی؛ بلکې کرامت د انسان په ذات او اصل کې نغښتی دی.
اول: د مکې له فتحې څخه؛ د اسلامي امارت تاریخي او زماني تلازوم تقلید
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت په لومړنۍ دوره کې مسلمانان له سخت فشار، اقتصادي محاصرې او ټولنیز تعقیب سره مخامخ شول او د مکې د دعوت اصلي پیغام دا و چې انسان باید د الله تعالی عبادت وکړي او د باطلو معبودانو او ناروا واکونو له بندګۍ څخه ځان آزاد کړي. دا مرحله په اسلامي تاریخ کې د فکري او عقیدوي تحول مهم پړاو ګڼل کېږي او مسلمانانو ته دا ښوول کېدل چې حق یوازې د اکثریت د خوښې له امله حق نه ګرځي او باطل یوازې د ځواک د شتون له امله حق نه کېږي.
د اسلامي تاریخ په اوږدو کې ځینې سیاسي او پوځي بدلونونه د مسلمانانو په حافظه کې ځانګړی ځای لري، د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مشرۍ د مکې فتحه په (۸ هـ / ۶۳۰م کې) د اسلامي تاریخ له تر ټولو مهمو پېښو څخه شمېرل کېږي او همدارنګه نږدې څوارلس پېړۍ وروسته، په افغانستان کې د اوږدې جګړې په پایله کې اسلامي امارت د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه کابل ته داخل شو او پر هېواد یې واک ټینګ کړ. دواړه پېښې د اوږدې مبارزې وروسته رامنځته شوې، خو د دواړو ترمنځ د شرایطو، عقیدوي وضعیت، نړیوال چاپېریال، سیاسي جوړښت او د جګړې د ماهیت له پلوه مهم ورته والی لیدل کېږي.
لومړی: د مکې فتحه او تاریخي زمینه برابرېدل
رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې د توحید دعوت پیل کړ، مسلمانان له سختو فشارونو، شکنجو او ټولنیز او اقتصادي تعقیب سره مخامخ شول، په ۶۲۲م کې مدینې ته هجرت وشو او په مدینه کې اسلامي ټولنه جوړه شوه. په ۶۲۸م کې د حدیبیې تړون وشو، وروسته د مکې له قریشو سره تړلې یوې ډلې د مسلمانانو له متحدې ډلې سره په شخړه کې د تړون توازن مات کړ، د همدې وضعیت وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې پر لور حرکت وکړ، په ۶۳۰م کې مکه فتحه شوه او رسول الله صلی الله علیه وسلم ښار ته داخل شو.
د مکې فتحې یوه مشهوره ځانګړنه دا وه چې د عمومي انتقام پر ځای د بښنې او عفوې فضا رامنځته شوه، د مکې د فتحې په اړه د سیرت په روایتونو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عفوې او د خلکو د وینې د نه تویولو سیاست په پراخه توګه بیان شوی دی.
دویم: د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو ته زمینه برابرېدل
په افغانستان کې اسلامي امارت د فساد او خپلمنځي جګړو په مقابل کې راپورته شو او په لومړۍ دوره کې په ۱۹۹۶م کال کې یې په کابل کې واک ترلاسه کړ، که څه هم په ۲۰۰۱م کې د امریکا تر مشرۍ لاندې نړیوال ائتلاف افغانستان اشغال کړ او اسلامي امارت له حکومتي واک څخه ووت، خو د امارت لارویانو او د افغانستان زړورو مجاهدینو د اسلامي نظام د پایښت مبارزه ترک نه کړه، د جهاد سنګرونه یې د خپلو وجودونو په ټوټه کولو او قربانیو سره تاوده وساتل او هېڅکله یې اشغالګر په دې خاوره آرامه ساه اخیستلو ته پرېنښودل او د ۲۱ کاله نه ستړي کېدونکو مبارزو او جګړې وروسته یې یو ځل بیا کابل فتحه شو او په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن شو.
په ۲۰۲۰م کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون وشو، له دې وروسته د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر پیل شو او د ۲۰۲۱م کال د اګست په ۱۵مه یا د اسد څلورویشتمه نېټه د افغانستان اسلامي امارت مجاهدین کابل ته داخل شول، پخوانۍ ګډاګۍ اداره د افغان مسلمان مجاهد ملت په سرښندنو سقوط شوه او اسلامي امارت بیا د افغانستان مسلمان ملت مسؤولیت واخیست.
