هر هغه عمل او کړنه چې د انسان پر ذهن، فکر او روان اغېز وکړي او په هغه کې له نظامي وسلو څخه کار وا نه خیستل شي، فکري او رواني جګړه بلل کېږي. رواني او فکري جګړه د دښمن هغه پټه او اغېزناکه تګلاره ده چې د فزیکي وسلو پر ځای د خلکو پر احساساتو، عقایدو او افکارو برید کوي، څو د هغوی اراده کمزورې کړي او د خپلو موخو لپاره یې تر اغېز لاندې راولي.
په نظامي جګړه کې له توپونو، الوتکو، ټانکونو، اټومي او نورو خطرناکو وسلو څخه استفاده کېږي. په دې جګړه کې وینه تویېږي، انسانان وژل کېږي او ټپي کېږي، ودانۍ، سړکونه، کرنیزې ځمکې او نورې زیربناوې له منځه ځي، او چاپېریال او ژوندي موجودات هم زیان ویني. خو فکري او رواني جګړه برعکس، له نظامي وسلو پرته ترسره کېږي. په دې جګړه کې د انسان فکر، عقیده، ذهن او روان هدف ګرځي. که څه هم خلک په ظاهري ډول ژوندي وي، خو کېدای شي ذهني، روحي او عقیدوي هویت یې سخت زیانمن شوی وي او له خپل اصلي هدف او مسیر څخه واوړي.
فکري او رواني جګړه:
په «اصول الغزو الفکري» کې د فکري جګړې په اړه داسې راغلي دي:
هو الغزو بالوسایل غیر العسکریة. (اصول الغزو الفکري، ص ۴)
ژباړه: فکري جګړه هغه یرغل دی چې له غیرنظامي وسایلو څخه په استفادې ترسره کېږي.
همدارنګه ذکر شوي چې:
هو اسلوب جدید للغزو ضدالمسلمین بعد هزائم متکررة. (اصول الغزو الفکري، ص ۴)
ژباړه: د مسلمانانو پر ضد د پرلهپسې ماتو وروسته د یرغل نوې تګلاره.
د فکري او رواني جګړې موخې:
د فکري جګړې تر ټولو ستره موخه دا ده چې مقابل لوری د خپل نفوذ او اغېز لاندې راولي، خپلې غوښتنې پرې ومني او د خپلو اهدافو پر وړاندې د هر ډول خنډ مخه ونیسي. د دې جګړې اساسي هدف دا دی چې یو قوم په ذهني او فکري توګه کمزوری او د خپل فکر تابع کړي. لکه څنګه چې په اصول الغزو الفکري کې راغلي، د دین د دښمنانو اساسي هدف همدا دی.
په لنډ ډول ویلای شو چې په مسلمانانو کې د غرب په مقابل کې د مقاومت روحیه له منځه وړل، مسلمانان د اسلام په دین، تمدن او انساني ارزښتونو شکمن کول، او غربي ټولنو ته د ریښتیني او مکمل اسلام رسېدو مخنیوی. د اسلامي نړۍ لپاره جعلي او د پردیو په لاس قیادتونه رامنځته کول د دې جګړې له اساسي موخو څخه شمېرل کېږي.
د فکري جګړې موضوعات:
د فکري او رواني جګړې موضوعات ټول هغه اسباب او وسایل دي چې د یوه قوم افکار، نظریات، عقاید او ارزښتونه بدلوي. (اصول الغزو الفکري، ص ۵)
د دې جګړې پلویان هڅه کوي خپل عقاید، فکر، کلتور او تمدن خوندي وساتي او پر نورو ملتونو فکري او فرهنګي برلاسی ترلاسه کړي.
په اوسني وخت کې د نړۍ ډېر ځواکمن هېوادونه هڅه کوي چې په ښکاره او پټه توګه پر مسلمانانو خپل نفوذ زیات کړي. په ډېرو اسلامي هېوادونو کې د نظامي یرغل ترڅنګ فکري او فرهنګي یرغل هم روان دی. ځینې هېوادونه آن د نظامي یرغل پرته د پردیو د اهدافو د ترلاسه کولو وسیله ګرځېدلي دي. کله چې پر کوم اسلامي هېواد نظامي برید کېږي، ځینې داخلي او بهرني عناصر ورسره همکاري کوي. همدارنګه په رسنیو کې هم داسې مطالب خپرېږي چې د اسلامي امت په زیان تمامېږي. (اصول الغزو الفکري، ص ۶)
د رواني جګړې طریقې:
رواني جګړه تر ډېره د خلکو د ذهنونو د اغېزمنولو لپاره لاندې لارې کاروي:
۱- د غم او خپګان خپرول: دښمن هڅه کوي د ټولنې له واقعیت څخه ناوړه او نامتوازن انځور وړاندې کړي، خلک له خپل راتلونکي څخه ناهیلي کړي او د هغوی هیلې کمزورې کړي.
