له ډېرو کلونو راهیسې د پاکستان د بدنام پوځي رژیم ګاونډیان د هغه د نفاق، تفرقې اچونې او لسګونو نورو ورانوونکو سیاستونو له امله کړېږي. داسې ښکاري چې دغه رژیم خپل بنسټ له اسلام او مسلمانانو سره پر حسد، نفاق او دښمنۍ ولاړ کړی دی. د نړۍ خلک د دې رژیم له کړنو او سیاستونو ښه خبر دي؛ ځکه تل یې د خپلو بهرنیو بادارانو غوښتنو ته لبیک ويلی او د سپېڅلي اسلام، حقاني علماوو او اسلامي ارزښتونو د ځپلو لپاره یې هر ډول دسیسې او هڅې کړې دي.
پاکستاني رژیم د سیمې، په ځانګړي ډول د افغانستان، د بېثباتۍ، تفرقې او وروسته پاتېوالي لپاره سلګونه دسیسې جوړې او عملي کړې دي. اوس چې افغانستان د خپلواک اسلامي نظام، واحدې رهبرۍ او داسې نظام څښتن دی چې د هېواد د قومونو ترمنځ یې یووالی ټینګ کړی، دغه رژیم د افغان ولس امنیت، ارامي او هوساینه نه شي زغملای. د افغانستان د فتوحاتو له پیل راهیسې تر نن ورځې پورې یې د بېلابېلو پلمو او دسیسو له لارې د دې هېواد پر ضد دښمنانه هڅې کړي.
د همدې نظام د نسکورولو لپاره یې لومړی د لوېدیځوالو او کفري کړیو په همکارۍ د داعش خوارجو پروژه په بشپړ ځواک تمویل او وروزله؛ خو د الله تعالی په فضل او نصرت، دغه شومه دسیسه په ناکامۍ او پښېمانۍ واوښته، ځکه هېڅ افغان د خوارجو له عقایدو او افکارو سره نه پخوا موافق و او نه هم نن!.
اوس چې دغه رژیم د خپلې نقشې له ماتې او ناکامۍ سره مخ شو، یوې بلې لارې ته مخه کړې. غواړي له هغو کسانو څخه ګټه واخلي چې افغان ولس ته یې خپله ازموینه پخوا ورکړې ده؛ خو له دې حقیقته غافل دي چې افغانان د دغو غلامانو له تاریخ، کړنو او ځانګړنو سره ښه بلد دي. د دغو مزدورانو ظلمونه لا هم د دې وطن د خلکو په یادونو کې ژوندي دي. افغان ولس لا هم هغه ورځې نه دي هېرې کړي چې دغو کسانو د خپلو بادارانو د خوښۍ لپاره د دې خلکو پر وړاندې له هېڅ ډول ظلم او جبر څخه ډډه نه کوله. ټوله هڅه او موخه یې د خپلو بادارانو د غوښتنو، عیاشۍ، فحاشۍ او شهواني تمایلاتو پوره کول وو.
اوس دغه ناوړه رژیم غواړي د داسې کسانو په وسیله د دې ملت امنیت او ارامي واخلي، خو دوی به ړانده وي؛ دا هغه لاره ده چې پایله یې ناکامي او تباهي ده. همدارنګه، د وروستیو لسیزو نړیوالو تجربو ثابته کړې چې د لنډمهالو سیاسي او امنیتي موخو لپاره له غیررسمي او ناقانونه وسلوالو ډلو څخه ګټه اخیستل، په اوږدمهال کې درنې او ناوړه پایلې لري. هر کله چې دولتونه او یا بېلابېل لوري د سیاسي او قانوني حللارو پر ځای پر وسلوالو ډلو تکیه وکړي، د ناامنۍ، بېباورۍ او بېثباتۍ کچه لوړېږي.
له رسمي دولتي چوکاټ څخه بهر د دغسې وسلوالو ډلو شتون او فعالیت د امنیتي وضعیت کنټرول ستونزمنوي او د تاوتریخوالي، کډوالۍ، د ملکي وګړو د زیانمنېدو او د سیمهییزو همکاریو د کمزورۍ زمینه برابروي. د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو تجربو ښودلې چې د دې ډول ډلو ملاتړ په پای کې د هماغو ملاتړکوونکو پر زیان تمام شوی دی.
له بلې خوا، هره هغه تګلاره چې د قومونو او ټولنو ترمنځ د کرکې، بېباورۍ او شخړو د زیاتېدو لامل شي، خطرناکې ټولنیزې پایلې لري. د قومونو ترمنځ سولهییز ګډ ژوند او متقابل درناوی د هرې ټولنې د ثبات بنسټونه دي او هر اقدام چې دغه ارزښتونه کمزوري کړي، د پرمختګ او امنیت بهیر له جدي ګواښ سره مخ کوي.
که څه هم دغه غلامې ډلې او هغه کسان چې له دغو شر او فساد خپروونکو ډلو سره تړاو لري، هېڅکله د افغان ملت ملاتړ نه دی ترلاسه کړی؛ بلکې افغان ولس تل ترې کرکه کړې ده. سپېڅلی اسلامي نظام هم له دغو غلامانو او اجیرانو هېڅ وېره نه لري او د هغوی له منځه وړل ورته د پوزې د یوه وېښته د ایستلو په څېر اسانه دي. دغو مزدورانو د شل کلن اشغال پر مهال خپله ازموینه ورکړې ده؛ هغه مهال چې د نړۍ د څه باندې څلوېښتو کفري هېوادونو له هر اړخیز ملاتړ سره سره یې هم د اسلامي امارت د مجاهدینو پر وړاندې د مقابلې توان نه درلود. نن به هم، د الله تعالی جلجلاله په نصرت، د دوی برخلیک د دنیا او آخرت ذلت او تباهي وي.
په پای کې، لا هم د دې رژیم لپاره فرصت شته چې له خپلو ناسمو عادتونو او شومو موخو څخه لاس واخلي او د افغانانو غیرت نور ونه ازمويي. غوره ده چې یو ځل بیا د دې ملت تاریخ په دقت سره ولولي او له هغه څخه عبرت واخلي.











