درېیم: د دواړو پېښو ګډ اړخونه د زماني او تاریخي تلازوم سره تړاو لري. دواړه فتحې د اوږدې مبارزې وروسته رامنځته شوې، د مکې فتحه د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت وروسته په (۲۱) یوویشت کلن دعوتي او سیاسي مسیر پایله کې رامنځته شوه، او همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت منهج د نبي علیه السلام طریقې او منهج په تعقیب کې بیا د ۲۱ یوویشت کاله اوږدې جګړې او سیاسي مبارزې وروسته رامنځته شوه.
له دې اړخه په اسلام کې دواړه تاریخي تړاو د اوږدې مرحلې پای او د نوي سیاسي وضعیت پیل بلل کېږي، دواړه د اسلامي سیاسي نظم له مفهوم سره تړاو لري؛ خو د تاریخي شرایطو، مشروعیت د سرچینو او نړیوال وضعیت ترمنځ اساسي توپیرونه موجود دي، لکه د بښنې او عمومي امنیت مسئله. د مکې فتحې یوه مهمه ځانګړنه د عمومي بښنې سیاست و او په ۲۰۲۱م کې په افغانستان کې هم د اسلامي امارت زعیم، امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه، د نبوي منهج او سیرت په تعقیب کې د عمومي عفوې اعلان وکړ.
د دې اعلان هدف دا و چې د پخوانۍ کابل ادارې کارکوونکو او مخالفینو پر وړاندې عمومي عفوه او انتقامي چلند ونه شي، له همدې امله د دواړو پېښو په تحلیل کې د عفوې او د انتقام د محدودولو موضوع د پام وړ ورته والی لري؛ خو د دواړو د عملي تطبیق تاریخي شواهد باید جلا وڅېړل شي. له دې امله د هر اسلامي نظام لپاره د فتحې یا واکمنۍ تر ټولو مهم امتحان یوازې واک ته رسېدل نه دي؛ بلکې له واک سره د عدالت، عفوې، امانت او مسؤولیت چلند دی، الله تعالی دې دې نظام ته بقا ورکړي، تر څو د اسلامي نظام په ټولو برخو کې دا زماني او تاریخي تلازوم وساتي.
د جګړې او سیاسي وضعیت توپیر:
د فتحې مکې شالید د مکې او مدینې ترمنځ د رسول الله صلی الله علیه وسلم د دعوت، هجرت، تړونونو او د قریشو د سیاسي وضعیت له امله رامنځته شوی و. خو افغانستان د شلمې او یوویشتمې پېړۍ د دولتونو، نړیوالو سازمانونو، بهرنیو ځواکونو، نړیوالو تړونونو او معاصرې جغرافیایي سیاست په شرایطو کې قرار درلود، نو د دواړو پېښو تحلیل باید د خپل وخت له سیاسي او تاریخي شرایطو سره ترسره شي.
د عفوې درس:
د فتحې مکې تر ټولو مهم اخلاقي او سیاسي تقوا یا درس له فتحې وروسته د انتقام پر ځای د عفوې او د خلکو د خوندیتوب مسئله ده، ځکه الله تعالی وایي: (إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالإِحْسَانِ) ژباړه: بېشکه الله تعالی د عدالت او احسان امر کوي. (النحل: ۹۰).
فتحه د پای ټکی نه، بلکې د مسؤولیت پیل دی. له پېښې څخه یو مهم درس دا دی چې فتحه یوازې پوځي بریا نه وه؛ بلکې د اسلامي ټولنې د نظم، د خلکو د زړونو د یوځای کولو، د عدالت د تأمین او د دیني او ټولنیز نظم د پیاوړتیا مسؤولیت پیل دی. همدارنګه په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال سیاسي بدلون یوازې د جګړې پای نه و؛ بلکې له هغه وروسته د اسلامي نظام جوړونې، امت مسلمه ته د اقتصاد، تعلیم، عدالت، امنیت، ټولنیز ثبات او نړیوالو اړیکو مسؤولیتونه رامنځته کول دي.
