۱۰- په اسلامي ټولنو کې د تعلیمي او تربیتي نظام کمزوري
په ننني عصر کې د مسلمانانو د کمزورۍ له مهمو لاملونو څخه یو هم د اسلامي تعلیمي او تربیتي نظام کمزوري او په اسلامي هېوادونو کې د غیراسلامي نصابونو دودېدل او ځای پر ځای کېدل دي. ځکه چې تعلیمي نظام په هره جامعه کې د فردي شخصیت او ټولنیز هویت د جوړېدو بنسټ ګڼل کېږي. که تعلیم او تربیه سالم، موخهلرونکي او پر اصیلو ارزښتونو ولاړ نه وي، نو راتلونکي نسلونه د فکري او معنوي ودې پر ځای له فکري ګډوډۍ، د پردیو له ړوند تقلید او د هویت له بحران سره مخ کېږي. د اسلامي امت د اوسني ضعف له بنسټیزو عواملو څخه یو هم د تعلیم او تربیې په جوړښت کې رامنځته شوې ګډوډي ده.
په تېرو زمانو کې، د اسلامي نړۍ تعلیمي نظام د علم او ایمان پر یووالي ولاړ و. اسلامي مدرسو او علمي مرکزونو د دیني علومو ترڅنګ، طبیعي علوم، ریاضیات، طب او فلسفه هم د توحیدي نړۍلید په رڼا کې تدریسول. همدې متوازن ترکیب دا زمینه برابره کړې وه چې مسلمان عالمان هم رباني عالمان وي او هم په خپلو علمي برخو کې تکړه متخصصین. خو په معاصر دور کې د ډېریو اسلامي هېوادونو تعلیمي نصابونه د استعمار او وارداتي نظامونو تر اغېز لاندې راغلل او دغه یووالی یې له منځه یووړ.
د اسلام دښمنانو هڅه وکړه چې اسلامي تعلیمي نظام له عصري زدهکړو څخه جلا کړي، تر دې چې تعلیم په دوو بېلو برخو ووېشل شو: دیني زدهکړې چې کله ناکله د ژوند له عملي اړتیاوو او عصري مهارتونو څخه لرې پاتې کېږي او عصري زدهکړې چې ډېری وخت د ایمان، اخلاقو او معنوي ارزښتونو له روحیې تشې وي. د دې بېلتون له امله د علم او ایمان ترمنځ ژوره تشه رامنځته شوه.
کله چې مسلمانانو د نړۍ د رهبرۍ واګی په لاس کې درلود، ستر علمي او فرهنګي مرکزونه یې جوړ کړل چې د اسلامي علومو ترڅنګ پکې بېلابېل علوم هم تدریسېدل. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه مسلمانان او غیرمسلمانان دغو مرکزونو ته ورتلل او د علم له سرچینو څخه یې ګټه اخیسته. د بېلګې په توګه د اندلس قرطبه او په بغداد کې بیتالحکمت یادولی شو.
خو کله چې مسلمانان په خپلمنځي اختلافاتو، تفرقې او د نفساني غوښتنو په پوره کولو بوخت شول او له اسلامي لارښوونو څخه واوښتل، نو د هغوی دښمنانو ته د خپلو پخوانیو موخو د پوره کولو ښه فرصت په لاس ورغی. د دغو موخو له مهمو برخو څخه یوه هم په اسلامي هېوادونو کې د تعلیمي نظام بدلون و. د همدې بدلون له امله د امت نوی نسل له اسلام او خپل تاریخي میراث څخه لرې شو او داسې کسان وروزل شول چې یوازینۍ موخه او مقصد یې یوازې دنیا وي او بس.
د دې وضعیت پایله دا شوه چې ځوان نسل یا د ژوند د مهارتونو او نړیوالې سیالۍ په ډګر کې کمزوری پاتې کېږي او یا هم د معنویت او اخلاقو له اړخه له فکري کمزورۍ او تشې سره مخ کېږي. په ډېرو مواردو کې دې دوهګوني حالت داسې شخصیتونه روزلي چې نه ژور دیني هویت لري او نه هم دومره علمي وړتیا چې په ټولنه کې اغېزمن رول ترسره کړای شي.
له بلې خوا، په ډېرو دودیزو او آن معاصرو تعلیمي نظامونو کې د تدریس طریقې تر ډېره د معلوماتو پر حفظ کولو راڅرخي، نه د انتقادي تفکر، تحلیل، نوښت او د ستونزو د حل پر روزنې. له همدې امله ټولنې د فکر او نظریې د تولیدوونکو پر ځای د نورو د افکارو او نظریاتو مصرفوونکې پاتې شوې دي. د دې بحران بنسټیزه حللاره د یوه هر اړخیز اسلامي لیدلوري پر بنسټ د تعلیمي نظام بیا رغونه او اصلاح ده؛ داسې لیدلوری چې په هغه کې علم او ایمان، عقل او وحی، مهارت او اخلاق یو له بل سره تړلي او همغږي وي.
په داسې نظام کې به د تعلیم موخه یوازې دندې ترلاسه کول او یا د سند اخېستل نه وي؛ بلکې اساسي هدف به د داسې انسان روزنه وي چې پوه، ژمن، د ټولنې لپاره ګټور او د الله تعالی جلجلاله پر وړاندې د خپل مسئولیت احساس لرونکی وي. همدارنګه اړینه ده چې په تعلیمي نظام کې عملي مهارتونو، علمي څېړنو او د عصر له اړتیاوو سره د بلدتیا پراختیا ته جدي پاملرنه وشي، پرته له دې چې دیني هویت او اخلاقي ارزښتونه زیانمن شي.
په حقیقت کې، اسلامي امت تر هغه وخته چې خپل تعلیمي او تربیتي نظام اصلاح نه کړي، نه شي کولای د سیاست، اقتصاد، کلتور او نورو برخو په ډګرونو کې رښتینې خپلواکي او ځانبساینه ترلاسه کړي.











