۲- ناهیلي: کله چې یو انسان له ډېرو هڅو وروسته خپلو موخو ته ونه رسېږي، له ناهیلۍ سره مخ کېږي. دښمن هڅه کوي همدا حالت لا پسې پیاوړی کړي، پر ځان باور کم کړي او د پرمختګ هیله ترې واخلي.
۳- د وېرې او وحشت رامنځته کول: وېره اچول د رواني جګړې له خورا اغېزمنو وسایلو څخه ده. د جګړو، اقتصادي فشارونو، سیاسي تحریمونو او رسنیزو تبلیغاتو له لارې هڅه کېږي چې د خلکو روحیه کمزورې او د مقاومت انګېزه له منځه یووړل شي.
۴- افواهات خپرول: دې برخه کې هڅه کېږي لومړی د ټولنې ټول اذهان مطالعه شي، د دوی غوښتنې، ذوقونه، د اقتصاد، تعلیم، فرهنګ، ټولنیز او سیاسي کچه ځان ته معلومه کړي. وروسته پر دوی د اغېزمنولو لپاره مختلفې برنامې په لاره اچوي؛ داسې برنامې چې یوازې د هغوی ذهنونه دې ته جوړ کړي چې په خپله ګټه ترې کار واخلي، دوی په خپل اقتصاد، تعلیم، فرهنګ، ټولنیز او سیاسي وضعیت بې باوره کړي.
یوه وړه سیاسي موضوع ورته دومره لویه معرفي کړي، چې دوی فکر کوي هر څه په ډېر کم وخت کې تغییر او له منځه تلونکي دي، او یا دا چې د فکري او رواني جګړې پرمخ وړونکي خپل قوت دومره لوی ښيي چې عامه ذهنیت یې د تحمل توان له لاسه ورکوي، د خپل نظام په استحکام او قوت یې بې باوره کوي.
۵- په اسلامي هېوادونو او مسلمانه ټولنه کې خپل لاسپوڅي پیدا کول:
د فکري او رواني جګړې له مهمو تګلارو څخه یوه دا ده چې په نښه شویو ټولنو کې داسې اشخاص، ډلې یا بنسټونه وموندل شي او یا د بېلابېلو لارو تر اغېز لاندې راوستل شي چې د بهرنیو سیاسي، امنیتي یا تبلیغاتي موخو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي؛ دا کار د مالي ملاتړ، تبلیغاتي همکارۍ، سیاسي نفوذ، رسنیزو فعالیتونو، د ناسمو معلوماتو د خپرولو او یا د ځانګړو روایتونو د ترویج له لارې ترسره کوي.
د دغو اشخاصو یا ډلو له لارې هڅه کېږي چې د ټولنې پر عامه افکارو اغېز وشي، د خلکو ترمنځ بېباوري او اختلافونه زیات شي، د ټولنې د عمومي او دیني ارزښتونو په اړه شکونه پیدا شي او د ټولنې یووالی کمزوری شي. په ځینو مواردو کې هڅه کېږي چې د رسنیو، ټولنیزو شبکو، فرهنګي فعالیتونو او سیاسي تبلیغاتو له لارې داسې فضا رامنځته شي چې د بهرنیو لورو ګټې خوندي او د ټولنې خپلواک تصمیم نیول کمزوري شي.
له همدې امله، د هرې اسلامي ټولنې لپاره مهمه ده چې د رسنیز پوهاوي، علمي بصیرت، ملي یووالي، قانون ته د درناوي او د کره معلوماتو د ارزونې له لارې د هر ډول بهرني نفوذ او تبلیغاتي عملیاتو پر وړاندې هوښیار پاتې شي او د ناسمو روایتونو او افواهاتو له منلو مخکې یې حقیقت وڅېړي.












