دویم: مدینه منوره؛ آزادي له ټولنیز نظم سره
په ۶۲۲ میلادي کال کې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مکې څخه مدینې ته هجرت وکړ، د مدینې په ټولنه کې مسلمانان، یهود او نورو ډلو ګډ ژوند درلود، د مدینې د سیاسي او ټولنیز نظم په اړه په تاریخي سرچینو کې د صحیفې مدینې یا د مدینې تړون یادونه کېږي، چې د ښار د بېلابېلو ډلو ترمنځ یې د اړیکو او ګډ مسؤلیتونو د تنظیم هڅه کړې وه، دا تجربه ښيي چې اسلامي ټولنیز تصور یوازې د فرد د حقونو بحث نه دی، بلکې حق، مسؤولیت، عدالت او ټولنیز نظم یو له بل سره تړلي مفاهیم ګڼي.
دریم: د دین په انتخاب کې آزادي
د اسلام له نظره ایمان هغه وخت حقیقي معنا لري چې د انسان له باور او ارادې څخه سرچینه واخلي او دې ته عقیده وایي، له همدې امله الله تعالی فرمایي: (لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ) یعني: په دین کې زور، اکراه او جبر نشته. د دې اصل معنا دا ده چې عقیده یوازې په زور زړه ته نه شي داخلېدای، د انسان ایمان باید د باور، پوهې او انتخاب پر بنسټ وي، اسلام د دعوت لپاره د حکمت او بیان لارښوونه کوي، نه دا چې د انسان زړه په زور بدل شي.
څلورم: د بیان او نظر آزادي؛ د حق مسؤولیت
اسلام انسان ته په حق ویلو سره ارزښت ورکوي، خو بیان له اخلاقو او مسؤولیت څخه نه جلا کوي، ځکه الله تعالی د عدالت په اړه فرمایي: (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ بِالْقِسْطِ شُهَدَاءَ لِلَّهِ وَلَوْ عَلَىٰ أَنْفُسِكُمْ أَوِ الْوَالِدَيْنِ وَالْأَقْرَبِينَ) اې مؤمنانو! د عدالت په ټینګولو کې په کلکه ولاړ اوسئ، د الله لپاره د حق شاهدان اوسئ، که څه هم ستاسو د ځانونو، یا د مور او پلار او خپلوانو پر خلاف وي. (النساء: ۱۳۵).
له دې امله په اسلامي فرهنګ کې د حق ویلو مفهوم له امانت، صداقت او عدالت سره تړلی دی، د بیان آزادي په داسې معنا نه ده چې انسان کولای شي دروغ، تهمت، د خلکو سپکاوی او ظلم د «آزادۍ» تر نوم لاندې مشروع کړي.
پنځم: د فرد مسؤولیت او آزادي
د معاصرې نړۍ په ځینو تصوراتو کې آزادي کله ناکله د «هر څه چې غواړم، هغه کول» په معنا اخیستل کېږي، اسلام دا تعریف نه مني، که د یوه انسان آزادي د بل انسان حق له منځه یوسي، نو دا نور مطلقه آزادي نه، بلکې د حقونو ټکر دی.
مثلاً: که یو څوک د بیان په نوم پر بل انسان تهمت ولګوي، د هغه عزت ته زیان ورسوي یا دروغ خپاره کړي، نو د بیان حق یې د بل انسان د حق د له منځه وړلو وسیله ګرځېدلې ده. له همدې امله د اسلام او معاصرې آزادۍ ترمنځ توپیر دا دی، که معاصر سیاسي فکر د آزادۍ بېلابېل ډولونه پېژني؛ لکه فردي آزادي، سیاسي آزادي، د بیان آزادي، د مذهب آزادي او مدني حقوق، اسلام له دې موضوعاتو سره په ځینو برخو کې ګډ عناصر لري، خو د آزادۍ فلسفي بنسټ یې متفاوت دی، لکه په سکولر فکر کې د انسان اراده عموماً د قانون جوړونې مهمه سرچینه ګڼل کېږي؛ خو په اسلامي فکر کې د انسان اراده د الهي وحې، اخلاقو او شرعي اصولو له چوکاټ سره تړلې ده.










































